slideshow, كورني خبرونه

په څلورو ولايتونو كې ۴۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په څلورو ولايتونو كې ۴۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د تصفيوي عملياتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملي دفاع وزارت نن په څو خبرپاڼو كې ويلي، دا عمليات او بريدونه په هلمند، غزني، ننګرهار او لوګر ولايتونو كې ترسره شوي، چې له كبله يې ۳۹ ترهګر وژل شوي او نهه نور...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په سوماليا كې چاودنو او نښتې لږ تر لږه ۲۳ كسان وژلي

توسط - په سوماليا كې چاودنو او نښتې لږ تر لږه ۲۳ كسان وژلي

د سوماليا په پايتخت موګاديشو كې درېيو موټربم چاودنو او وسله والې نښتې لږ تر لږه ۲۳ كسان وژلي دي. د دې هېواد روغتيايي چارواكي وايي، په نښته كې څلور وسله وال هم وژل شوي دي. د سوماليا پوليسو ويلي، د جمعې په ورځ په درېيو موټرونو كې ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو د صفحى هوټل شاوخوا چاودنې وكړې. د دغه هېواد د امنيتي مسوولينو...

slideshow, كورني خبرونه

باميان ته د جمهور رئيس غني له سفر سره هممهاله لاريون وشو

توسط - باميان ته د جمهور رئيس غني له سفر سره هممهاله لاريون وشو

د باميان لسګونو اوسېدونكو، مدني فعالانو او د روښنايي غورځنګ غړو دغه ولايت ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني له سفر سره هممهاله لاريون وكړ. لاريون كوونكي، چې (غني باميان ته مه راځه!) شعارونه يې وركول، د عبدالعلي مزاري له جوماته تر اريكين چوكه لاړل. دوى د ملي يووالي حكومت په كمكارۍ، د ناامنۍ په زياتېدو او بې عدالتۍ تورن كړ او ويې ويل،...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د امريكا په كليفورنيا ايالت كې اورلګېدنه دوام لري

توسط - د امريكا په كليفورنيا ايالت كې اورلګېدنه دوام لري

امريكايي چارواكي د كليفورنيا ايالت په شمال كې د پراخې اورلګېدنې له كبله د شپږو تنو د وژل كېدو خبر وركوي. دوى وايي، دې ځواكمنې اورلګېدنې د پاراډايس ښارګوټي ډېرى برخې په ايرو بدلې كړې دي. په دغه ښارګوټي كې د اورلګېدنې كنټرول د اطفايې ادارې د كاركوونكو له توانه پورته بلل شوى دى. په داسې حال كې، چې د امريكا د كليفورنيا ايالت په جنوب...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې د تروريستي بريدونو په تور د يوه ملا امام په ګډون شپږ كسان نيول شوي

توسط - په هرات كې د تروريستي بريدونو په تور د يوه ملا امام په ګډون شپږ كسان نيول شوي

د هرات پوليسو په دې ولايت كې په تروريستي بريدونو كې د لاس لرلو په تور يو ملا امام له پنځو نورو كسانو سره نيولى دى. د هرات د امنيه قوماندانۍ د وياند د دفتر سرپرست فرزاد فروتن وايي، دغې شپږ كسيزې ډلې د پښتون زرغون ولسوالۍ د بُلند آب كلي د جومات د ملا امام محمد ايوبي په مشرۍ فعاليت كاوه. د هغه په...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني په باميان کې د برېښنا رسولو درې سترې پروژې پرانيستې

توسط - جمهور رئيس غني په باميان کې د برېښنا رسولو درې سترې پروژې پرانيستې

جمهور رئيس محمد اشرف غني دايكندي ته له يو ورځني سفر وروسته تېر مازديګر باميان ته لاړ. ده په داسې حال کې، چې د جمهوري رياست دوهم مرستيال او د کابينې يو شمېر وزيرانو يې ملتيا کوله، په پيل کې په دشت اژدر سيمه كې د برېښنا رسولو د درېيو مهمو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې. په دغو پروژو کې د يوه سب سټېشن جوړېدل،...

slideshow, كورني خبرونه

د مسكو د غونډې ګډونوالو د سولې له بين الافغاني مذاكراتو ملاتړ وكړ

توسط - د مسكو د غونډې ګډونوالو د سولې له بين الافغاني مذاكراتو ملاتړ وكړ

د افغانستان د سولې په اړه د مسكو د غونډې ګډونوالو د سولې پر بين الافغاني مذاكراتو د ټينګار ترڅنګ په دې برخه كې د همكارۍ ژمنه وكړه. دا غونډه نن د روسيې په پايتخت مسكو كې د ۱۱ هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه، چې په كې په لومړي ځل د طالبانو او د سولې عالي شورا استازو هممهاله حضور درلود. د سولې...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني دوهمې درجې ته د دايكندي ولايت د لوړولو ژمنه وكړه

توسط - جمهور رئيس غني دوهمې درجې ته د دايكندي ولايت د لوړولو ژمنه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني دايكندي ته د خپل سفر په مهال له خلكو سره له درېيمې درجې دوهمې ته د دغه ولايت د لوړولو ژمنه وكړه. د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، جمهور رئيس غني نن غرمه د دايكندي په مركز نيلي ښار كې د خلكو يوې لويې غونډې ته وينا وكړه. هغه په دې غونډه كې د نيلي ښار د غيرې پلاني سيمو...

slideshow, كورني خبرونه

په كندهار كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په كندهار كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين په كندهار كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د اوو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي. د دغې قول اردو وياند احمد صادق عيسى نن كليد ته وويل، د كندهار د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو كې د افغان ګډو ځواكونو د عملياتو په مهال د سيمه ييز قوماندان ملا سعيد په ګډون پنځه طالبان وژل...

slideshow, كورني خبرونه

په اروزګان كې څلور وسله وال وژل شوي

توسط - په اروزګان كې څلور وسله وال وژل شوي

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين وايي، په اروزګان كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د دولت څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د دې قول اردو وياند احمد صادق عيسى نن كليد ته وويل، دا كسان د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لېوا ځواكونو د عملياتو په مهال د اروزګان د مركز ترينكوټ ښار په مربوطاتو كې...