توسط Mohammad Khan barial - - 11 غبرګولی 1400
د دغه سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون ناوخته رسنیو ته ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر روان حالت، د سولې پر بهیر، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو پر مالي ملاتړ او ورته نورو مسایلو بحث وشي.
هغه ویلي، په افغانستان کې به د ناټو ملکي ماموریت دوام وکړي او هڅه کوي...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
هغه د شنبې پر روځ خبريالانو ته وويل، د استانبول او د سولې نورې ناستې د حکومت لهخوا نهدي درول شوې، بلکې طالبان نهغواړي مذاکرات وکړي.
محب د دولت عالي شورا رامنځته کېدو ته په اشارې وويل، په دې اړه له سياسي مشرانو سره د جمهور رییس غني کتنې دوام لري، خو رسميات او جوړښت یې لا نهدي بشپړ شوي.
نوموړي وويل:
«موږ د سولې او...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
په جوړه شوې غونډه کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړي و.
دوی په افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه وبلله او پر دواړو غاړو يې غږ وکړچې له افغان وژنې څخه لاس واخلي.
دیني عالمان وايي، افغانان په خپل منځ کې د بهرنيو هېوادونو په اشاره ورور وژنه کوي اودغه ډول جګړه ناوړه پايله لري.
ديني عالم مولوي حمد الله ابدالي او سرکاتب...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
د دوی په خبره: «د استانبول سولې ناستې لپاره یې ډېرې هيلې درلودې او په وينا یې نه يوازې دا چې دا ناسته ونهشوه، بلکې په هېواد کې امنیتي وضعيت هم د اندېښنې وړ شو.»
پر دې سربېره د چارو يو شمېر شنونکي د سولې په پروسه کې د خنډ او او ځنډ په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی نصرالله فلک وايي،...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
دا زده کوونکی د احمدشاه بابا ښوونځي په یولسم ټولګي کې و او په ۱۳۳ ورځو محرم شوی و، چې د ښوونځي د ادارې له لوري یې د ناروغۍ تصدیق نه و منل شوی.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي کلید ته د هغه محرمي منلې، خو د ځان وژنې اصلي لامل یې نه دی په ډاګه کړی.
د کندهار د پوهنې...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
دی زیاتوي، د سولې خبرې ځکه اوسمهال په ټپه ولاړې دي چې طالبان په هېواد کې سوله نه غواړي.
نوموړي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د ستونزو د حل لپاره د خبرو لاره غوره کړي.
محب په ورته وخت کې د پاکستان له لوري له ده سره د اړیکو پرېکېدو په تړاو وویل، که اسلام...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۶۲ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۹۱۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۷ زره او ۲۸۱ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، نیولو شوو کسانو په وسله والو او ترهګریزو کړنو کې لاس درلود.
هغه زیاتوي، دغو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د لا ډېرو څېړنو لپاره به عدلي او قضایي ارګانونو ته وپېژندل شي.
بلخوا، جمعه زاده دا هم وایي چې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور لس تنه نیول شوي دي.
هغه زیاتوي، نیول...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
د دوی تر منځ په ترسره شوې کتنه کې د افغانستان د سولې پر مسله، د امریکایي سرتېرو د وتلو پر بهیر، سیمهییز امنیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.
بلخوا، د امریکا جمهور رییس جوبایډن ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې د القاعده ډلې بیا فعالېدل د دوی تر څار لاندې دي.
دی ټینګار...
توسط Mohammad Khan barial - - 8 غبرګولی 1400
دا لوبه به سبا د تړلو دروازو او د رسنیو له شتون پرته ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف کلید ته وویل، تر دې وروسته به د فوټبال ملي لوبډله قطر ته سفر وکړي او د جون پر درېیمه به د بنګله دېش هېواد سره لوبه ولري.
د ویلو ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر دې مخکې په...