توسط Mohammad Khan barial -
هغه زیاتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان حالت او د سولې پر اوسني بهیر خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو، نړیوالو موسیسو او بهرنیو کارمندانو د امنیت خوندیتوب ته ژمنتیا څرګنده کړې ده.
د ډاکتر نعیم په وینا، ملا برادر هغه ته ویلي چې بهرني کارمندان، سفارتونه او خیریه موسیسې...
توسط Mohammad Khan barial -
دی زياتوي، حکومت او امنیتي سکټور بايد پر خپلو جنګي پالیسيو او تکتيکونو بیا غور وکړي.
رحماني د ولسي جرګې د داخلي او دفاعي امنيت کمېسيونونو ته دنده وسپارله چې د امنيتي سکټور نيمګړتيا او کمزورتيا بررسي او د حل لپاره يوه طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
هغه وويل:
«موږ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې امنيتي ګواښونونو، د ولسواليو پر مرکزونو د طالبانو بريدونو...
توسط Mohammad Khan barial -
لاریون کوونکو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې په ټپه درېدلې خبرې دې پیل او د جګړو پر ځای دې د سولې خبرو ته لومړيتوب ورکړي.
د لاریون یو ګډونوال وویل، د لاریون هدف یې د جګړې پای ته رسېدل، د اوربند غوښتنه او له افغان ځواکونو ملاتړ دی.
لاریونوالو له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د جګړې پرمهال دې د...
توسط Mohammad Khan barial -
په خوست کې د کارموندنې پروګرام د اړیکو مسول سیف الرحمن سیراج وایي، د دغه کار لپاره یې لومړۍ په ښار کې د مستحقینو لپاره سروې ترسره کوي او وروسته به ورسره د کسبونو د ژوندي کولو په برخه کې لازمې مرستې کوي:
«د دغه پروګرام له لارې به د خوست ښآر په شپږو ناحیو کې له پنځه زره پنځه سوه کسانو سره مرسته...
توسط Mohammad Khan barial -
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۷۱ تنه مړه شوي او ۲۹۶ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۳۶۸۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۶۲ زره او ۸۲ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط Mohammad Khan barial -
د پوهاند محمد رسول باوري جنازه له مرکز کابل څخه کندهار ته رواړل شوه او پرون مازدیګر یې د لویې عیدګاه په جامع جومات کې د جنازې لمونځ ترسره شو او جنازه يې د کندهار پوهنتون د مشاهېرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
په دې جنازه کې په فرهنګي چارو کې د ریيس جمهور سلاکار محمد زرين انځور د جمهور رییس محمد...
توسط Mohammad Khan barial -
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان وایي، نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کامې ولسوالۍ په ترایي سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د پولیسو په رینجر موټر چاودنه کړې.
د ده په خبره، د دې چاودنې له امله درې پولیس ټپیان شوي دي.
بلخوا، یوې بلې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط...
توسط Mohammad Khan barial -
د دې جرګې رییس میرالرحمن رحماني د نن ورځې عمومي غونډې ته وویل چې د کابل په لودیځه برخه کې پر ملکي وګړو چاودنې د جدي اندېښنې وړ دي.
رحماني د هېواد له سیاسي او امنیتي مشرانو وغوښتل چې د امنیتي حالت ښه کېدو او پر ملکي وګړو د روانو چاودنو مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د...
توسط Mohammad Khan barial -
د هغه زوی میرخان ویلي چې پلای یې ژوندی دی او د مړیني خبر یې ناسم دی.
تر دې وړاندې د هغه د مړینې خبر ورکړل شوی و.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې کورونا ناروغۍ په هېواد کې د ډېرو وګړو ژوند اخیستی دی.
روغتیایي مسولین له هېوادوالو غواړي چې د دې ناروغۍ د مخینوي لپاره د روغتیا وزارت د مسولینو لارښوونې...
توسط Mohammad Khan barial -
هغه تر دې وړاندې د «جي اووه» په غونډه کې د ګډون په هدف انګلیستان ته تللی و.
په بروکسل کې د دې غونډې لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ټاکل شوې چې د ناټو په غونډه کې به بایډن د امریکا د رول په اړه خبرې وکړې، چې تر دې وړاندې د ټرمپ په حکومت کې له ستونزو سره مخ شوی و.
د ناټو...