slideshow, اقتصادی, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په لغمان کې۸۶ جریبه بڼوڼه کېنول شوي

توسط - په لغمان کې۸۶ جریبه بڼوڼه کېنول شوي

د کرنې وزارت خبرپاڼه وایي، یاد بڼوڼه۶۵ بزګرانو ته کېنول شوي او په ټولیزه توګه ۲۰۹ ښځینه او ۲۲۵ نارینه ترې ګټه اخلي. د سرچینې په وینا، یاد بڼونه په مسلکي توګه د پروژې د کارکوونکو له خوا کېنول شوي، له دودیزو بڼونو سره خورا ډېر توپیرونه لري او دوه کاله وروسته حاصلات ورکوي. د معلوماتو له مخې، دا ډول بڼوڼه له یوې خوا د...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان نیول شوي

توسط - په ننګرهار کې دوه داعشیان نیول شوي

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر شپه د ملي امنیت ځواکونو په بهسود ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې دوه غړي نیولي دي. خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوي کسان محمد یاسین او تجول نومېږي چې د دغو ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې یې خلکو ته ګواښونه کول. نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف...

slideshow, بهرني خبرونه, تازه خبرونه, سيمه او نړۍ

امریکا خپلو وګړو ته؛ روسیې ته سفر ونه کړئ

توسط - امریکا خپلو وګړو ته؛ روسیې ته سفر ونه کړئ

د دغه وزارت بیانیه زیاتوي چې د سړي تښتوونې او ناارامۍ له امله دې روسیې، شمالي قفقاز او چچن ته له سفر کولو ډډه وشي. د امریکا حکومت ټینګار کړی چې دغه هېواد به روسیه د هغو هېوادونو په ډله کې شامله کړي چې هلته باید سفر ونه شي. واشنګټن پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د روسیې په اوبو...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

دوې ولسوالۍ بیرته افغان سرتېرو ونیولې

توسط - دوې ولسوالۍ بیرته افغان سرتېرو ونیولې

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. خبرپاڼه زیاتوي چې له طالبانو د دغه ولایت د نورو سیمو د نیولو عملیات هم دوام لري. په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي چې ځواکونو یې د پروان ولایت شینواري ولسوالي هم...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

د سولې پر معنا لرونکو خبرو ټینګار

توسط - د سولې پر معنا لرونکو خبرو ټینګار

د مرکچي پلاوي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او ملکي وګړو ته پر زیانونو اوښتو اندېښنه وښودل شوه. خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې پر دې هم بحث وشو چې روانه جګړه او تاوتریخوالی د سولې پر پروسه څومره منفي اغېزه کوي. د ناستې په وروستۍ برخه کې مرکچي پلاوي په هېواد کې د تاوتریخوالي...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په پغمان کې بیا د برېښنا دوې ستنې نړېدلې

توسط - په پغمان کې بیا د برېښنا دوې ستنې نړېدلې

د دغه شرکت ویاند سنګر نیازي پرون ناوخته کلید ته وویل، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برېښنا د لوړ ولتاژ دوې ستنې نړول شوې دي. هغه زیاتوي، د یادې پېښې په رامنځته کېدو سره میدان وردک، لوګر، غزني او پکتیا ولایتونو ته د وارداتي برېښنا جریان پرې شوی دی. د نیازي په وینا، تر اوسه د برېښنا ستنو چپه کېدو لامل معلوم نه...

slideshow, او نور, تازه خبرونه, رپوټ, رپوټونه, كورني خبرونه

په خوست کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون

توسط - په خوست کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون

د خوست د مرکز اوسیدونکي چې د ولایتي شورا ريس کفیل ریحان تر رهبرۍ لاندې یې پاڅون کړی وایي، که دښمن یې پر هرځای حمله وکړي ځوانان یې دفاع ته چمتو دي. د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان وایي دا پاڅون یې دخپلو ځواکونو څخه د ملاتړ او خاورې سره د مینې په پار پيل کړ: «ځوانانو د خپلې خاورې او ناموس څخه د ساتنې...

slideshow, تازه خبرونه, روغتيايي, رپوټ, رپوټونه, كورني خبرونه

د ښوونیزو بنسټونو پرانیستو په اړه جدي فشارونه

توسط - د ښوونیزو بنسټونو پرانیستو په اړه جدي فشارونه

د ياد وزارت سرپرست وحيد مجروح د شنبې پر ورځ د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل کېدو د مثبتو پېښو پر ګراف اغېزې لرلې دي. هغه زياته کړه، پر دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو په شمېر کې يو سلنه کم‌والی راغلی، خو لاهم د مثبتو پېښو ګراف د لوړېدو په حال کې دی. د مجروح په خبره، د...

slideshow, اقتصادی, تازه خبرونه, رپوټ, رپوټونه, كورني خبرونه

بهر ته د ۳۸۰۰ټنو توکو صادرېدل

توسط - بهر ته د ۳۸۰۰ټنو توکو صادرېدل

د هغه په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې یې يوازې د هوايي دهلیز له لارې د ۴۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸زره ټنه توکي صادر کړي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغاني توکو لپاره ښه بازارونه موجود دي. پوپل وويل: «د روان ميلادي کال په لومړۍ او دويمه ربع کې بيا د هوايي دهلیزونو او ځمکې له لارې د ۴۵۰ میلیونه...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه, کووید ۱۹

په هېواد کې ۱۰۹۵ نور کسان پر کورونا اخته شوي

توسط - په هېواد کې ۱۰۹۵ نور کسان پر کورونا اخته شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۵۶ تنه مړه شوي او ۳۰۰تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۴۶۵۰ او د رغېدلو کسانو شمېر ۶۷ زره او ۴۸۳تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام...