توسط ISMAT MAYAR -
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په هدف د مسکو له لوري د پيل شويو هڅو پر وړاندې د امريکا وروستی دريځ دغه پروسه زيانمنوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپانه کې ويل شوي چې مسکو د افغان سولې په هدف د پيل شويو هڅو له لارې په افغانستان کې د امريکا د...
توسط ISMAT MAYAR -
د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان وايي، د امنيت ساتلو په چارو کې د خپل ورور تګلاره تعقيبوي.
تورن جنرال تادين خان چې د خپل ورور ستر پاسوال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته د کندهار د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی له پژواک سره په مرکه کې د امنيتي وضعيت په اړه ډاډ ورکړی او ويلي يې دي، د خپلو خلکو...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاپي پروژې اجرايوي مشر وايي، ښايي په را روانو دوو کلونو کې افغانستان او پاکستان ته ګاز انتقال شي.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د دې ګډې پروژې کارونه تېرکال پيل شول او اوس يې د پانګونې چارې هم په بشپړېدو دي.
د ټاپي پروژې اجرايوي مشر محمد ميرات امانوف وايي، د مخکني پلان له مخې بايد پر دې پروژې لس ميليارد ډالره...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رييس غني د لومړي ځل لپاره په جګړو کې د وژل شوو افغان سرتېرو شمېر په ډاګه کړ.
د نوموړي په خبره، له ۲۰۱۵ کال راهيسې په جګړو کې شاوخوا ۲۸زره افغان سرتېري وژل شوي دي.
که څه هم د ملي دفاع وزارت تېر کال د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په تړاو د شمېرو پر خپرولو بنديز ولګاوه، خو اوس جمهور رييس غني...
توسط ISMAT MAYAR -
د ماليې سرپرست وزير وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې افغانستان د اوکراين د ستونزې قرباني شوی او روسيې په سيمه کې منفي رول لوبول غوره کړي دي.
د ماليې سرپرست وزير ډاکټر همايون قيومي پرون په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې له څو محدودو نړيوالو رسنيو سره خبرې وکړې.
هغه په دې نور جزيات ور نه کړل چې څه ډول افغانستان د...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي يووالي حكومت وايي، د جمهوري رياست ټاكنې به په خپل وخت ترسره او وبه نه ځنډول شي.
د ملي يووالي حكومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله پرون په افغانستان کې د امريکا له سفير جان بس سره په ليدنه کې په دې ټکي ټينګار کړی دی.
د نوموړي په خبره، د جمهوري رياست ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال د وري په ۳۱مه نېټه...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي يووالي حكومت وايي، د جمهوري رياست ټاكنې به په خپل وخت ترسره او وبه نه ځنډول شي.
د جمهور رئيس وياند هارون چخانسوري نن پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، حکومت د اساسي قانون پر بنسټ او د ټاكنو خپلواك كمېسيون لخوا د اعلان شوې نېټې له مخې په خپل وخت د جمهوري رياست ټاكنو ترسره کېدو ته ژمن دى.
دا څرګندونې په داسې...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې په يوه سراچه ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين چاودنې ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې او ۳۰ دقيقې د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګړ بازار سيمه کې شوې ده.
هغه زياته كړه، په پېښه كې يو كس وژل...
توسط ISMAT MAYAR -
اسراييلي چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ له غزې ۳۰۰ توغندي د اسراييلو لور ته توغول شوي، چې له كبله يې ۲۶ اسراييلي وګړي ټپيان شوي دي.
د اسراييل پوځ ويلي، د دوی د توغنديو دفاعي سيسټم ۶۰ توغندي په هوا کې پېژندلي او له منځه يې وړي دي.
بل پلو يو شمېر اسراييلي رسنيو د ځينو پوځي سرچينو له قوله پر اسراييلو د توغول...
توسط ISMAT MAYAR -
د بښنې نړيوال سازمان د وجدان نړيواله جايزه، چې په ۲۰۰۹م ميلادي کال کې يې په ميانمار کې د واکمن ګوند مشرې آنګ سان سوچي ته ورکړې وه، له هغې بېرته واخيسته.
دا جايزه هغو کسانو او ډلو ته ورکول کېږي، چې بشري حقونو ته يې کار کړی وي.
د بښنې نړيوال سازمان له سوچي د دې جايزې د بېرته اخيستلو علت په ميانمار کې...