توسط Mohammad Khan barial - - 12 غبرګولی 1400
بل لور ته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایې، د پېښې له ځایه ورته د دوو تنو جسدونه او لس ټپیان راوړل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.
ملي امنیت هم د یادې چاودنې تراوسه جزیات نه دي ورکړي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې هم د یادې پېښې مسولیت نه دی منلی.
...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 غبرګولی 1400
دی زیاتوي، پولیسو نه یوازې سیمې ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې، بلکې اخیستي تصویرونه یې هم ترې پاک کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ په دې اړه اندېښنه څرګندوي او د پولیسو دغه عمل د اساسي قانون له ۵۰مې او ۳۴مې مادو سره په ټکر کې بولي.
دې ادارې له کورنیو چارو وزارت غوښتنه...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 غبرګولی 1400
دا دویم ځل دی چې کابل رویال لوبډله د یاد لیګ اتلولي خپلوي.
دی زیاتوي چې د کابل شریفي لوبډلې بیا د ۱۱ امتیازونو په تر لاسه کولو د دغه لیګ دویم مقام تر لاسه کړ.
د پیل شوو لوبو په وروستیو کې زهرا فولای د پیل شوې لیګ غوره لوبغاړې او منیژه سادات بیا د ۱۱ ګولونو په ترسره کولو تر ټولو غوره ورپرانیستونکې...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 غبرګولی 1400
ده زیاته کړې، د ایران د اټومي تړون په تړاو د «ویانا» په خبرو کې مهم پرمختګونه شوي او باید پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه نور لېرې شي.
نوموړي له ښکېلو هېوادونو غوښتنه کړې چې له ایران سره په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسېږي او لازم تصمیمونه ونیسي.
د ده په وینا، په دې برخه کې باید داسې تصمیم ونیول شي چې...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 غبرګولی 1400
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، په تېرو څو ورځو کې له دغه هېواد څخه نېږدې ۴۴ فیصده امریکایي سرتېري ایستل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ټاکل شوې تر جون میاشتې دغه بهیر بشپړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ناټو د نوې پرېکړې له مخې به د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو له افغان...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 غبرګولی 1400
هغه زیاتوي، په دې سره پر کابل او نورو ولایتونو د برېښنا جریان پرې شوی.
د نیازي په وینا، د برېښنا شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او د ملي اردو په مرسته هڅه کوي چې د پرې شوې برېښنا مزي ژر تر ژره بیرته ونښلوي.
د یادولو وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې هم د کابل په کارته نو سیمه او کلکان...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 غبرګولی 1400
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، پرون ماښام د درېیمې ناحیې اړوند له ګولایي دواخانې سره پر دوو لیني کاسټر موټرو ماین چاودنې وشوې.
هغه زیاتوي، په دغو چاودنو کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، دواړې پېښې د ګډ امنیتي ټیم تر څېړنو لاندې دي.
تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت کومې وسله...
توسط Mohammad Khan barial - - 11 غبرګولی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۳۳ تنه مړه شوي او ۱۱۲ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۳۰۰۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۷ زره او ۷۴۲ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط Mohammad Khan barial - - 11 غبرګولی 1400
دغه فرهنګپاله ځوانان غواړي چې د شعر په ژبه خپل پیغام د جګړې ښکېلو لورو ته ورسوي، چې نور افغان ولس له جګړې ستړی شوی او سوله غواړي.
دغه پروګرام د (شعر جشنواره، د سولې لپاره یو غږ) په نامه د یو شمېر فرهنګي بنسټونو له لوري جوړ شوی و. د دې مشاعرې یو تن جوړونکي حامد ساحل وویل: «دوی غواړي چې د نورو...
توسط Mohammad Khan barial - - 11 غبرګولی 1400
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزي کلید ته وویل، تر اوسه یې په هوایي کرښو کې محدودیتونه وضع کړي چې کوم مسافر هېواد ته راستنیږي نو باید پي سي آر ټسټونه ترسره کړي، دغه راز د ودونو تالارونه، ښوونځي، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه یې د دوه اونیو لپاره تړلي دي.
ښاغلی علیزی زیاتوي: «که د کورونا مثبتې پېښې همداسې په...