توسط ISMAT MAYAR -
نامعلومو وسله والو د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په سور كنډو سيمه كې يو جومات سوځولى دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، پېښه تېره شپه رامنځته شوې او وسله وال د جومات له سوځولو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
ده زياته كړه، په جومات کې يو شمېر قران كريمونه هم سوځېدلي او د جومات ودانۍ په بشپړه...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو په مهال څلورو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دا عمليات د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د چپرهار په تريلي، دولتزيو او غازيانو کليو کې ترسره...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د كركټ غوره ليګ يا اې پي اېل سياليو نيمه پايلوبو ته د بلخ، ننګرهار، پکتيا او كابل لوبډلو لار ومونده.
لومړۍ نيمه پايلوبه به د كابل په وخت نن شپه په اتو بجو او ۳۰ دقيقو د بلخ او كندهار او دوهمه نيمه پايلوبه به سبا شپه د پكتيا او كابل لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې...
توسط ISMAT MAYAR -
د كابل په قره باغ ولسوالۍكې د ټرافيكي پېښې له كبله ۳۶ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قره باغ ولسوال محمد عظيم دل اقا وايي، دا پېښه تېر ماښام د دې ولسوالۍ په باريك آب سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې له كابله كاپيسا ته د يوه واده د تلونكي كاروان موټرونه په خپلو كې سره ټكر شول.
د نوموړي په خبره،...
توسط ISMAT MAYAR -
د لوګر د ولايتي شورا پر دفتر د نامعلومو وسله والو لخوا شوى د لاسي بمونو بريد مرګ ژوبله نه لري.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزى وايي، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۳۰ دقيقې يې پر دفتر درې لاسي بمونه وغورځول شول، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
نوموړى زياتوي، دى او ورسره د شورا دوه...
توسط ISMAT MAYAR -
د کندهار د پېښې د څېړنې په هدف د ملي امنيت د عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ يو لوړپوړى امنيتي پلاوی کندهار ښار ته رسېدلی دی.
تېر ماخوستن په كابل كې د هېواد لوى درستيز ستر جنرال محمد شريف يفتلي يوې خبري غونډې ته وويل، دغه پېښه پرون مازديګر شاوخوا درې بجې او ۳۰ دقيقې د ګلبدين په نوم د کندهار د...
توسط ISMAT MAYAR -
لومړني رپوټونه وايي، د کندهار ولايت د مقام په ودانۍ کې نن د شخړې او ډزو په پايله کې د کندهار امنيه قومندان، د ملي امنيت رييس او يو شمېر نور کسان وژل شوي او د دوو بهرنيو سرتېرو په ګډون يو شمېر نور ټپيان دي.
په دې تړاو تر دې مهاله په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.
له بل لوري وسله والو...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مسوولين وايي، اووه کسان د مختلفو دلايلو له مخې د ولسي جرګې د نوماندانو له لېست څخه لرې کړل شوي دي.
د دغه کمېسيون وياند علي رضا روحاني نن يوې خبري غونډې ته وويل، چې روحينا وليزاده له ميدان وردګ، عبدالکريم شفق له فراه، حبيب الله غورياني او احمدشاه سادات له هرات، عبدالله ساحل له کندز، غلام نبي صادقي له...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنيز مهالوېش له مخې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاينونه نن سهار ۷ بجې پای ته ورسېدل او د سکوت دوره پيل شوه چې ۴۸ ساعته دوام کوي.
دغه دوره د شنبې ورځې د سهار تر اوو بجو چې د رای ورکولو مرکزونه پرانيستل کېږي دوام کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات له کليد سره په خبرو کې له نوماندانو...
توسط ISMAT MAYAR -
د هلمند ولايتي چارواکي وايي، ولسي جرګې ته د نوماند عبدالجبار قهرمان د وژلو په تور يو شمېر کسان نيولې دي او څېړنې ترې پيل شوي دي.
د دوی په خبره، د نيولو کسانو ډېری يې د قهرمان د دفتر کارکوونکي او همکاران دي.
عبدالجبار قهرمان پرون سهار څه باندې ۹ بجې په خپل دفتر کې هغه مهال ووژل شو چې يو شمېر مخورو سره...