توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، جوړ شوی ښوونځی شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، د اوبو څښلو څاه، درې تشنابونه لري او د ۳۰۰ سوه زده کوونکو لپاره جوړ شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه ښوونځي پر جوړېدو څلور میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د اقراء پروګرام له لوري ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې پوهنې وزارت په...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
د یاد وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زي د شنبې په ورځ کلید ته دا خبره وکړه.
هغه زیاته کړه، افغانستان اوسمهال د کورونا ویروس په درېیمه څپه کې دی او د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د دې وبا د مثبتو پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د علي زي په وینا، تر خیتځو ولایتونو وروسته د کویډ ـ ۱۹ ډېرې نورې پېښې...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
د ایران حکومت هم په دغو خبرو کې پرمختګ منلی او ویلي یې دي چې امریکا پر تهران د بندیزونو لېرې کېدو په بدل کې ځینې غوښتنې هم لري.
سپیني ماڼۍ هم په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، که ایران اټومي تړون ته ژمن پاتې شي، امریکا پر دغه هېواد د بندیزونو لېرې کولو ته چمتو ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم څرګنده کړې...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
د خبرپاڼې په وینا، د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د اکمالاتو مسول پير محمد له يو بل شکمن کس سره يو ځای نيول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې افغان سرتېرو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
په نیول شوو وسلو کې درې کلاشينکوفونه، يو ميل راکېټ، يو ميل لس ډزی ټوپک، څلور د کلاشينکوف شاژرونه،...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې انلاین ناسته کې امریکایي لوري په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې د ډیموکراسۍ د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، امریکایي سناتورانو همداراز د سولې په خبرو او د هېواد په راتلونکي کې د افغان مېرمنو فعاله ونډه د هغوی حق وګاڼه او د تلپاتې سولې په...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش د شنبې په ورځ کلید ته وویل، پرون ناوخته د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د سخت باران له کبله پر یوې کورنۍ د کوټې چت رالوېدلی، چې اووه تنه پکې وژل شوي دي.
د هغه په وینا، ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو عملیاتو پر مهال د میوند ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې، ۱۵ طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت همدارنګه د لغمان په علیشنک ولسوالۍ کې هم د طالبانو له شتون څخه د دوو کلیو د پاکېدو ادعا کوي.
خو وسله والو طالبانو...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۶ میلیونه ډېر شوی او تر درې میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۲ زره او ۴۷۰ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۱۹زره او ۱۱۴، په مکسیکو...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټویټرپانه د برلین په غونډه کې د دوی د مشرانو د ګډون جزیات شریک کړي دي.
هغه زیاته کړې، په دې ناسته کې له تور لېست څخه د دوی د مشرانو د نومونو پر ایستلو او د دوحې د تړون پر پلي کېدو ټینګار وشو.
ډاکتر نعیم همدارنګه وایي، په ترسره شوې ناسته کې...
توسط Mohammad Khan barial - - 18 غویی 1400
په دې اعلامیه کې د طالبانو د بریدونو ډېروالی غندل شوی او له دې ډلې او افغان حکومت غوښتنه شوې چې ژر تر ژره جګړه ودروي او یو ځل بیا بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
اعلامیه زیاتوي چې ښکېل لوري دې په مستقیمو خبرو کې د یو ټول شموله حکومت پر جوړېدو هوکړې ته ورسېږي او همدارنګه ویل شوي چې له افغانستان څخه د...