توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه شپږ تنه مړه شوي او ۲۹ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۷۴۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۴ زره او ۶۶۳ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
یو شمېر رسمي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، کلید ته د نوموړي وژل کېدل تایید کړل، خو په دې اړه یې له ډېرو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې یو شمېر نورې سرچینې بیا وایي، ملا منان نیازی پر همغه ورځ د درملنې لپاره کابل ته راوړل شوی و.
د ویلو ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
هغه زیاته کړې چې د سولې او دښمنۍ مسله د پاکستان په لاس کې ده.
د ده په خبره، پاکستان د طالبانو مالي ملاتړ کوي، په همغه هېواد کې یې جلب او جذب ترسره کېږي، هلته د کوېټې، پېښور او میرانشاه په نومونو د هغوی شوراګانې شتون لري او لوړ پوړي مشران یې هملته اوسېږي.
جمهور رییس په افغان سوله کې د پاکستان د رول...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
نن سهار مهال نهه بجې په سروبي ولسوالۍ کې د ټرافیکو پر رنجر موټر په ماین چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په ټپیانو کې یو پولیس او دوه ملکي وګړي شامل دي، چې تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت کومې ډلې نه...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند زمان همدرد د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په دغه ښوونځي کې سلګونه هلکانو او نجونو زده کړې کولې چې تر دې وروسته له زده کړو بې برخې شول.
تر اوسه معلومه نه ده چې ښوونځی د چا له لوري سوزول شوی او د یاد ولایت د پوهنې ریاست له خوا هم دا مسله تایید شوې...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
ده زیاته کړې چې دا بریدونه اسلامي نړۍ ته د منلو وړ نه دي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.
اتمر په فلسطین کې د لسګونه فلسطنیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو له امله له خپل سیال سره د جمهور ریس غني د خواخوږۍ پیغام هم شریک کړی دی.
نوموړي د فلسطین حکومت ته ډاډ ورکړی چې افغان حکومت د...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
د سرچینو په وینا، د اسراییلو په دغو بریدونو کې دوې مېرمنې وژل شوې او پنځه ماشومان ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د فلسطین هېواد د روغتیا وزارت په تازه اعلان شوو شمېرو کې ویل شوي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې پر غزه تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۲۲ فلسطنیان وژل شوي او ۹۰۰نور ټپیان شوي دي.
د دې تر څنګ...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
سرچینه زیاتوي، د دوی تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او هڅه کوي چې د امنیتي حالت په ښه کېدو سره د یادې ستنې د رغېدو چارې پیل کړي.
تر دې وړاندې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې هم د برېښنا ستنې په ماین چاودنو کې ویجاړې شوې وې.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دوو وروستیو اونیو کې د برېښنا ۱۳ ستنې نړول...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دغو ټلیفوني خبرو کې انتوني بلېنکن افغان حکومت ته په نظامي، پراختیایي، اقتصادي او بشري برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی.
بلېنکن زیاته کړې چې امریکا له افغانستان سره پیاړو او تلپاتې اړیکو ساتلو ته ژمنه ده.
جمهور رییس غني بیا ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د ده ټول...
توسط Mohammad Khan barial - - 25 غویی 1400
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش کلید ته وویل، پرون ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې د افغان سرتېرو پر هغه کاروان ماین چاودنه وشوه چې له اله سای ولسوالۍ څخه د تګاب ولسوالۍ قورغل او عیسی خېلو سیمې ته خپل مرکز ته د راتګ په حال کې و.
په دې چاودنه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی، درې ټپیان...