توسط ISMAT MAYAR -
په كندهار كې د ټاكنيزو شكايتونو د ثبت لپاره درې ورځې وخت ټاكل شوى دى.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون وايي، هلته کانديدان، خلک او څارونکي کولى شي د ولسي جرګې ټاكنو د ورځې په ګډون په درېيو ورځو كې خپل ټاكنيز شکايتونه ثبت کړي.
د دغه كمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني وويل، د ټاكنيزو شکايتونو له ثبت او څو پړاوونو وروسته په دوه...
توسط ISMAT MAYAR -
په كندهار كې نن د ولسي جرګې ټاكنې له يوې اونۍ ځنډ وروسته ترسره كېږي او د چارواكو په وينا، پوره چمتووالى ورته نيول شوى دى.
د دې ولايت اوسېدونكي به په ۱۷۳ ټاكنيزو مركزونو كې، چې ۱۱۱۳ محلونه لري، د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.
هلته د ۱۳ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنو د ولسي جرګې ټاكنو ته ځانونه كانديد كړي دي.
د ټاكنو...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د ۱۲ وسله والو مخالفينو د وژلو او پنځو نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.
دغه وزارت نن په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د پکتيکا، کندهار، هلمند، کونړ، ننګرهار او زابل ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون په مركزي او ولايتي دفترونو كې د ولسي جرګې ټاكنو په تړاو، چې د تېرې تلې مياشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه له كندهار او غزني پرته د هېواد په نورو ټولو ولايتونو كې ترسره شوې، له لسو زرو زيات شكايتونه ثبت شوي دي.
د دغه كمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني نن كليد ته وويل، دوى اوس مهال...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاكل شوې سبا په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي كليد ته وويل، د كندهار اوسېدونكي به په ۱۷۳ ټاكنيزو مركزونو كې، چې ۱۱۱۳ محلونه لري، د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.
نوموړي زياته كړه، هلته د ۱۳ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنو د ولسي جرګې ټاكنو ته ځانونه كانديد كړي دي.
د ابراهيمي په...
توسط ISMAT MAYAR -
د سولې عالي شورا د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په قطر كې د طالب استازو پر ليدنې نيوكه كوي.
د دې شورا غړى حبيب الله فوزي وايي، امريكا د افغانانو له مشورې پرته او په خپلسرې توګه له طالبانو سره خبرې كړې دي.
دى ټينګار كوي، چې د سولې پروسه بايد بين الافغاني...
توسط ISMAT MAYAR -
د باميان يو شمېر ديني عالمان او فرهنګپال په دې ولايت كې د طلاق پېښو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، ځينې ښځې هلته د بېوزلۍ، بېكارۍ او ناوړه دودونو له كبله طلاق ته زړه ښه كوي.
د ناصر اخلاقي په نوم ديني عالم كليد ته وويل، په تېرو اوو مياشتو كې په باميان كې له زرو زياتو ښځو له خپلو مېړونو...
توسط ISMAT MAYAR -
په هرات كې نن د امنيتي خبرو په اوومه نړيواله دوه ورځنۍ غونډه كې په افغانستان او سيمه كې سولې ته د رسېدو لپاره د هېوادونو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ ټينګار وشو.
د غونډې پرانيستونكې وينا د دغه ولايت والي محمد اصف رحيمي وكړه.
هغه وويل، په افغانستان كې د جګړې او بحران له پاى ته رسېدو سره د سيمې او نړۍ هېوادونو ګټې...
توسط ISMAT MAYAR -
اسټراليا له افغانستان سره د خپلو امنيتي مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په كابل كې د دې هېواد سفيرې نيکولا ګورډن سمېت پرون له غرمې وروسته د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ليدنې په مهال وويل، هېواد به يې د متحد او همکار په توګه د امنيت او ثبات په ټينګښت كې د افغانستان له حکومت او خلکو سره پاتې شي.
د...
توسط ISMAT MAYAR -
وسله والو طالبانو په پاكستان كې له بنده د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر د مرستيال ملا عبدالغني برادر خوشې كېدل تاييد كړل.
د دوى لخوا كليد ته په را استول شوې خبرپاڼه كې راغلي، ملا برادر له تېرو نهو كلونو راهيسې په پاكستان كې بندي وو.
طالبانو د نوموړي روغتيايي حالت ښه بللى او په وينا يې، له كومې معاملې او واسطې پرته...