توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
افغان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا پر مټ په تېر یو کال کې د سیمهییزې اجماع د راجلبولو لپاره خورا زیاتې هڅې کړې، خو پایلې یې لکه څنګه چې تمه کېده، اغېزناکې نه وې. ځکه نه یوازې دا چې د سولې پروسه ورسره چټکه نه شوه، جګړو تر پخوا لا زیات زور واخیست چې په لویه کچه ملکي وګړي پکې په نښه...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
د دې ادارې ویاند جمشید رسولي د سه شنبې په ورځ په همدې تړاو خبري کنفرانس ته وویل، د روان مالي کال په لومړي ربعه کې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضیې ثبت شوې، چې له ډلې یې ۱۲۷۶ عادي او ۷۷ نورې داسې قضیې دي چې له درنو جرمونو سره د مبارزې په څارنوالۍ کې ثبت شوې دي.
دی زیاتوي، د همدغو قضیو په...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۹ تنه مړه شوي او ۲۲۳ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۸۵۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۶ زره او ۵۱۸ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري د سه شنبې په ورځ کلید ته دا څرګندونې وکړې.
نوموړې زیاته کړه چې د افغان سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي په دوحه کې شتون لري او د طالبانو د مرکچي پلاوي له غړو سره یې غیر رسمي ناستې ترسره کړې دي.
نوموړې زیاتوي چې په دغو ناستو کې یو ځل بیا د سولې خبرو پر بیا پیلېدو ټینګار...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فاروق حضرتي د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، دا اورلګېدنه نن سهار نهه بجې د تېلو په یو ټانکر کې د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي، اوسمهال اورلګېدنه مهار شوې او ذخیرو ته د اور د خورېدو مخه نیول شوې ده.
د فاروقي په وینا، په دې پېښه کې چاته د سر زیان...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
په هرات کې یوه مدني فعاله فرشته یعقوبي وایي، عالمان کولی شي چې د مېرمنو له ملاتړو بنسټونو سره یوځای د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته وکړي.
بلخوا، د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد نثار احمد فایز هم وایي، عالمان تر اوسه پر دې نه دي توانېدلي چې د مېرمنو د حقوقو په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
دی...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
ټاکل شوې په دې ناسته کې د ایران اټومي تړون ته د امریکا پر بیرته ګرځېدو خبرې وشي او د دې ناستې مشري به د اروپایي ټولنې د استازي پر غاړه وي.
تهران تل ټینګار کړی، تر هغه چې امریکا پر ایران ټول بندیزونه لېرې نه کړي، دغه هېواد به د اټومي تړون په تړاو خپلو کړو ژمنو ته ونه ګرځي.
په ورته وخت کې...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دا کسان د هرات په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو له بنده خوشي شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په خوشي شوو کسانو کې ۱۹ افغان سرتېري او پاتې ملکي وګړي دي.
په دغو عملیاتو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
اعلامیه زیاتوي، دا پرېکړه یې له دې امله کړې چې د سرتېرو تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد سفارت ته ګواښونه پیدا کېدایشي.
په اعلامیه کې راځي چې په افغانستان کې اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی، نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې د لنډمهال لپاره په کابل کې خپل سفارت وتړي او د حالت په عادي کېدو سره به یې...
توسط Mohammad Khan barial - - 4 غبرګولی 1400
خبرپاڼه زیاتوي، په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د افغانستان او سعودي تر منځ پر اړیکو، د سولې پر پروسه او سیمهییزو مسایلو بحث وکړ.
د سعودي عربستان پاچا د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې پر دغو او ورته نورو مسایلو به له جمهور رییس غني سره له نېږدې وګوري.
هغه زیاته کړې چې هېواد...