توسط ISMAT MAYAR -
پرون ماښام د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په کاروان ځانمرګی بريد شوی.
د پروان امنيتي چارواکي وايي، په دې پېښه کې د امريکايي ځواکونو د ګزمې موټر زيانمن شوی خو چا ته زيان نه دی اوښتی خو وسله وال طالبان بيا ادعا کوي چې په دې بريد کې يې ډېر شمېر امريکايي سرتېري وژلي دي.
دا په داسې حال کې...
توسط ISMAT MAYAR -
ولسي جرګې ته له هلمند ولايت څخه نوماند عبدالجبار قهرمان نن سهار په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
کليد ته يوې باوري امنيتي سرچينې وويل، په نوموړي نن سهار په خپل دفتر کې ځانمرګی بريد وشو او درېيو نورو کسان تر څنګ خپله قهرمان هم ووژل شو.
راپورونه وايي په پېښه کې عبدالجبار قهرمان لومړی ټپي شو، خو وروسته يې د سختو ټپونو له...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د روڼتيا د څار اداره د بدخشان د سرو زرو او د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د مسو كانونو د كيندلو قراردادونو لاسليكېدل د هېواد د كانونو قانون خلاف بولي.
د دې ادارې اجرايوي رئيس سيد اكرام افضلي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، دغه قراردادونه بايد لغوه شي.
نوموړي زياته كړه، دا قراردادونه د نړيوالو فشارونو پر بنسټ لاسليك...
توسط ISMAT MAYAR -
كه څه هم عام خلك او د مدني ټولنې غړي د راتلونكو ټاكنو د امنيت په اړه اندېښنې لري، خو د كورنيو چارو وزارت وايي، د ټاكنو د امنيت د ټينګښت لپاره پوره چمتووالى نيول شوى او لوى ګواښ د ټاكنو په وړاندې نه شته.
د دغه وزارت وياند نجيب دانش نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د راتلونكو ټاكنو لپاره امنيتي پلان...
توسط ISMAT MAYAR -
د سرپل د ولايتي شورا رئيس د دغه ولايت د سانچارك ولسوالۍ كې د امنيتي حالت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، ښايي دا ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شي.
محمد نور رحماني نن كليد ته وويل، اوس مهال د سانچارك – سرپل لويه لار تړلې او د تِبِر كلي په سقوط سره د هغه د شاوخوا...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس په دوشنبې كې د شانګهاى د همكارۍ سازمان د ۱۷مې غونډې په څنډه كې د څو هېوادونو له چارواكو سره ليدلي دي.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند امېد ميثم نن كليد ته وويل، عبدالله د تاجكستان، بيلاروس، ازبكستان او چين له لومړي وزيرانو، د هند د بهرنيو چارو له وزير او د ايران د بهرنيو چارو وزارت له...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، متحده ايالات د سولې په برخه کې د افغان حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او په دې اړه يې كوښښونه دوام لري.
هغه دا څرګندونې نن سهار په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست...
توسط ISMAT MAYAR -
د جنوبي کوريا جمهور رئيس مون جه اېن وايي، د شمالي کوريا مشر كيم جونګ اون هوډ لري، چې خپلې ټولې اټومي وسلې او د هغو اړوند توكي او تاسيسات د اټومي بې وسلې کولو لپاره له منځه يوسي.
نوموړي د جمعې په ورځ په يوه مركه وويل، كيم غواړي توغندويي او اټومي ازموينې ودروي او بيا هغه دستګاوې، چې په كې اټومي وسلې...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د تېر ماښام په لوبه كې د طوفان هريرود لوبډلې د ميوند اتلان لوبډلې ته د صفر په مقابل كې په درېيو ګولونو ماتې وركړه.
ټاكل شوې نن ماښام د سپين غر بازان او موج هاى امو لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو دولسمه لوبه به نن د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو او ۳۰ دقيقو د پكتيا او بلخ لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو كې پيل شي.
همدارنګه به په ديارلسمه لوبه كې، چې د ماخوستن په اتو بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي، د كندهار او ننګرهار لوبډلې...