slideshow, او نور, تازه خبرونه, رپوټ, رپوټونه, كورني خبرونه

د «دهلې بند» نیولو عملیات روان دي

توسط - د «دهلې بند» نیولو عملیات روان دي

افغان ګډو ځواکونو د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې له وسله والو څخه د «دهلې بند» د نيولو په هدف پوځي عمليات پېل کړي. چارواکي وايي، ژر به د اوبو دغه ستره زيرمه بېرته د افغان ځواکونو لاسته ولوېږي. په کندهار کې د افغان پوځ د ۲۰۵ اتل قول اردو درستيزوال جنرال عبدالمتین حسن‌خېل وایي: «د دهلې بند د بنسټیزو تاسیساتو له ډلي څخه دی...

slideshow, اقتصادی, تازه خبرونه, رپوټ, رپوټونه, كورني خبرونه

په خوست کې د اوبو یو بند جوړ شو

توسط - په خوست کې د اوبو یو بند جوړ شو

د اوبو ددغه بند ترڅنګ په همدې سيمه کې د ۷۱۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال د جوړيدو کارونه هم پيل شول. خوست والي مهمند ګټوازی وایي، دغه دواړه پروژې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په چوکاټ کې ترسره کيږي، چې د کرنې سکتور د ودې او پرمختګ په برخه کې موثرې تمامېږي: «زراعت زموږ او ستاسې د پرمختګ، ترقۍ او خودکفايۍ...

slideshow, تازه خبرونه, روغتيايي, رپوټ, رپوټونه, كورني خبرونه

د کورونا درېیمه څپه؛ له ګواښ سره مخ کارمندان رخصت شول

توسط - د کورونا درېیمه څپه؛ له ګواښ سره مخ کارمندان رخصت شول

د ياد وزارت د وياند مرستيال میروس علي‌زی وايي، که د مثبتو پېښو شمېر د زياتېدو په حال کې وي، نو ښايي د پوهنتونونو او ښوونځيو رخصتي نوره هم وغځېږي. د علي‌زي په خبره، خلک بايد له روغتيا وزارت سره همکار وي او ټولې روغتیایي لارښوونې دې عملي کړي. نوموړي وويل: «د مثبتو پېښو زياتېدو ته په کتو پرېکړه وشوه چې د ټولو وزارتونو او دولتي...

slideshow, تازه خبرونه, رپوټ, رپوټونه, سياسي, كورني خبرونه

مدني بنسټونه: اوسنۍ جګړه د بهرنیانو له خوا پر موږ تپل شوې

توسط - مدني بنسټونه: اوسنۍ جګړه د بهرنیانو له خوا پر موږ تپل شوې

دوی وايي، په هېواد کې د جګړې پای ته رسول د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو دا غوښتنه تل د طالبانو لخوا رد شوې ده. د مدني فعالانو په خبره، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره یې تمه درلوده چې اوربند به وشي، خو په وينا یې، طالبانو نه يوازې دا چې تاوتريخوالی یې کم نه‌کړ، بلکې په بېلابېلو ولايتونو کې یې...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په بلخ کې موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې

توسط - په بلخ کې موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، دا برید د یکشنې په ورځ ۱۲ بجې د بلخ ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ شوی دی. د ده په خبره، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور امنیتي سرتېري او ملکي وګړي ټپیان شوي دي. هغه زیاتوي، د موټر بم برید له امله مالي زیانونه هم رامنځته شوي...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

خلیلزاد په کابل کې له حکومتي چارواکو سره کتلي

توسط - خلیلزاد په کابل کې له حکومتي چارواکو سره کتلي

د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د جمهور رییس محمد اشرف غني او خلیلزاد په دې لیدنه کې دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا، د سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي او دفاعي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. امریکایي لوري له افغان سرتېرو سره په کلني ډول د ۳،۳ میلیارده ډالرو مرستې د دوام خبر ورکړی او یو ځل بیا یې د افغان هوایي او...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په هېواد کې ۱۳۷۹ نور کسان پر کورونا اخته شوي

توسط - په هېواد کې ۱۳۷۹ نور کسان پر کورونا اخته شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۵۰ تنه مړه شوي او ۳۵۷ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۳۱۹۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۸ زره او ۶۲۲ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

شهزاد اکبر: هره ورځ د جګړې تکتیکونه خونړي کېږي

توسط - شهزاد اکبر: هره ورځ د جګړې تکتیکونه خونړي کېږي

د دې کمېسیون رییسې شهزاد اکبر د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د تاسیس په لمانځ‌غونډه کې دا څرګندونې وکړې. نوموړې زیاتوي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل دا ښيي چې په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.   هغې هیله څرګنده کړه چې د سولې مرکچي پلاوي د جګړې پر پایته رسېدو او د سولې...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په غزني کې د یو سرتېري د ترور پلان شنډ شو

توسط - په غزني کې د یو سرتېري د ترور پلان شنډ شو

د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، یو وسله وال چې غوښتل یې په یاده سیمه کې یو پولیس ترور کړي، هدف ته تر رسېدو وړاندې د هغه دا پلان شنډ شو. دی زیاتوي، یاد وسله وال له پولیسو سره تر نښتې وروسته له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو په خبره یې، له هغه یوه بې غږه تفنګچه او یو...

slideshow, تازه خبرونه, رپوټ, رپوټونه, سياسي, كورني خبرونه

چارواکي: په ګیزاب کې ۵۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي

توسط - چارواکي: په ګیزاب کې ۵۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي

د دغه ولایت د ګيزاب ولسوالۍ امنيه قومندان لالي تېره شپه کليد ته وويل، د ملي امنيت، ملي پوليسو او سیمه‌ییزو پوليسو په ګډون شاخوا ۵۰ سرتېري له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځاي وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي. هغه وايي، ياد سرتېري له تېرو څلور ورځو راهیسي کلابند وو او تېره شپه وسله والو طالبانو ته تسلیم شول. لالی وايي: «شاخوا ۵۰...