slideshow, كورني خبرونه

په زرمت كې ۱۵ وسله وال وژل شوي

توسط - په زرمت كې ۱۵ وسله وال وژل شوي

د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په دوو هوايي بريدونو كې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې دا بريدونه تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په سهاكو سيمه كې شوي دي. په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې بهرنيو ځواكونو د مخالفينو يو شمېر وسايط او...

slideshow, كورني خبرونه

د ملي دفاع وزارت د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا وكړه

توسط - د ملي دفاع وزارت د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا وكړه

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي. دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال ۶۹ وسله وال مخالفين وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان كړي دي. سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات د هوايي ځواكونو په ملاتړ په لغمان،...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د امريكا په كليفورنيا ايالت كې د روانې اورلګېدنې تلفات زيات شول

توسط - د امريكا په كليفورنيا ايالت كې د روانې اورلګېدنې تلفات زيات شول

د امريكا د كليفورنيا ايالت په ځنګلونو كې د روانې اورلګېدنې له كبله د وركو شوو كسانو شمېر ۶۳۱ تنو ته رسېدلى دى. ځايي چارواكو د دې شمېرې په اعلانولو سره ويلي، نن د اوو نورو جسدونو په پيدا كېدو سره په ياده اورلګېدنه كې د وژل شوو كسانو شمېر ۶۳ تنو ته ورسېد. دا د كليفورنيا ايالت په تاريخ كې تر ټولو خونړۍ اورلګېدنه...

slideshow, كورني خبرونه

د كابل پوهنتون د محصلينو د پرونۍ نښتې په تړاو لسګونه كسان نيول شوي

توسط - د كابل پوهنتون د محصلينو د پرونۍ نښتې په تړاو لسګونه كسان نيول شوي

امنيتي مسوولين وايي، د كابل پوهنتون د محصلينو ترمنځ د پرونۍ نښتې په تړاو د دواړو لورو شاوخوا ۳۵ كسان نيول شوي دي. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن كليد ته وويل، په دې نښته كې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. ده په نښته كې د بيروني كسانو د احتمالي لاس لرلو خبره وكړه، خو په وينا يې، تراوسه...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريكا د خاشقجي د قضيې په تړاو پر ۱۷ سعودي چارواکو بنديزونه لګولي

توسط - امريكا د خاشقجي د قضيې په تړاو پر ۱۷ سعودي چارواکو بنديزونه لګولي

امريكا په ترکيه کې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي د قضيې په تړاو پر ۱۷ سعودي چارواکو بنديزونه لګولي دي. د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچين پرون وويل، هغو سعودي چارواکو، چې بنديزونه پرې لګېدلي، د خاشقجي په بې رحمانه وژنه کې لاس درلود. ده زياته کړه، يادو کسانو هغه خبريال په نښه کړى او په بې رحمۍ سره يې وژلى، چې په...

slideshow, كورني خبرونه

امنيتي او دفاعي ځواكونو ته د مخالفينو په ضد د بريدونو زياتولو امر شوى

توسط - امنيتي او دفاعي ځواكونو ته د مخالفينو په ضد د بريدونو زياتولو امر شوى

د ملي امنيت شورا د هېواد امنيتي او دفاعي ارګانونو ته امر كړى، چې د دولت د وسله والو مخالفينو په ضد خپل بريدونه زيات كړي. د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د دې كار هدف د ملكي وګړو د ژوند خونديتوب او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو كموالى ښودل شوى دى. سرچينه وايي، د هېواد...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: د سولې په اړه به هر ګام په مشورې اخيستل كېږي

توسط - جمهور رئيس غني: د سولې په اړه به هر ګام په مشورې اخيستل كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، حکومت د خلکو د اجماع له مخې کار کوي او د سولې په اړه، چې هر ګام اخيستل کېږي، د مشورې پر بنسټ به وي. نوموړي دا څرګندونې پرون ماسپښين په ارګ كې د افغانستان د اسلامي جمعيت د انسجام شورا له غړو سره د ليدنې په مهال وكړې. د جمهوري رياست مطبوعاتي څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد له طالب استازو سره د خپلو خبرو پايلو ته خوشبين دى

توسط - خليلزاد له طالب استازو سره د خپلو خبرو پايلو ته خوشبين دى

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ د قطر په پايتخت دوحه کې د طالبانو له استازو سره وليدل. دا له کله نه، چې نوموړي نوې دنده پيل کړې، له طالبانو سره يې دوهمه کتنه وه. خليلزاد تر دې مخکې په کابل کې د ملي يووالي حكومت له مشرانو، يو شمېر نورو چارواكو او سياسي...

slideshow, كورني خبرونه

سعودي: په افغانستان کې د سولې له هڅو سره همکاري کوو

توسط - سعودي: په افغانستان کې د سولې له هڅو سره همکاري کوو

د افغانستان، سعودي عربستان، اماراتو او امريکا استازو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو څلورو واړو لورو په ابوظبۍ کې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. سعودي عربستان ژمنه کړې چې افغانستان ته د سولې د راتګ په برخه کې خپلې همکارۍ نه...

slideshow, كورني خبرونه

لويه څارنوالي: په محابسو کې د افغان زندانيانو وضعيت خراب دی

توسط - لويه څارنوالي: په محابسو کې د افغان زندانيانو وضعيت خراب دی

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، حکومت بايد په متواتر ډول د زندانونو وضعيت وڅاري ځکه په دغه زندانونو کې اوسني وضعيت د جدي اندېښنې وړ دی. د افغانستان لوي څارنوال وايي، چې په محابسو کې د سمو خوړو په شمول، د صحي او اموزشي خدماتو نشتوالی او د زندانيانو لپاره پر وخت د رخصتۍ نه ورکول، داسې نور هغه موارد دي، چې په زندانونو...