slideshow, كركټ

نن د افغانستان د کرکټ غوره ليګ دوه لوبې ترسره كېږي

توسط - نن د افغانستان د کرکټ غوره ليګ دوه لوبې ترسره كېږي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو لسمه لوبه به نن د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو او ۳۰ دقيقو د پكتيا او كندهار لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو كې پيل شي. همدارنګه به په يوولسمه لوبه كې، چې د ماخوستن په اتو بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي، د كابل او ننګرهار لوبډلې...

slideshow, اقتصاد, سوداګري

په كندوز كې د غالۍ اوبدلو ښارګوټى جوړېږي

توسط - په كندوز كې د غالۍ اوبدلو ښارګوټى جوړېږي

په كندوز كې د غالۍ اوبدلو يو ستر صنعتي ښارګوټى جوړېږي. د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا ښارګوټى، چې تازه يې د ۴۶ ميليونه افغانيو په لګښت د سړکونو او پليو لارو د جوړېدو کار پيل شوى، په کې به ۱۱۰ لويې او وړې د غالۍ اوبدلو فابريكې جوړې شې. سرچينه زياتوي، په دې ښارګوټي كې به ۲۰ هستوګنيز بلاکونه، چې هر يو...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

نن په ګلبهار افغانستان غوره ليګ کې دوه لوبې کېږي

توسط - نن په ګلبهار افغانستان غوره ليګ کې دوه لوبې کېږي

د ګلبهار افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې نن دوه لوبې ترسره کېږي. لومړی لوبه د افغانستان په وخت په څلور بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي چې د کابل او کندهار لوبډلو تر منځ ترسره کېږي او دويمه لوبه بيا د ننګرهار او بلخ تر منځ د شپې په اتو بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي. تېره شپه پکتيا لوبډلې بلخ ته ماتې ورکړه. د...

slideshow, كورني خبرونه

حکمتيار: د ټاکنو بديل نشته

توسط - حکمتيار: د ټاکنو بديل نشته

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، له ټاکنو پرته د واک د لېږد بديل نشته او هغوی چې له ټاکنو سره مخالفت کوي د روان بحران دوام غواړي او هڅه كوي د بهرنيانو په زور په افغانستان کې د جګړې له لارې واک ته ورسېږي. ګلبدين حکمتيار چې نن يې د ملي يووالي د مجمع په نوم په کابل کې جوړې غونډې ته...

slideshow, كورني خبرونه

حکمتيار په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د يوې جرګې پر جوړولو ټينګار وکړ

توسط - حکمتيار په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د يوې جرګې پر جوړولو ټينګار وکړ

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې راتګ لپاره بايد داسې جرګه جوړه شي چې ټول افغانان پرې باور ولري. حکمتيار چې نن يې د ملي يووالي د مجمع په نوم په کابل کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، د دغه جرګې غړي بايد د جګړې له هېڅ اړخ سره تړاو ونه...

فوټبال

نن سيمرغ البرز له طوفان هريرود سره د لوبې ډګر ته وځي

توسط - نن سيمرغ البرز له طوفان هريرود سره د لوبې ډګر ته وځي

ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال په غوره ليګ کې نن سيمرغ البرز د طوفان هريرود په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي. تېره ورځ هم د اباسين څپې لوبډلې د سپين غر بازانو پر وړاندې لوبه وکړه او درې دوه يې بازانو ته ماتې ورکړه....

slideshow, كورني خبرونه

خليلي: يوازې بين الافغاني خبرې د افغانستان لانجه هوارولای شي

توسط - خليلي: يوازې بين الافغاني خبرې د افغانستان لانجه هوارولای شي

د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان له روانې لانجې د راوتلو لپاره يوازينۍ حللاره بين الافغاني خبرې دي. د سولې عالي مشر کريم خليلي نن له سياسي او جهادي څېرو سره په مشورتي ناسته کې وويل، د سولې د راوستلو په برخه کې د ليدلورو توپير شته خو په ټوله کې په دې تړاو ملي اجماع رامنځته شوې ده. د سولې عالي شورا مشر...

slideshow, كورني خبرونه

خپلواک: د طالبانو په منځ کې د سولې بحثونه پيل شوي

توسط - خپلواک: د طالبانو په منځ کې د سولې بحثونه پيل شوي

د سولې عالي شورا وايي، د دوی تر هڅو وروسته اوس مهال د وسله والو طالبانو په سياسي او پوځي دواړو برخې کې د سولې په تړاو بحثونه پيل شوي دي. د دغه شورا د دارلانشا رييس محمد اکرم خپلواک نن په کابل کې له جهادي او سياسي څېرو سره د سولې عالي شورا په مشورتي ناسته کې وويل، دوه کاله وړاندې د وسله...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې د حضرت ځاځي حيرانوونکې لوبه

توسط - د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې د حضرت ځاځي حيرانوونکې لوبه

د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې تېره شپه د ننګرهار پر وړاندې د کابل په ګټه د حضرت الله ځاځي خورا تېزې سليزې او په زړه پورې لوبې د نړۍ په لروبر کې د کرکټ مينه وال هک پک کړل. نوموړي په ۵۵ بالونو د ۹ شپږيزو او ۱۲ څلوريزو په مټ ۱۲۴ منډې وکړې. که څه هم تر دې وړاندې د...

slideshow, كورني خبرونه

دوه افغان پوځي افسران پاکستان ته د جاوسوسۍ په جرم په شل شل کاله بند محکوم شول

توسط - دوه افغان پوځي افسران پاکستان ته د جاوسوسۍ په جرم په شل شل کاله بند محکوم شول

د هېواد په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو دوه افسران د پاکستان استخباراتي شبکې ای اس ای ته د جاسوسۍ په جرم په شل شل کاله بند محکوم شول. د دې قول اردو د دويمې پلې لېوا د درېيم کنډک د وخت قوماندان ډګروال شامحمود او د همدغه کنډک د ثقيله ټولي قوماندان تورن نذير الله دوه کاله وړاندې ای اېس ای...