slideshow, كورني خبرونه

په لغمان کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

توسط - په لغمان کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې هوايي بريدونو اووه وسله وال طالبان وژلي دي. د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا بريدونه بې پيلوټه الوتكې د جمعې په ورځ د يادې ولسوالۍ په نظرخېلو او خَلَټَك سيمو كې كړي دي. هغه زياته كړه، په وژل شوو طالبانو کې د دغې ډلې ځينې مهم غړي هم شامل دي. د دولتزي په خبره،...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د پکتيکا عمومي امنيتي وضعيت وارزاوه

توسط - جمهور رئيس غني د پکتيکا عمومي امنيتي وضعيت وارزاوه

جمهور رئيس محمد اشرف غني پکتيکا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن سهار د دغه ولايت له امنيتي او دفاعي مسوولينو سره وکتل. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په پيل کې د وسله وال پوځ لوى درستيز محمد شريف يفتلي او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان دادان لونګ د پکتيکا د عمومي امنيتي وضعيت په اړه خپل راپورونه جمهور رئيس...

slideshow, كورني خبرونه

په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ ضد واكسين كمپاين پيلېږي

توسط - په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ ضد واكسين كمپاين پيلېږي

د راتلونكې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ يا پوليو په ضد د واكسين كمپاين پيلېږي، چې په ترڅ كې به يې پنځه ميليونه او ۳۰۰ زره له پنځو كلونو كم عمره ماشومان واكسين شي. د عامې روغتيا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو ملي پروګرام د عامه اړيکو مسوول ميرجان راسخ وايي، دا کمپاين په هغو سيمو کې...

slideshow, كورني خبرونه

د مسكو غونډې ته د افغان حكومت له اجازې پرته يو شمېر سياسي څېرې دعوت شوي

توسط - د مسكو غونډې ته د افغان حكومت له اجازې پرته يو شمېر سياسي څېرې دعوت شوي

روسيې يو شمېر افغان سياسي څېرې په مسكو كې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو ته دعوت كړې دي. رويټرز خبري اژانس راپور وركړى، چې روسيې دا كار د افغانستان د حكومت له خوښې او اجازې پرته ترسره كړى دى. د دې راپور پر بنسټ، په كابل كې روسي ډيپلوماټانو په تېرو دوو مياشتو كې د مسكو په غونډه كې د ګډون بلنليكونه...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول شول

توسط - په ننګرهار كې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول شول

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو او د مركز جلال اباد ښار په قصبې سيمو کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ له غرمې وروسته د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي له كليد سره په خبرو كې د نيول شوو كسانو نومونه خاصه دار، نيازمين...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د پکتيکا ولايت مقام نوې ودانۍ پرانيسته

توسط - جمهور رئيس غني د پکتيکا ولايت مقام نوې ودانۍ پرانيسته

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د پکتيکا د ملکي او نظامي مسوولينو او مشرانو په حضور کې د دغه ولايت د‌ مقام نوې ودانۍ پرانيسته. د ارګ د معلوماتو پر بنسټ، دا ودانۍ د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په اساسي او معياري ډول جوړه شوې ده. سرچينه وايي، جمهور رئيس غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن...

slideshow, كورني خبرونه

د طالبانو معنوي پلار مولانا سميع الحق ووژل شو

توسط - د طالبانو معنوي پلار مولانا سميع الحق ووژل شو

د پاكستان د جمعيت علماى اسلام ډلې رهبر او د اكوړه خټك د حقانيه دارالعلوم مشر مولانا سميع الحق تېر ماښام په راولپنډۍ ښار كې ووژل شو. دى د طالبانو په معنوي پلار مشهور او په افغانستان كې د هغوى د روانې جګړې ملاتړى و. د مولانا سميع ‌الحق زوی حامدالحق وايي، پر پلار يې په استراحت ځای کې د چړې په وسيله بريد شوى،...

slideshow, كورني خبرونه

د جمهوري رياست ټاكنو په اړه مشورتي غونډه جوړه شوه

توسط - د جمهوري رياست ټاكنو په اړه مشورتي غونډه جوړه شوه

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش په اړه نن له بېلابېلو قشرونو سره مشورتي غونډه جوړه كړه. د دغه كمېسيون عملياتي مرستياله وسيمه بادغيسي وايي، دوى د جمهوري رياست ټاكنو لپاره دوه طرحې وړانديز كړې دي. هغې په مشورتي غونډه كې وويل، يوه طرحه د ولايتي شوراګانو له ټاكنو پرته د راتلونكې وري مياشتې په ۳۱مه نېټه د جمهوري رياست ټاكنو...

slideshow, كورني خبرونه

صياد: د ټاكنو په مهال سرغړوونكي كسان د قانون منګولو ته سپارل كېږي

توسط - صياد: د ټاكنو په مهال سرغړوونكي كسان د قانون منګولو ته سپارل كېږي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون يو ځل بيا ټينګار كوي، هغه كسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې د ولسي جرګې ټاكنو په مهال يې سرغړونې او درغلۍ كړې دي. د دې كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، په دغو ټاكنو كې ستونزې او د بېلابېلو لورو مداخلې موجودې وې او آن د ټاكنو يو شمېر...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل ښار كې اور لګېدنې درانه مالي زيانونه واړول

توسط - په كابل ښار كې اور لګېدنې درانه مالي زيانونه واړول

د کابل ښار د نادر پښتون واټ په يوه مارکېټ كې اور لګېدنې درانه مالي زيانونه اړولي دي. دا اور تېر ماښام ولګېد، د نن سهار تر شاوخوا لسو بجو يې دوام درلود او له كبله يې سلګونه دوكانونه وسوځېدل. د عيني شاهدانو په وينا، لومړى اور لګېدنه په خيرخواه ماركېټ كې رامنځته شوه او وروسته اور څو نورو ماركېټونو ته وغځېد. په يادو ماركېټونو كې...