توسط ISMAT MAYAR -
د فراه امنيتي مسوولين يو ځل بيا د دغه ولايت پر مركز د وسله والو طالبانو د بريدونو خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې له څو خواوو د دې ولايت پر مركز بريدونه وكړل، چې د كومانډو ځواكونو په مرسته په شا وتمبول شول.
د هغه په وينا، د جګړو په...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د لوى ملي ايتلاف غړى محمد يونس قانوني وايي، په هېواد كې د سولې پروسې په اړه ملي اجماع موجوده ده او هېڅوك يې مخالف نه دى.
ده نن په كابل كې په بغلان كې د ځانمرګي بريد له كبله د ولسي جرګې د شپږو وژل شوو غړو د ۱۱م تلين په نمانځغونډه كې وويل، د سولې پروسه يوې واضحې طرحې او...
توسط ISMAT MAYAR -
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د خپل امريكايي سيال مايك پمپيو د څرګندونو په غبرګون كې وايي، هېواد يې ايرانيانو ته خوراكي توكي برابروي.
پمپيو په يوه مركه كې ويلي و، د ايران مشران بايد د دې هېواد پر خلكو د بنديزونو د سختيو مخنيوي لپاره خپل چلند بدل كړي.
خو ظريف بيا پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د امريكا د...
توسط ISMAT MAYAR -
د خوراك نړيوال پروګرام هڅه كوي، چې يمن ته د خوراكي توكو مرستې دوه برابره زياتې كړي.
ياد پروګرام د پنجشنبې په ورځ په خپله خپره كړې خبرپاڼه كې د دې كار هدف د يمن ۱۴ ميليونه وګړو ته د مرستې رسول او په دغه هېواد كې د پراخې قحطۍ مخنيوى بللى دى.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې يمن اوسمهال د نړۍ د لوږې...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام له يو شمېر سياسي او مدني فعالانو سره وکتل او د سولې پروسې په اړه يې د هغوى ليدلوري واورېدل.
په دغه مشورتي غونډه کې، چې په ارګ کې وشوه، جمهور رئيس غني د افغانانو په مالکيت او رهبرۍ د سولې پروسې په تړاو له بېلابېلو اقشارو سره پر مشورو ټينګار وکړ او ويې ويل، د سولې...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پنجشنبې په ورځ افغانستان او د سيمې هېوادونو ته د خپل سفر دوهم پړاو پيل كړ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د خليلزاد د دې سفر هدف د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل لپاره د هڅو تېزول دي.
ټاكل شوې نوموړى د...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار دايكندي ته د خپل سفر په لړ كې د دغه ولايت د مركز نيلي ښار د سړك د قير كولو كار پرانيست.
د ارګ د معلوماتو له مخې، له دښت سيمې د دايكندي تر زاړه بازاره دا غځېدلى سړك شاوخوا نهه كيلومټره اوږدوالى لري، چې په ۱۸ مياشتو كې به يې د قير كېدو چارې بشپړې شي.
سرچينه...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاكل شوې نن په مسكو كې د ۱۲ هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه او د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف په وينا پيل شي.
ظاهراً افغانستان دې غونډې ته چندان اهميت نه دی ورکړی او د سولې عالي شورا يو څلور کسيز پلاوی يې ور استولی، چې د دې شورا رئيس هم په...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د لوی ملي ايتلاف غړي وايي، تر راتلونکو څو ورځو به د اتو تنو په ګډون خپل ټاکنيز ټکټ اعلان کړي. د لوی ملي ايتلاف غړي احمدضيا مسعود نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د جمهوري رياست ټاکنو ته پوره چمتووالی لري.
مسعود ټينګار وکړ، په هغه صورت کې چې د پارلماني ټاکنو د رايو په شمېرلو کې روڼتيا په...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان لوی ملي ايتلاف وايي، حکومت بايد ډېر ژر د ستر پاسوال عبدالرازق د ترور عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د دغه اېتلاف غړي همايون همايون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبري ناستې ته وويل، د افغانستان لوی ملي ايتلاف په جدي توګه د ستر پاسوال عبدالرازق د قضيې د روښانه کېدو غوښتونکی دی.
ستر پاسوال عبدالرازق يوه...