توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي طوفان هريرود لوبډلې خپله كړه.
د دغو سياليو په پايلوبه كې، چې تېر ماښام په كابل كې ترسره شوه، شاهين اسمايي او طوفان هريرود لوبډلې د لوبې ډګر ته ووتې.
پايلوبه د صفر په مقابل كې په يوه ګول وهلو د طوفان هريرود لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
په دوو نيمه پايلوبو كې شاهين اسمايي د ميوند...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاكل شوې سبا په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي وايي، د كندهار اوسېدونكي به په ۱۷۳ ټاكنيزو مركزونو كې، چې ۱۱۱۴ محلونه لري، د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.
نوموړى زياتوي، هلته به د ولسي جرګې ټاكنې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تر څارنې لاندې وشي.
په كندهار كې...
توسط ISMAT MAYAR -
د حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې حکومت د کندهار د امنيه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق د ترور پېښه په جدي ډول څېړي.
عبدالله چې نن د کندهار له خلکو او د ستر پاسوال عبدالرازق له کورنۍ سره د غم شريکولو په هدف کندهار ته ولايت ته تللی، وايي، په نوموړي بريد پر افغانستان بريد دی او افغان حکومت به دا قضيه په...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاکل شوې د جنيوا په کنفرانس کې د سولې پر پروسې خبرې وشي او افغان سوله د دې کنفرانس تر ټوله مهمه موضوع ده چې خبرې اترې پرې کېږي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب پرون ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاکل شوې نن د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبه ترسره شي. شاهين اسمايي او طوفان هريرود لوبډلو د دې ليګ پايلوبې ته لاره موندلې ده.
پايلوبه نن ماښام ۶ بجې پيلېږي.
د دغه ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبډلې او په دوهم ګروپ كې عقابان هندوکش،...
توسط ISMAT MAYAR -
د خوست ولايت په مېلمستون کې د والي حکم خان حبيبي او د ولسي جرګې د مرستيال همايون همايون ترمنځ په بنر کې د عبدالجبار قهرمان د عکس پر سر لفظي شخړه وشوه.
هلته د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال رازق او د امنيت رييس جنرال مومن حسين خيل فاتحه اخيستل کېده، خو پر دېوال ځړول شوي بنر کې د عبدالجبار قهرمان عکس...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاکل شوې سبا د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبه ترسره شي. شاهين اسمايي او طوفان هريرود لوبډلو د دې ليګ پايلوبې ته لاره موندلې ده.
تېره ورځ دوهمه نيمه پايلوبه کې طوفان هريرود اباسين څپې ته ۴- ۰ ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده.
تر دې وړاندې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې شاهين اسمايي ميوند اتلانو ته ۱-۰ ماتې ورکړې وه...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې د رای ورکولو په ۸۰ فيصده مرکزونو کې د بايومټريک سيستم له لارې رايې ورکړل شوې دي او په ځينو مرکزونو کې بيا د بايومټريک ماشينونو د کار نه کولو له کبله رايه اچونه په عادي ډول ترسره شوې ده.
د دې کمېسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد نن يوې خبري غونډې ته وويل، د هغو مرکزونو...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنيت اړوند ۰۲ قطعې د خپلو عملياتو پرمهال ملکي وګړي وژلي.
د سيمې اوسېدونکو او قومي مخورو کليد ته وويل، تېره شپه د ملي امنيت اړوند ۰۲ قطعې د روداتو ولسوالۍ په شهيدانو سيمه کې پر يوه کور عمليات کړي چې، پرمهال يې د يوې ميرمنې او يو ماشوم په ګډون ۱۴ ملکيان وژل شوي او...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د ټاکنو په تړاو د شکايتونو د ثبت ۴۸ ساعته بهير تېره شپه پای ته ورسېد او نن دې شکايتونو ته د رسيدګۍ پروسه پيلېږي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو يې له۶ زرو زيات شکايتونه ثبت کړي دي.
د نوموړي په خبره ډېری شکايتونه په کابل او لومړۍ...