توسط ISMAT MAYAR -
د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د نړيوال جام سياليو ته د بشپړ چمتووالي لپاره د ملي لوبډلې د تمريناتي کمپ او اېمرجنګ اسيا جام سياليو لپاره لومړنۍ لوبډلې اعلان کړې.
د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي يوې خبرې ناستې ته وويل، لوبډلې په خپلواک ډول ټاکل کېږي او دوی هرڅه د لوبډلې د پياوړتيا او د افغانستان د نوم د لوړېدو په هدف ترسره...
توسط ISMAT MAYAR -
نن د سولې عالي شورا يو څلور کسيز پلاوی د دې شورا د مرستيال حاجي دين محمد په مشرۍ د مسکو په ناسته کې د ګډون په هدف روسيې ته ځي. د نوموړي په خبره، ټاکل شوې دغه پلاوی نن له غرمې مخکې روسيې ته سفر وکړي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري کليد ته وويل، په دې پلاوي کې د حاجي...
توسط ISMAT MAYAR -
د فرانسې جمهور رييس امانويل مکرون د يو "رښتيني اروپايي پوځ" د جوړېدو غوښتنه کړې، څو د ده په وينا اروپايي ټولنه وکړای شي، د روسيې او حتا د امريکا د متحده ايالاتو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
مکرون چې د فرانسې د جمهوري رياست څوکۍ ته له رسېدو راهيسې د اروپايي ټولنې د يو شريک پوځ پر رامنځته کولو ټينګار کوي، د...
توسط ISMAT MAYAR -
د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د چهارشنبې په شپه د جاغوري ولسوالۍ په ځينو پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې ۳ پوليس وژل شوي او پنځه سيمهييز پوليس ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، جګړې د چهارشنبې ورځې د سهار تر لسو بجو دوام درلود.
محمد عارف نوري د وسله والو طالبانو د...
توسط ISMAT MAYAR -
د مشرانو جرګه وايي، حکومت د ترهګرو دوسيې په جدي ډول نه تعقيبوي. د دغه جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د چهارشنبې په ورځ د ملي شورا د وژل شوو غړو په يادغونډه کې وويل، د ترهګرو په دوسيو کې قانونيت او عدالت نه دی رعايت شوی او حکومت بايد د ترهګرو دوسيې په جدي ډول وڅېړي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستيال زياتوي،...
توسط ISMAT MAYAR -
د سولې د ولسي حرکت درې غړي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته چې ټاکل شوې په دسمبر مياشت کې په بروکسل کې جوړه شي، بلل شوي دي.
د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست کليد ته وويل، د دوی د مشرتابه شورا درې غړي به د بروکسل په غونډه کې له نړيوالو وغواړي چې د افغانستان په تړاو خپل ستراتېژي بدله...
توسط ISMAT MAYAR -
په سياسي چارو کې د جمهور رييس ځانګړي استازي او د سولې شورا د دارالانشا رييس اکرم خپلواک له دندې استفعا کړې ده.
د سولې عالي شورا وياند احسان طاهري کليد ته وويل، د ښاغلي خپلواک استعفا نن د کابينې په غونډه کې منل شوې او د دې استعفا د دليل په تړاو به ډېر ژر خپله اکرم خپلواک معلومات ورکړي.
په دې وروستيو کې...
توسط ISMAT MAYAR -
د سولې عالي شورا وايي، د دې شورا يو څلور کسيز پلاوی به د حاجي دين محمد په مشرۍ د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د چهارشبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو ژر پيلېدل د مسکو د سولې د ناستې اصلي...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال د وري په ۳۱مه نېټه ترسره شي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند حفيظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې تر راتلونکو دوو ورځو به د جمهوري رياست د ټاکنو مهال وېش اعلان شي.
هاشمي په ټولنيزو رسنيو کې د ټاکنو د پايلو...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، ټاکل شوې د ۱۲ ولايتونو رايې له سره وشمېرل شي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د ۱۲ ولايتونو رايې په دې ولايتونو کې د شکايتونو له کبله له سره شمېرل کېږي.
نوموړي زياته کړه، دغه راز د پنځو ولايتونو د بايومټريک ماشينونو معلومات عمومي...