توسط ISMAT MAYAR -
په كابل پوهنتون كې د محصلينو ترمنځ د پنجشنبې ورځې د نښتې له كبله، چې په ترڅ كې يې يو تن ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول، د دې پوهنتون مركزي ليليه وتړل شوه.
كابل پوهنتون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دغه پوهنتون د رئيس حميدالله فاروقي په مشرۍ د پوهنتون د رهبرۍ شورا فوق العاده غونډه د جمعې...
توسط ISMAT MAYAR -
امريكايي رسنۍ وايي، د متحدو ايالتونو د مركزي استخباراتي ادارې سي آى اې په يوه ارزونه كې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې ښکېل بلل شوى دى.
سي آى اې د خاشقجي د وژلو امر محمد بن سلمان ته راجع كړى دى.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وينا، په دې ارزونې سره د سعودي حکومت هغه ټينګار...
توسط ISMAT MAYAR -
د بلخ امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د وليد ۲۵ په نوم د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د دولت د وسله والو مخالفينو له شتونه شپږ كلي پاك شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري كليد ته وويل، دا عمليات د جمعې په سهار پيل شول او تر ماښامه يې دوام درلود.
د نوموړي...
توسط ISMAT MAYAR -
د زمبابوې په جنوب كې په يوه مسافر وړونكي بس موټر كې د يوې ګاز ډبې چاودنې لسګونه كسان وژلي دي.
تراوسه د دې ګاز ډبې د چاودنې علت، چې د يوه مسافر وه، معلوم شوى نه دى، خو ځايي چارواكي وايي، په پېښه كې موټر په بشپړه توګه سوځېدلى.
د زمبابوې پوليسو ويلي، د جمعې ورځې په ياده چاودنه كې لږ تر لږه ۴۲...
توسط ISMAT MAYAR -
د فراه والي محمد شعيب ثابت وايي، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ايران د هېواد د لوېديځ د ناامنيو په زياتېدو كې لاس لري او په دغه ولايت كې جګړه د اوبو پر سر بولي.
د نوموړي په خبره، هركله چې د بخش اباد بند د جوړېدو اقدام شوى، ايران د ستونزې د رامنځته كولو لپاره په فراه كې جګړه تېزه كړې ده.
ثابت زياتوي،...
توسط ISMAT MAYAR -
د خوراك نړيوال پروګرام يا WFP وايي، له وچكالۍ اغېزمن شوي شاوخوا درې ميليونه او ۵۰۰ زره افغانان د خوراكي توكو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د دې پروګرام وياند هيرف ورسيل پرون د سويس په جينوا ښار كې يوې خبري غونډې ته وويل، د افغانستان ۲۰ ولايتونه، چې ډېرى يې د دغه هېواد شمال لوېديځ ولايتونه دي، له وچكالۍ اغېزمن شوي.
نوموړي زياته كړه،...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په تركيه كې د دغه هېواد له انتاليا سپور لوبډلې سره، چې د تركيې په غوره ليګ كې لوبېږي، دوستانه لوبه وكړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو او ۳۰ دقيقو په سِرِك بلديه سپور لوبغالي...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په بهسودو، روداتو او ګوشتې ولسواليو کې د هالنډ ډچ کمېټې لخوا د دغه ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ له رياست سره په همغږۍ څارويو ته د کانګو ناروغۍ ضد واکسين د وركولو کمپاين پيل شو.
د ننګرهار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس نورالله سباوون وايي، د دې کمپاين په ترڅ كې به ۴۵ زره لوی او کوچني...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى پنځه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د داعش ډلې ځينې قوماندانان او د تروريستي بريدونو پلان جوړوونکي هم...
توسط ISMAT MAYAR -
د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې تېره ورځ د وسله والو غلو او پوليسو ترمنځ د نښتې له كبله دوه غله وژل شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن كليد ته وويل، دا غله د يوه ځوان تر وژلو او د هغه د موټر له وړلو وروسته د پوليسو تر تعقيب لاندې وو، چې ترمنځ يې نښته...