توسط Mohammad Khan barial - - 24 غبرګولی 1400
هغه تر دې وړاندې پر کورونا ناروغۍ اخته شوی و او نن سهار یې ساه ورکړې ده.
محمد نبي مصداق تر دې وړاندې د بي بي سي راډیو خبریال او په بریټانیا او امریکا کې یې د پوهنتون د استاد په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
تر دې وړاندې د هېواد د وتلي سندرغاړي عبدالله مقري د مړیني خبر هم خپور شوی و، خو...
توسط Mohammad Khan barial - - 24 غبرګولی 1400
د مصالحې شورا له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو پر افغان سوله او له دې پروسې څخه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ په بحث وکړ.
د ملګرو ملتونو نوي استازي تمه ښودلې چې له مصالحې شورا او نورو اړوندو ادارو سره یوځای به د افغانستان د سولې په برخه کې پورته مرسته کوي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان...
توسط Mohammad Khan barial - - 24 غبرګولی 1400
هغه د ناټو غونډې ته تر تګ وړاندې دا څرګندونې کړې دي.
ده زیاته کړې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازنی د باور وړ هېواد ترکیه ده چې د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر ساتنې مسولیت پر غاړه اخیستلی شي.
د اردوغان په وینا، په دې اړه به د امریکا له جمهور رییس جوبایډن سره هم خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې نن...
توسط Mohammad Khan barial - - 24 غبرګولی 1400
له جمهوري ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې غونډه کې د هېواد پر روان امنیتي حالت او ورته نورو مسایلو بحث وشو.
د سرچینې په وینا، جمهور رییس د امنیتي مسولینو د راپورونو تر اورېدو وروسته امنیتي او دفاعي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې په منظمې همغږۍ په ټول هېواد کې د وسله والو خوځښتونو مخه ونیسي.
دا غونډه پر داسې مهال کېږي...
توسط Mohammad Khan barial - - 23 غبرګولی 1400
د دوی پر باور، نه یوازې وچکالي، بلکې طبیعي پېښې هم شته چې د دوی پر حاصلاتو یې ناوړه غېزه کړې ده.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدجان وایي، اته جریبه ځمکه لري چې هر کال شاوخوا پنځه ۵۰۰منه غنم ورته کوي.
خو د نوموړي په وینا، سږ کال په ژمي کې بارانونه ونه شول چې له امله یې ۵۰۰منه غنم پر ۲۰۰منه غنمو...
توسط Mohammad Khan barial - - 23 غبرګولی 1400
...
توسط Mohammad Khan barial - - 23 غبرګولی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۸۵ تنه مړه شوي او ۴۷۱ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۳۶۱۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۶۱ زره او ۷۸۶ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط Mohammad Khan barial - - 23 غبرګولی 1400
د کندهار ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر اشرف نادري د دغو ښځینه محصلینو په فراغت غونډه کې وویل چې فارغ شوي کسان به په ښار او ولسوالیو کې په دندو وګمارل شي.
هغه وايي: «په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ښځینه نرسانو کمښت وو چې د دغو نرسانو او قابلو په فارغه کېدو سره به ستونزې حل شي. نادري له ټولو فارغه...
توسط Mohammad Khan barial - - 23 غبرګولی 1400
د لاریون ګډونوالو مېرمنو د روانې جګړې د دریدو تر څنګ د سولې په ټپه دریدلو خبرو پر بیا پیل ټینګار کاوه.
د لاریون یوې ګډنوالې مقدسې سلارزۍ وویل، د ننني لاریون هدف د افغان جګړې پای ته رسېدل، د اوربند غوښتنه او له افغان ځواکونو ملاتړ دی.
سلارزۍ زیاته کړه:
«په ډېرو ولايتونو او ولسواليو کې جګړو زور اخېیستی، هغه هم په داسې حالاتو کې...
توسط Mohammad Khan barial - - 23 غبرګولی 1400
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دې وروستیو کې هغه قومي مشران نیول شوي چې د منځګړیتوب پر اساس چې طالبانو ته د افغان ځواکونو پوستې تسلیم کړې دي.
کورنیو چارو وزارت ګواښ کوي چې که هر څوک تر دې وروسته دا کار ترسره کړي، امنیتي ځواکونو ته یې د نیولو امر شوی دی.
ارین زیاتوي، افغان سرتېري د خلکو له ملاتړه برخمن...