توسط ISMAT MAYAR -
د راپورونو له مخې، په سوريې، افغانستان، عراق، يمن، ليبيا او يو شمېر نورو افريقايي هېوادونو کې د ترهګرو ډلو د فعاليت له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کډوال اروپايي هېوادونو ته ځي، خو ځينې يې مخکې له دې، چې خپل هدف ته ورسېږي، په اوبو کې ژوند له لاسه ورکوي.
د يونان د ساحلي ګارد د معلوماتو پر بنسټ،...
توسط ISMAT MAYAR -
د ترکيې او امريکا جمهور رئيسانو رجب طيب اردوغان او ډونالډ ټرمپ د فرانسې په پايتخت پاريس کې د لومړۍ نړيوالې جګرې د پای ته رسېدو د سلمې کليزې د مراسمو په څنډه كې له يو بل سره وکتل.
دا مراسم د فرانسې د جمهور رئيس ايمانوېل مکرون له لوري ترتيب شوي او د يادو چارواكو ليدنې ۴۵ دقيقې دوام وکړ.
راپورونه وايي، د ترکيې...
توسط ISMAT MAYAR -
ځايي چارواكي وايي، د امريكا په كليفورنيا ايالت كې د ۱۴ نورو جسدونو په موندلو سره په دغه ايالت كې د روانې اورلګېدنې د تلفاتو شمېر لږ تر لږه ۲۵ تنو ته زيات شو.
دا جسدونه په پاراډايس ښار كې موندل شوي، چې د اورلګېدنې له كبله په بشپړ ډول تخليه شوى دى.
ويل كېږي ۱۱۰ تنه ورك او د پيدا كولو لپاره يې هڅې...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانانو په مالکيت او مديريت د بين الافغاني مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلى کوي.
هغه دا خبره تېر ماښام په كابل كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاده سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې خليلزاد...
توسط ISMAT MAYAR -
د بادغيس امنيتي مسوولين وايي، له ۸۰۰ زياتو وسله والو طالبانو د قادس ولسوالۍ د نيولو په هدف د دې ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وكړل، چې د امنيتي ځواكونو لخوا په شا وتمبول شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د وياند نقيب الله اميني په وينا، په قادس ولسوالۍ كې د جګړو په مهال د درېيو قوماندانانو او يوه ماين جوړوونكي په...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په رودات ولسوالۍ كې د تاوتريخوالي مخنيوي په هدف يوه اونۍ وړاندې د کرکټ پيل شوې سيالۍ د حصارشاهي لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ د رودات ولسوالۍ مقام له لوري پلان شوې وې، چې په كې د دغې ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو د ۱۹ کلنو ځوانانو ۱۶ لوبډلو برخه...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په باميان کې د سيمه ييزې اردو يو کنډک او يوه ځانګړې قطعه ايجادېږي.
هغه دا خبره پرون ماسپښين دې ولايت ته د سفر په لړ كې د خلکو د بېلابېلو اقشارو په ستره غونډه کې د وينا په مهال وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي،...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۰۲ قطعې ځواكونو په عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد هارون يوسفزي کليد ته وويل، دغه عمليات د ملي امنيت اړوند د يادې قطعې سرتېرو د هوايي ځواک په ملتيا تېره ورځ د وزيرو تنګي په سيمه کې...
توسط ISMAT MAYAR -
په بلخ كې پوليسو ۷۰ قماربازان نيولي او يو تن يې وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير آصف آزادي كليد ته وويل، دا كسان پرون مازديګر د نهر شاهي ولسوالۍ په شاديان دښته كې د قماربازۍ په مهال ونيول شول.
هغه زياته كړه، نيول شوي كسان د نهر شاهي ولسوالۍ زندان ته لېږدول شوي دي.
د يو...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني باميان ته د سفر په لړ كې نن سهار هلته د باميان – دوشي لويې لارې د شپږمې برخې كار پرانيست.
هغه وويل، دا چې د سالنګ تونل بيارغونې ته اړتيا لري، ياده لاره د هېواد له جنوب او مركز سره د شمال د نښلولو لپاره ښه بديل دى.
په همدې حال كې د ټولګټو چارو وزير يما ياري وايي،...