توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
نوموړی ژمنه کوي چې د والي په توګه به د فاریاب ولایت د ټولو اوسېدونکو غوښتنو ته رسېدنه کوي او هغوی ته به په بېلابېلو برخو کې عملي کار وکړي.
په ورته مهال په دغه ولایت کې لاهم د نوي والي د ټاکل کېدو پر وړاندې لاریونونه دوام لري او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
دوی څرګندوي چې باید د خلکو په خوښه...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
د غونډې ګډونوالو خپلو خبرو کې ويل، د تېرو شلو کلونو کې د ديني عالمانو په نوم بېلابېلې پروژې پلې شوې، خو رښتينو ديني عالماوو ته هيچا پاملرنه ونه کړه.
د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد وويل، که موجوده حکومت کې د رښتينو ديني علماوو ونډه زیاته نه کړل شي، نو د سولې راتلل به ستونزمنه خبره وي:
«موږ وايو، چې ځوانانو...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
د فاتحې په دې مراسمو کې د دې ولایت د چارواکو ترڅنګ ولسي استازو، دیني عالمانو، عامو خلکو او مېرمنو هم ګډون کړی وو.
والي ضياءالحق امرخېل په دې مراسمو کې د بېګم نسيم ولي خان مړينه لويه ضايعه وبلله او د دې مبارزې مېرمنې د ژوند، سياست، هلو ځلو او فکري ويښتيا برخه یې د پښتنو لپاره یو ویاړ وباله.
« د باچا خان...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
نوموړي د سه شنبه په ورځ هالنډ ته د خپل سفر او د جرمونو نړیوالې محکمې ته په افغانستان کې د ترسره شوو جرمونو په تړاو ورکړل شوي معلومات او راپور له رسنیو سره شریک کړل.
هغه وویل، افغان حکومت له نړیوالې محکمې سره هوکړه کړې چې نه یوازې له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې د ترسره شوو جرمونو پر څېړنه بسنه وشي، بلکې د...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
د دغه وزارت ویاند روح الله حمدزي د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، افغان سرتېرو په هلمند کې د هوایي بریدونو په پایله کې د «غازي» په نوم د طالبانو د موټربم بریدونو مسول وژلی دی.
هغه زیاتوي، د غازي تر څنګ نهه نور طالبان هم وژل شوي دي.
د احمدزي په وینا، دغه طالب جنګیالي پر ۶۰۱ نمبر لاره پر افغان سرتېرو...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
سربېره پر دې دا هم لا نهده معلومه چې دغه شورا د کومې اړتیا له مخې جوړېږي او ولې تر اوسه ورته د چا پام نهو اوښتی او اوس څه پېښ شول چې په لوړه کچه د دغسې یوې لویې شورا اړتیا احساس شوه.
په هرحال دا چې د دغې شورا اړتیا څه وه او تر کومې کچې به اغېزناکه وي، هغه موضوع ده...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
هغه ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو په وینایې، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، تر وروستیو به یې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.
جمهور رییس همدا راز ویلي، طالبان باید د ټاکنو له لارې واک ته پر رسېدلو باوري شي او دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام به انتخاباتي وي.
که څه هم نوموړی اوسمهال داسې څرګندونې کوي، خو تر...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۱ تنه مړه شوي او ۱۰۸ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۷۶۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۵ زره او ۱۱۸ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
...
توسط Mohammad Khan barial - - 28 غویی 1400
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د فرید خان په وینا، د پېښې په تړاو د دوی پلټنې روانې دي.
خو عینې شاهدانو بیا کلید ته ویلي چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی، یو پولیس او یو ملکی وګړی پکې پټیان شوي دي.
د دې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی...