توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د كركټ غوره ليګ يا اې پي اېل سياليو اتلولي د بلخ لوبډلې وګټله.
د دغو سياليو پايلوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د كابل لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
د كابل لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وكړې، خو...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د ټاكنو پروسه بريالۍ وبلله او په كې يې له امنيتي ګواښونو سره سره د خلكو پراخ ګډون وستايه.
هغه په يوه ويډيويي پيغام كې وويل، افغانانو د خپلو رايو د كارولو له لارې نړۍ ته وښوده، چې تاوتريخوالى نه غواړي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، افغانانو د ولسواکۍ لپاره خپله اراده او طالبانو ته يې دا ثابته كړه، چې...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنو خپلواك کمېسيون وايي، د ولسي جرګې په دوه ورځنيو ټاکنو کې شاوخوا څلور ميليونه کسانو برخه اخيستې، چې ۶۷ فيصده يې نارينه او ۳۳ فيصده يې ښځې دي.
د دغه كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تېر ماښام يوې خبري غونډې ته وويل، د بادغيس او كندهار ولايتونو او ۷۶ ټاكنيزو مركزونو له رايو پرته شاوخوا څلور ميليونه كسانو د خپلې خوښې كانديدانو...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاكل شوې سبا له كندهار او غزني پرته د هېواد په نورو ټولو ولايتونو كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د معلوماتو پر بنسټ، د راى وركولو مركزونه به د سهار په اتو بجو د راى وركوونكو پرمخ پرانيستل شي.
د ولسي جرګې ټاكنو ته د څه باندې ۴۰۰ ښځو په ګډون شاوخوا ۲۵۶۰ كسانو ځانونه كانديد كړي دي.
د ټاكنو...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمنان غواړي د دغه هېواد پر صادقو بچيانو په بريدونو سره دلته د ۴۰ كلن بحران د پاى ته رسېدو مخه ونيسي.
ده نن د كندهار د ملي امنيت د پخواني رئيس عبدالمومن حسين خېل د جنازې په مراسمو كې د وينا په مهال وويل، افغانان به په برياليتوب سره د دې بحران د پاى ته...
توسط ISMAT MAYAR -
د کندهار د پخواني امنيه قوماندان عبدالرازق مړى نن له غرمې مخكې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د دغه ولايت د خرقې شريفې د پارک په سيمه کې، چې د والي د دفتر مخې ته پرته ده، خاورو ته وسپارل شو.
د هغه د جنازې په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو پر وزير محمد شفيق ګل اغا شېرزي او د ملي...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنيتي وضعيت وارزاوه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني په کندهار کې د پرونۍ تروريستي پېښې له كبله د امنيتي او دفاعي سکټور مسوولينو ته تسليت ووايه او همدارنګه يې د هېواد د امنيتي...
توسط ISMAT MAYAR -
په ننګرهار كې د ولسي جرګې ټاكنو لپاره بشپړ امنيتي تدابير نيول شوي دي.
والي حيات الله حيات وايي، د شنبې ورځې ټاكنو ته يې په دې ولايت کې هراړخيز چمتووالى نيولى دى.
نوموړى زياتوي، د ټاکنو د ولايتي کمېسيون له لوري اړين ټاکنيز توكي ټاكنيزو مرکزونو ته لېږدول شوي او د ټولو مرکزونو د امنيت ساتنې په هدف يې سرتېري ګومارلي دي.
حيات له ولسونو...
توسط ISMAT MAYAR -
په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې د يوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.
دا پرېكړه نن غرمه په ارګ كې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وړانديز د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ولسي جرګې ټاكنو په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه كې وشوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د پنځو پاكستانيانو په ګډون د ۵۶ وسله والو مخالفينو د وژلو، د شپږو د ټپي كولو او دوو نورو د ژوندي نيولو ادعا كړې ده.
دغه وزارت نن په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په ننګرهار، غزني،...