توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي رسنیو ته په رالېږلي ویډیویي پیغام کې ویلي چې له دې ولسوالۍ څخه افغان سرتېرو لنډمهاله تکتیکي شاتګ کړی او په وینا یې، د طالبانو له لوري نه ده سقوط شوې.
دی زیاتوي، افغان سرتېري اوس هم هملته شتون لري او په نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندې ځایي سرچینو رسنیو ته...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
دغه سیالۍ به د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګلادیش، افغانستان او مالیزیا کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
تر دې مهاله د اسیا کرکټ شورا لخوا د یادو سیالیو لغوه یا ځنډېدو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.
ویل کیږي چې د اسیا جام سیالۍ ممکن د ۲۰۲۳م له پنځوس اوریز نړیوال جام څخه وروسته ترسره شي.
په سریلانکا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان سرتېرو له لوري پر طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه ترسره شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دغو بریدونو کې ۱۷۶ طالبان وژل شوي او ۱۱۲ نور ټپیان شوي دي.
احمدزی زیاتوي چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په میدان وردک، ننګرهار، غزني، لوګر،...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند زمان همدرد د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند په بشران سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د طالبانو خښ شوي ماین چاودنه کړې.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې نهه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د همدرد په وینا، په وژل شوو...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نېک محمد نېکزاد کلید ته وویل، تېره ورځ مازدیګر مهال طالبانو د هرات ـ غور پر لاره له مسافر وړونکي موټر درې تنه ملکي وګړي کښته کړي او په ډوزو یې وژلي دي.
د ده په وینا، وژل شوي کسان د غور اوسېدونکي دي.
په یو بل خبر کې راغلي چې د غور ولایت د فېروزکوه...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
سرچینې زیاتوي، د دولت شاه ولسوالۍ سرتېرو يوه اونۍ مقاومت وکړ، خو د مرکز له خوا اکمال ورته ونه شول او نن سهار شاوخوا اووه بجې په ولسوالۍ کې پاتې ژوندي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي او ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.
خو بل لور ته په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال سید مقصود صاحبزاده وایې، ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
د هرات پوهنتون مسولین وایي، په دې ازموینه کې ۱۱ زره کسان ګډون کوي او سږ کال هرات پوهنتون د ۳۵۰۰ تنو د جذب ظرفیت لري.
د یاد پوهنتون د محصلینو چارو مدیر داوود منیر کلید ته وویل، په دې ازموینه کې نه یوازې د دولسم ټولګي فارغین ازموینه ورکوي، بلکې د دیني مدرسو، څوارلسم ټولګي فارغین، ماسټرۍ دورې او د شپې پوهنتون ازموینې...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
د سرچینې په وینا، په وژل شوو کسانو کې ۶۴ ماشومان او ۳۸ مېرمنې هم شاملې دي.
همدارنګه د دغو ۱۰ ورځنیو بریدونو پر مهال ۶۳۰ تنه ټپیان شوي هم دي.
د دغه هېواد د روغتیا وزارت د اسراییلو د بریدونو له امله د ۵۰ زره کسانو د بېځایه کېدو خبر هم ورکړی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په بېځایه شوو کسانو کې د کورونا...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د جمهور رییس له قوله راغلي چې استالف ځانګړی ارزښت لري او له پخوا زمانو څخه تفریح ځای و.
نوموړي په همدې هدف جوړو شوو مراسمو ته ویلي چې افغان حکومت د جګړې ویجاړو شوو سیمو ابادولو ته پوره اراده لري.
جمهور رییس د چارو ادارې رییس ته امر کړی چې د استالف ولسوالۍ بازار د...
توسط Mohammad Khan barial - - 30 غویی 1400
په دې ناسته کې د ترکیې، اردن، فلسطین، مصر، لبنان او عراق استازو په انلاین بڼه ګډون درلوده.
د دې غونډې ګډونوالو په هېواد کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې سولې ته لومړیتوب ورکړي او روانه جګړه ودروي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا ناسته چې د حج اوقافو وزارت او په اردن کې د افغانستان د سفارت په مرسته جوړه شوې وه، د حج...