slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

عبدالمقیم راسخ د فاریاب د چارو سرپرست وټاکل شو

توسط - عبدالمقیم راسخ د فاریاب د چارو سرپرست وټاکل شو

له دې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د فاریاب ولایت د ولسونو په غوښتنه او د ستونزو د حل په هدف د فاریاب ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالمقیم راسخ د فاریاب ولایت د نوي سرپرست والي په توګه ټاکل شوی دی. تر دې وړاندې داوود لغمانی د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی و. د فاریاب د والي په...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په لغمان کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت جمنازیوم جوړ شو

توسط - په لغمان کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت جمنازیوم جوړ شو

نوموړی وایي، دا جمنازیوم د ختيځ زون په کچه لوی جمنازيوم دی، چې په جوړېدو سره يې په لغمان ولايت کې د بېلابېلو ورزشونو د لوبغاړو ډېرې ستونزې حل شوې. په ورته وخت کې د لغمان والي رحمت الله يارمل، ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې د ورزشکارانو ستونزو ته پر وخت رسيده ګي کوي. هغه وويل، په یاد جمنازيوم کې به په نېږدې...

slideshow, تازه خبرونه, رپوټ, رپوټونه, سياسي, كورني خبرونه

د خلکو د تمو خلاف جګړو زور اخیستی

توسط - د خلکو د تمو خلاف جګړو زور اخیستی

بدخشان، هرات، هلمند، فاریاب، کندهار، بغلان، لغمان، غزني، ارزګان او میدان وردک هغه ولایتونه دي چې په دغو شپو او ورځو کې د درنو جګړو شاهدان دي. په یادو ولایتونو کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې ده. په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد یاسین ضیا وایي، په لغمان ولایت کې تازه...

slideshow, اقتصادی, تازه خبرونه, رپوټ, رپوټونه, كورني خبرونه

په ننګرهار کې د شاتو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

توسط - په ننګرهار کې د شاتو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، تېر کال یې د شاتو مچیو له یادو فارمونو څخه ۴۵۰ ټنه شات تولید شوي وو، خو سږکال یې په حاصل کې ۵۰ ټنه زیاتوالی راغلی دی. سبحاني وایي، اوسمهال په ټوله کې دې ولایت کې د شاتو مچیو ۶۰۰ فارمونه موجود دي. «ننګرهار کې په بېلابېلو سیمو کې د شاتو مچیو نېږدې...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه, کووید ۱۹

چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زره ډوزه واکسینو مرسته کړې

توسط - چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زره ډوزه واکسینو مرسته کړې

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میروس علي زي د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د چین هېواد له لوري افغانستان ته ۷۰۰ زره ډوزه واکسین ورکړل شي. دی زیاتوي، دا واکسین د چین هېواد مرسته کړې او ژر تر ژره به هېواد ته راولېږدول شي. تر دې وړاندې هندوستان له افغانستان سره د ۵۰۰ زره ډوزه...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په هېواد کې ۲۴ نور کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي

توسط - په هېواد کې ۲۴ نور کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۲۴ تنه مړه شوي او ۲۶۰ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۸۳۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۶ زره او ۲۹۵ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...

slideshow, اقتصادی, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په هېواد کې تر ۴۱ زره مټریک ټنه ډېرې کونځلې تولید شوې

توسط - په هېواد کې تر ۴۱ زره مټریک ټنه ډېرې کونځلې تولید شوې

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت د احصایې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې پر ۶۵ زره هکټاره ځمکه کونځلې کرل شوې وې. خبرپاڼه زیاتوي، تر ټولو ډېرې کونځلې په فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، تخار، بغلان او هلمند ولایتونو کې تولید شوې دي. کونځلې ډېرې ځانګړنې لري او له دغه نبات څخه غوړي...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

د مالیې وزیر د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شو

توسط - د مالیې وزیر د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شو

د مالیې وزیر تر دې وړاندې ویلي وو، د هېواد په ګمرکونو کې هر ورځ اته میلیونه ډالر حیف میل کېږي. د ولسي جرګې رییس میر الرحمن رحماني د نن ورځې په عمومي غونډې کې د دې جرګې دارلنشاء ته دنده وسپارله چې د مالیې له وزیر سره خبرې وکړي او په راتلونکو ورځو دې جرګې ته حاضر شي. هغه د مالیې له وزیر وغوښتل...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په کابل کې یو ملکی وګړی په ډزو ټپي شو

توسط - په کابل کې یو ملکی وګړی په ډزو ټپي شو

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار مهال یو غل د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د پولیسو تر څار لاندې و چې د نیولو پر مهال یې له پولیسو سره نښته کړې. دی زیاتوي، په متقابلو ډزو کې یو ملکی وګړی ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی. نوموړي هغه اوازې رد...

slideshow, بهرني خبرونه, تازه خبرونه, سيمه او نړۍ

په امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۵۰۰ تنه وژل شوي

توسط - په امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۵۰۰ تنه وژل شوي

په تازه وسله وال برید کې دوه امریکایي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د یادولو وړ ده چې له جمعې ورځې راهیسې د امریکا په ۱۵۰ ښارونو کې وسله وال بریدونه شوي او مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې ده. امنیتي چارواکو ویلي چې د دغو پېښو پلټنه به کوي. د هغوی په وینا، تر اوسه د ډېری بریدونو څرنګوالی او دلیل معلوم...