توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، د ياد پلان پر بنسټ، دغو ماشومانو ته د ښوونیزو خدمتونو پر وړاندې کولو سربېره به، ۱۸ زره او ۵۰۵ سیمهییز ټولګي جوړ او په پایله کې به یې ۵۰۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د اوبو رسونې سيستم، د څښاک صحي اوبه چمتول کول، د ښوونځيو لپاره د عصري تشنابونو جوړول او همدارنګه په...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مسعود شینزی وایي، د هرات په ادرسکن او اوبه ولسوالیو کې د همدغو سېلابونو په پایله کې ۲۷ تنه وژل شوي چې یوه مېرمن او څلور ماشومان هم پکې شامل دي.
په ورته وخت کې د غور له طبیعي پېښو سره د مبارز رییس هم هلته د سېلابونو راتلو په پېښه کې د درېیو...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه شپږ تنه مړه شوي او ۱۳۳ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۶۵۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۳ زره او ۶۹۴ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
په دغه برید کې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي او زرګونه نور کسان ورک شوي دي.
دا برید یوه اونۍ وروسته تر هغه ترسره کېږي چې په همدې سیمه کې د دوو غربي خبریالانو پر موټر برید وشو چې پر مهال یې دوه اسپانویان او یو ایرلنډی وګړی ووژل شول.
که څه هم تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
د جمهور رییس په وینا، سوله د ټولو افغانانو بنسټیز حق دی او په خبره یې، طالبان باید پر دې پوه شي چې د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته ملي تصمیمونه یوازې دولت او افغان ولس نیولی شي.
ده څرګنده کړه چې افغان ولس سوله غواړي او زیاتوي، هغه کسان چې سوله نه غواړي، حکومت د هغوی پر وړاندې بشپړ چمتوالی لري.
جمهور رییس پر...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
د افغانستان د کرنې وزارت د سه شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، د هلمند پر ۱۳۲ هکټاره ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي چې سږ کال به یې حاصلات ۱۹۸۰ مټریک ټنه وي.
د سرچینې په وینا، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو مخنیوی، ښه هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي،...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
دا غوښتنه د ۱۰۰ بنسټونو له لوري د اسیا شتمنو هېوادونو ته لېږل شوې ده.
په دې غوښتنه کې اندېښنه څرګنده شوې چې بېوزله هېوادونه د کورونا واکسین ته لاس رسی نه لري او ټولو وګړو ته به په دې ډول د واکسین وېش کلونه وخت ونیسي.
هغوی زیاته کړې چې د کورونا واکسین د داسې شرکتونو په انحصار کې دی چې ټولو وګړو ته...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د اتو قومندانانو په ګډون ۱۰۶ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو ۲۹ میله بېلابېلې وسلې، پنځه عرادې موټرسایکلونه، شپږ پایې مخابرې او د هغوی پټنځایونه هم ویجاړ شوي او یوه اندازه وسلې یې افغان سرتېرو ته په لاس...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پرون دوې بجې او ۳۵ دقیقې د لومړۍ ناحیې اړوند د شور بازار په سیمه کې ناپېژندو وسله والو پر درېیو امنیتي منسوبینو برید کړی.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د عبدالقهار، محمد اصف او محمد طاهر په نومونو درې امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
دی زیاتوي چې دا پېښه د امنیتي چارواکو تر څېړنو...
توسط Mohammad Khan barial - - 14 غویی 1400
خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره شوې کتنه کې د هېواد پر امنیتي حالت، د استانبول پر کنفرانس، د سولې د هڅو پر ملاتړ او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خبرې وشوې.
بلخوا، په کابل کې د امریکا له سفارت څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې پر...