slideshow, كورني خبرونه

عبدالله: په خاص اروزګان كې د زياتو تلفاتو علت د حكومت په وخت نه اقدام دى

توسط - عبدالله: په خاص اروزګان كې د زياتو تلفاتو علت د حكومت په وخت نه اقدام دى

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ كې د روانې جګړې له كبله د ملكي وګړو او امنيتي سرتېرو د زياتو تلفاتو علت د حكومت په وخت نه اقدام وباله. هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، هلته رامنځته شوې نښته قومي اړخ نه لري، بلکې وسله والو طالبانو پر پوليسو او ملکي خلکو بريد كړى،...

slideshow, كورني خبرونه

د امنيتي او دفاعي ځواكونو لسګونه مسوولين او منسوبين وستايل شول

توسط - د امنيتي او دفاعي ځواكونو لسګونه مسوولين او منسوبين وستايل شول

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يكشنبې په ورځ په يو لړ مراسمو کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو لسګونو مسوولينو او منسوبينو ته د امنيت د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغوى د ښې رهبرۍ او غوره خدمتونو د تقديرولو په هدف عالي دولتي مډالونه، نښانونه، رتبې او نغدي مکافات ورکړل. وروسته هغه وويل، افغان...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

پر ايران د امريكا تر ټولو سخت بنديزونه ولګېدل

توسط - پر ايران د امريكا تر ټولو سخت بنديزونه ولګېدل

پر ايران نن د امريکا نوي، خو تر ټولو سخت بنديزونه ولګېدل. د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت پر ايران ټول هغه بنديزونه بېرته ولګول، چې د ۲۰۱۵م ميلادي کال له اټومي تړون وروسته ترې لرې شوي وو. په دې بنديزونو کې د تېلو صادرات، بېړيو تګ راتګ، بانکونه او د دغه هېواد د اقتصاد ټولې مهمې برخې شاملې دي. د ايران جمهور رئيس...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي

توسط - جمهور رئيس غني: طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه چې دوى د سولې واك پرديو ته نه ورکوي. هغه دا څرګندونې نن پكتيكا ته د سفر په ترڅ كې د دغه ولايت له ديني عالمانو، متنفذينو او قومي مشرانو سره د ليدنې په مهال وكړې. جمهور رئيس غني وويل، له سياسې اړخه د سولې زمينه برابره شوې او اسلامي...

slideshow, كورني خبرونه

يوه افغان سرتېري په كابل كې پر امريكايي ځواكونو بريد كړى

توسط - يوه افغان سرتېري په كابل كې پر امريكايي ځواكونو بريد كړى

ناټو وايي، يوه افغان سرتېري نن غرمه په كابل كې يو امريكايي سرتېرى وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى. د دغه سازمان د غوڅ ملاتړ ماموريت په خبرپاڼه كې راغلي، دا بريد د افغان ملي اردو يوه سرتېري كړى، چې وروسته د خپلو ملګرو له لوري وژل شوى دى. په خبرپاڼه كې د ټپي امريكايي سرتېري روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى. د يادونې...

slideshow, كورني خبرونه

د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان وځنډېد

توسط - د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان وځنډېد

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان، چې ټاكل شوې وه د روانې لړم مياشتې په ۱۹مه نېټه وشي، وځنډاوه. د دې كمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، موجوده ستونزو ته په كتو به د ولسي جرګې ټاكنو لومړنۍ پايلې له كابل پرته د راتلونكې ليندۍ مياشتې په...

slideshow, اقتصاد, سوداګري

د ټرانسپورټ وزارت د بحري ټرانسپورټ څانګه پرانېزي

توسط - د ټرانسپورټ وزارت د بحري ټرانسپورټ څانګه پرانېزي

د ټرانسپورټ وزارت چارواكي وايي، په پام كې لري د دغه وزارت په چوكاټ كې د خصوصي سكټور په غوښتنې د بحري ټرانسپورټ څانګه پرانېزي او خصوصي سكټور به د چابهار بندر په ازادو اوبو كې د بحري ټرانسپورټ په برخه كې پانګونه وكړي. د ټرانسپورټ وزارت اداري او مالي مرستيال امام محمد وريماچ نن په كابل كې رسنيو ته وويل، دا موضوع له...

slideshow, كركټ

راشد د الراونډرانو په درجه بندۍ کې پر خپل لومړي مقام پاتې او نبي دوهم شو

توسط - راشد د الراونډرانو په درجه بندۍ کې پر خپل لومړي مقام پاتې او نبي دوهم شو

افغان لوبغاړى محمد نبي د كركټ د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې له درېيم مقامه دوهم ته لوړ او راشد خان پر خپل لومړي مقام پاتې شو. د كركټ نړيوالې شورا له لوري د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو د خپرې شوې تازه درجه بندۍ له مخې، راشد خان د ۳۵۳ نومرو په لرلو لومړى، محمد نبي د ۳۳۷ نومرو...

slideshow, كورني خبرونه

افغان ځواكونو په فارياب كې يو پوځي مركز بېرته له طالبانو ونيوه

توسط - افغان ځواكونو په فارياب كې يو پوځي مركز بېرته له طالبانو ونيوه

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، وسله والو طالبانو په فارياب كې د عامه نظم ځواكونو يو مركز تر نيولو وروسته په بشپړه توګه ويجاړ كړى دى. د دغې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن كليد ته وويل، دا مركز، چې د دولت اباد او شيرين تګاب ولسواليو ترمنځ په قُرَيش سيمه كې موقعيت لري، وړمه شپه د طالبانو په لاس سقوط...

slideshow, كورني خبرونه

په زابل كې د ترهګرو له منګولو پنځه ماشومان وژغورل شول

توسط - په زابل كې د ترهګرو له منګولو پنځه ماشومان وژغورل شول

د زابل ولايتي چارواكي وايي، د ملي امنيت ځواكونو په دغه ولايت كې د ځانګړو عملياتو په مهال د ترهګرو له منګولو هغه پنځه ماشومان ژغورلي، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ په تروريستي بريدونو كې ورڅخه د ګټې اخيستنې په هدف تښتول شوي وو. د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، دا ماشومان، چې شاوخوا لس كلن دي،...