slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په سوريه کې ۱۳ داعشيان او څلور ملکي وګړي وژل شوي

توسط - په سوريه کې ۱۳ داعشيان او څلور ملکي وګړي وژل شوي

په سوريه کې په بېلابېلو توغندويي او هوايي بريدونو کې ۱۳ داعشيان او څلور ملکي وګړي وژل شوي او اووه داعشيان ټپيان دي. په عراق کې د حشد شعبي ډلې يوه قوماندان اعلان کړی، چې دا بريدونه دوى كړي دي. قاسم مصلح ويلي، دغه توغندي د سوريې پر المراشده، موزان، سوسه، الباغوز او يو شمېر نورو سيمو توغول شوي دي. په دې بريدونو کې د داعش...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

يوه امريکايي جنګي الوتکه غورځېدلې

توسط - يوه امريکايي جنګي الوتکه غورځېدلې

يوه امريكايي جنګي الوتكه نن د فيليپين په سمندر كې لوېدلې ده. د امريكا پوځي چارواكو تاييد كړې، چې د دې هېواد يوه (۱۸FA -) ډوله الوتكه د تخنيكي ستونزو له كبله سقوط شوې ده. د هغوى په وينا، په دې پېښه كې چا ته زيان نه دى رسېدلى او د يادې جنګي الوتكې دوه پيلوټان ژغورل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى. بل پلو...

slideshow, كورني خبرونه

د کابل ښار ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې

توسط - د کابل ښار ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې

د كابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ۳۰ دقيقې ځانمرګى بريد وشو. د كورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي كليد ته وويل، دا ځانمرګى بريد د استقلال لېسې مخې ته پر هغو امنيتي سرتېرو شوى، چې د لاريون كوونكو د امنيت د ټينګښت لپاره ګومارل شوي وو. د نوموړي په خبره، په دې...

slideshow, كورني خبرونه

په کابل ښار کې چاودنه وشوه

توسط - په کابل ښار کې چاودنه وشوه

څو شېبې وړاندې په کابل ښار کې د يوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو. دغه چاودنه د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند کابل ښاروالۍ او استقلال لېسې ته نېږدې شوې. دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل ښار کې د غزني او اروزګان ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د اوسېدونکو لاريونونه هم دوام لري او دوی له حکومت د...

slideshow, كورني خبرونه

پاكستان افغان ناروغانو ته اسانتياوې ډېروي

توسط - پاكستان افغان ناروغانو ته اسانتياوې ډېروي

د خيبر پښتونخوا ايالت د روغتيا وزير هشام انعام الله خان وايي، داسې يوه طرحه تر کار لاندې لري، چې له مخې به يې په دغه ايالت كې د افغان ناروغانو لپاره اسانتياوې ډېرې شي او له دې لارې به ټول افغان ناروغان خيبر پښتونخوا ته ور جلب كړي. نوموړى پرون په پېښور کې د يوې خبري غونډې په مهال پر خپلې نوې ۱۰۰...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد: ټولې خواوې سولې ته نېږدې شوې

توسط - خليلزاد: ټولې خواوې سولې ته نېږدې شوې

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې ترلاسه كول د امريكا د حكومت او د افغانستان د خلكو غوښتنه بللې او ويلې يې دي، دې غوښتنې ته د رسېدو لپاره ټولې خواوې سره نېږدې شوي او تمه ده، چې د افغانانو د سولې غوښتنه ژر پوره شي. هغه دا څرګندونې تېره ورځ د جمعيت...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې سږ كال ۱۲ ټنه زعفران ترلاسه شوي

توسط - په هرات كې سږ كال ۱۲ ټنه زعفران ترلاسه شوي

په هرات كې سږ كال پر ۶۰۰۰ هكټاره ځمكې زعفران كرل شوي دي. د دې ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير بشير احمد احمدي د يكشنبې په ورځ د هرات د زعفرانو په څلورمه جشنواره كې وويل، سږ كال به دوى ۱۲ ټنه زعفران ترلاسه كړي، چې د تېر كال په پرتله دوه ټنه زياتوالى ښيي. نوموړي زياته كړه، ۱۰...

slideshow, كورني خبرونه

د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې د سلګونو كسانو لاريونونه دوام لري

توسط - د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې د سلګونو كسانو لاريونونه دوام لري

سلګونو كسانو له تېرې شپې راهيسې د هغه څه په غبرګون كې، چې دوى يې د هېواد مركزي برخو په ځانګړې توګه خاص اروزګان، مالستان او جاغوري ولسواليو ته د حكومت نه پاملرنه ښيي، د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې په لاريونونو لاس پورې كړى دى. لاريون كوونكي له حكومته غواړي، چې د اروزګان سرحدي سيمې او د غزني جاغوري او مالستان ولسوالۍ...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل كې د غزني او اروزګان ولايتونو د اوسېدونكو لاريون روان دی

توسط - په كابل كې د غزني او اروزګان ولايتونو د اوسېدونكو لاريون روان دی

يو شمېر هېوادوالو د هغه څه په غبرګون كې، چې دوى يې د هېواد مركزي برخو په ځانګړې توګه خاص اروزګان، مالستان او جاغوري ولسواليو ته د حكومت نه پاملرنه ښيي، په لاريون لاس پورې كړ. دوى تېره شپه د كابل له لوېديځې برخې د ارګ لور ته لاړل. لاريون كوونكي له حكومته غواړي، چې د اروزګان سرحدي سيمې او د غزني جاغوري او مالستان...

slideshow, كورني خبرونه

په فارياب كې يو پوليس له يوه هاموې ټانك سره طالبانو ته ورغلی

توسط - په فارياب كې يو پوليس له يوه هاموې ټانك سره طالبانو ته ورغلی

يو ملي پوليس د فارياب په المار ولسوالۍ كې له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوى، يو عراده هاموې ټانك او يو ميل كلاشينكوف يې هم طالبانو ته سپارلي دي. د المار ولسوال محمد صالح صالح د دغه سرتېري نوم ذبيح الله يادوي او په خبره يې، هغه دا كار تېر مازديګر كړى دى. بل پلو د فارياب د لويې لارې پوليسو قوماندان محمد حنيف...