توسط ISMAT MAYAR - - 2 لړم 1397
نن د اکتوبر ۲۴مه د پوليو پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ ده. دغه ورځ داسې مهال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي چې اوس مهال افغانستان د هغو درېيو هېوادونو په سر کې دی چې د پوليو ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.
سږ کال په افغانستان کې د پوليو ۱۶ پېښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په...
توسط ISMAT MAYAR - - 2 لړم 1397
د امريکا د خزانې وزارت وايي، ځينې طالب مشران او د دې ډلې ملاتړي يې د نړيوالو بنديزونو په تور لېست کې شامل کړي دي. په دې لېست کې دوه ايراني پوځي افسران هم شامل دي چې د طالبانو په مالي ملاتړ او تجهيز تورن شوي دي.
دغه کسان د ترهګرۍ د تمويل د پېژندلو مرکز له لوري په نښه شوي او بنديزونه پرې...
توسط ISMAT MAYAR - - 2 لړم 1397
پخوانى افغان جمهور رئيس حامد کرزى وايي، بهتره به وه چې په اوسنيو شرايطو کې د ولسې جرګې ټاکنې نه وای شوې او د ۱۳۹۸ کال د جمهوري رياست له ټاکنو سره يو ځای او يا له هغه وروسته شوې وای.
حامد کرزي له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي، لومړی بايد د سولې هڅو نتيجه ورکړې وای او وروسته ټاکنې شوې وای....
توسط ISMAT MAYAR - - 30 تله 1397
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، هغه كسان به له قانوني چلند سره مخ شي، چې د ولسي جرګې ټاكنو په مهال يې سرغړونې كړې او د ستونزو د رامنځته سبب شوې دي.
د دغه كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن مازديګر يوې خبري غونډې ته وويل، په دې اړه يې يوه كمېټه جوړه كړې، ترڅو ياد كسان پيدا كړي او د قانون منګولو ته...
توسط ISMAT MAYAR - - 30 تله 1397
سياسي ګوندونه او جريانونه د ولسي جرګې د ټاكنو ستونزې پلان شوې او سياسي بولي او ټينګار كوي، چې دا بهير نيمګړى او له پلان شوو درغليو سره مل و.
دوى وايي، كه چېرې حكومت او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د سياسي ګوندونو او جريانونو غوښتنې منلې واى، نو دا ټاكنې به څو چنده غوره او رڼې وې.
د سياسي ګوندونو او جريانونو د كمېټي...
توسط ISMAT MAYAR - - 30 تله 1397
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو په لومړۍ نيمه پايلوبه کې به نن ماښام د ميوند اتلان او شاهين اسمايي لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د دغې لوبې ګټونكې لوبډله به پايلوبې ته لار پيدا كړي او بايلونكې به يې د درېيم مقام لپاره ولوبېږي.
ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو دوهمه نيمه پايلوبه سبا ماښام د اباسين څپې او...
توسط ISMAT MAYAR - - 30 تله 1397
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هغه ادعاوې او اوازې رد كړې، چې ګواكې د كندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په ترور كې بهرني ځواكونه لاس لري.
په ټولنيزو رسنيو كې داسې اوازې خپرې شوې، چې ګوندې عبدالرازق تېره اونۍ د كندهار ولايت مقام په ودانۍ كې د ولسي جرګې ټاكنو لپاره د امنيت د ټينګښت په هدف د جوړې...
توسط ISMAT MAYAR - - 30 تله 1397
د كابل امنيتي مسوولين وايي، د ولسي جرګې ټاكنو په لومړۍ ورځ د دغه ولايت په مركز او ولسواليو كې د ۱۶ تروريستي پېښو مخنيوى شوى دى.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن كليد ته وويل، وړمه ورځ امنيتي ځواكونو د دوو توغنديو د توغولو مخه نيولې او د ولايت په مركز او ولسواليو كې يې څو ماينونه كشف او خنثى كړي...
توسط ISMAT MAYAR - - 30 تله 1397
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د ولسي جرګې په ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون طالبان او د هغوى بهرني ملاتړي له ماتې سره مخ كړل.
نوموړي نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، د ټاكنو په مهال د طالبانو بريدونو د افغانانو د راى وركولو مخه ونه شوه نيولى.
عبدالله زياته كړه، د ټاكنيزو مركزونو مخې ته د خلكو اوږده...
توسط ISMAT MAYAR - - 30 تله 1397
په كندهار كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ولايتي دفتر هلته راتلونكو ترسره كېدونكو ټاكنو ته د پوره چمتووالي خبر وركوي.
د دې دفتر رئيس نعمت الله وردګ وايي، د كندهار ښار او ولسواليو د راى وركولو مركزونو ته يې ټول ټاكنيز حساس او غيرې حساس توكي رسولي دي.
نوموړى زياتوي، د راتلونكې شنبې په ورځ به، چې د لړم مياشتې له پنځمې نېټې سره برابره...