توسط Mohammad Khan barial - - 11 غویی 1400
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې پر کورونا اخته ۱۵ تنه مړه شوي دي.
خو په ورته وخت کې پولیس پر دې توانېدلي چې ۵۰ نور وژغوري.
تر اوسه د اورلګېدنې لامل معلوم نه دی او په دې برخه کې د هندوستان د امنیتي بنسټونو پلټنې روانې دي.
تر دې وړاندې په ممبیي ښار کې هم د اورلګېدنې له امله ۱۳ تنو خپل ژوند...
توسط Mohammad Khan barial - - 11 غویی 1400
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار مهال د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د لب جر په سیمه کې د اکسیجن یو بالون په موټر کې چاودنه کړې.
د ده په خبره، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د پېښې لامل معلوم نه دی او...
توسط Mohammad Khan barial - - 11 غویی 1400
د امریکا سي.اېن،اېن ټلویزیون د القاعده ډلې د یوه غړي له قوله دا خبره کړې ده.
د القاعده ډلې دغه غړي زیاته کړې چې امریکا باید نه یوازې له افغانستان، بلکې له ټولو اسلامي هېوادونو څخه خپل سرتېري وباسي.
هغوی ګواښ کړی، که امریکا له اسلامي هېوادونو خپل سرتېري ونه باسي، په ټولو سیمو کې به د هغوی پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړي.
القاعده ډله پر...
توسط Mohammad Khan barial - - 11 غویی 1400
د هغې په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې پروسه کې د سیمې د هېوادونو د رول په هکله خبرې وشوې.
نوموړې زیاتوي، د ترویکا پلس غړو هېوادونو استازو د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د دغه بهیر د ګړندي کولو غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې طالبان هم د دوی د...
توسط Mohammad Khan barial - - 11 غویی 1400
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېر ماښام اووه بجې د لوګر ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ولایتي روغتون مخې ته موټر بم برید وشو.
د هغه په وینا، وروستۍ شمېرې ښيي چې په دې پېښه کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي، چې په وژل شوو او ټپیانو کې ماشومان، مېرمنې، د کانکور ازموینې ګډونوال او ګڼ...
توسط Mohammad Khan barial - - 10 غویی 1400
په ای، پي، ایل لوبو کې نن پنجاب او ار،سي، بي لوبډلې سره مخ کېږي.
له دې وړاندې د یاد لیګ په د کلکتې او ډیلي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوې چې د کلکتې په بریا پایته رسېدلې وه.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیګ کې درې افغان لوبغاړي په سنرایزر حیدراباد لوبډله کې لوبېږي او ځینې نور احتیاطي اخیستل شوي دي....
توسط Mohammad Khan barial - - 10 غویی 1400
تر اوسه د وژل شوو او ټپیانو هویت معلوم نه دی. دا نښته د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر منځ پر سرحدي پوله رامنځته شوې ده.
تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د دغو هېوادونو د امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.
د قرغزستان امنیتي چارواکو هم دا خبر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې هلته امنیتي حالت ګواښوونکی دی.
بلخوا،...
توسط Mohammad Khan barial - - 10 غویی 1400
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېره شپه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په ولیان دره کې طالبانو پر هغو ملکي وګړو برید کړی چې تر لمانځه وروسته له مسجد څخه بېرون ته راوتلی وو.
د ده په وینا، په دې پېښه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او په خبره یې، په وژل شوو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
ارین زیاتوي،...
توسط Mohammad Khan barial - - 10 غویی 1400
درې کاله وړاندې پر همدې نېټه نهه خبریالان د کابل ښار په شش درک سیمه کې د چاودنې پر مهال ووژل شول.
یاد خبریالان سیمې ته د خبري پوښښ لپاره تللي وو چې چاودنه پرې وشوه.
یار محمد توخی، غازي رسولي، نوروز علي رجبي، عبدالله حنانزی، فرشته درانۍ، سباوون کاکړ، سلیم تلاش، علي سلیمي او شاه مري فیضي هغه خبریالان وو چې په همدې ورځ...
توسط Mohammad Khan barial - - 10 غویی 1400
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۰ میلیونه ډېر شوی او تر درې میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۰ زره او ۵۴۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۰۱زره او ۱۸۶، په مکسیکو...