توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وایي، په دې ناسته کې د جمهوریت پر واحد صف، د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او سیاسي اجماع بحث وشو.
په ورته وخت کې د مصالحې شورا هم د دې ناستې ترسره کېدو خبر ورکوي.
د یادې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نننۍ ناستې ته ویلي چې د هېواد اوسنۍ حالت له جدي ګواښ سره مخ دی...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۹۱ تنه مړه شوي او ۹۹۶تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۴۹۶۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۷۱ زره او ۱۲تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
رویټر خبري اژانس د لوړپوړو امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو بهیر به تر راتلونکو څو ورځو بشپړ شي.
دې سرچینې زیاته کړې چې کېدایشي ۶۵۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې د امریکا د سفارت خوندیتوب لپاره پاتې شي.
له دې سره پر یو وخت المان هېواد هم اعلان کړی چې له افغانستان څخه د دغه هېواد د...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، دا کسان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل ښار په درېیمه، څلورمه، پنځمه، شپږمه، اوومه، اتمه، لسمه، دولسمه او ۱۵مه ناحیو کې نیول شوي دي.
د ده په وینا، له نیول شوو کسانو درې میله کمري وسله هم تر لاسه شوې ده.
تر دې مخکې هم په کابل ښار او...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
هغه په ورته وخت کې له تهران هم غوښتي چې د اټومي پرګرام په تړاو پر کړو ژمنو عمل وکړي.
ده زیاته کړې چې د بندیزونو طرحې لېرې کېدل او په دې برخه کې د ایران له خوا پر کړو ژمنو عمل کولی شي سولهییزه حل لار رامنځته کړي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې په ویانا ښار کې د ایران پر اټومي...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۶۶ طالب جنګیالي وژل شوي، ۸۲ نور ټپیان شوي او شپږ تنه ژوندي نیول شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، په همدې موده کې د طالبانو له خوا ۳۴ کړۍ خښ شوي ماینونه او وسلې له منځه وړل شوې دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی حالت د زغملو نه دی او په خبره یې، که د افغانستان سیاسي مشران سره یوځای نه شي، تمه کېږي چې امنیتي حالت نور هم خراب شي.
هغه دا هم ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره وېره شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.
ده طالبان تورن کړي چې له امریکا سره شوې هوکړې...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې یو ځل بیا د مخابراتو په برخه کې پر پانګوونې او شفافیت ټینګار وشو.
جمهور رییس ویلي چې په هېواد کې د ټلیفوني مکالمو لوړه بیه او په ټیټ کیفیت انټرنېټ په هېڅ صورت د منلو نه دي.
د هیواد جمهوررئيس د آکشن او مارکېټ د تنظیم په برخه کې د...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
د دغه ریاست ویاند سنګر نیازي د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار څلور بجې او ۲۵ دقیقې د روښنایۍ دښمنانو د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د برېښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې ده.
د نیازي په خبره، سیمې ته د دوی تخنیکي ټیم تللی، څو د برېښنا پایې رغېدو چارې پیل کړي.
د یادولو وړ ده چې وړمه...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاتوي چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د افغان سرتېرو عملیات اوس هم روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د فاریاب پشتون کوټ ولسوالي او د پروان شینواري ولسوالۍ بیرته افغان سرتېرو نیولې...