توسط Mohammad Khan barial - - 12 چنګاښ 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زي د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په ټول هېواد کې تر اوسه د قارچ سیا ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې.
هغه زیاتوي چې کېدایشي په سمنګان ولایت کې هم د دې ناروغۍ یوه بله پېښه هم ثبت شوې.
که څه هم دا ناروغي ساري نه ده، خو روغتیایي چارواکي یې په هېواد کې چټکو...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 چنګاښ 1400
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په یاده موده کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې ۲۲۸ طالبان وژل شوي او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، په همدې موده کې د طالبانو ۱۳ کړۍ ماینونه او په ډېره اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د احمدزي په وینا، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 چنګاښ 1400
ده زیاته کړې چې یو شمېر سرتېري به تر یو وخته په افغانستان کې مېشت وي.
دا څرګندونې داسې مهال ترسره کېږي چې پرون له بګرام هوایي اډې څخه ټول امریکایي سرتېري ووتل او د دې سترې اډې مسولیت افغان سرتېرو ته وسپاره.
د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي چې افغان ځواکونه به تر دې وروسته له بګرام هوایي اډې څخه د ترهګرۍ پر وړاندې...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 چنګاښ 1400
د دې ادارې مشر په لیبیا کې د ټاکنو پر سر یوې هوکړې ته پر رسېدو او د ګوندونو تر منځ پر یووالي ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، ملګري ملتونه به په دې برخه کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلو مرستو او هڅو ته دوام ورکړي.
د پنجشنبې په ورځ د لیبیا ۷۵ سیاسي ګوندونو د سوویس په ژینوا ښار کې...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 چنګاښ 1400
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، پرون طالبانو غوښتل چې د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.
هغه زیاتوي، د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو کې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي محمد عیسی، د هغه ویاند او ګڼ شمېر نور وسله وال...
توسط Mohammad Khan barial - - 12 چنګاښ 1400
دغو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیټډپرس خبري اژانس ته دا څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو پر وړاندې دا بریدونه به دوام وکړي.
د سرچینې په وینا، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته به د القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملیاتو مشري د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان فرانک مککینزي...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
ځینو څرګندونو ته په پام داسې ښکاري چې کېدای شي دا ځل ورځ تر بلې پراخېدونکې امنیتي ستونزې د سیاسي وحدت او نېږدیوالي د رامنځته کېدو سبب شي.
تر دې ناستې لږ مخکې ارګ ته د نېږدې سرچینو خبرې او څرګندونې دا وایي چې دا ناسته مهمه ده او مهموالی یې په دې کې دی چې تر بل هر وخت دننه په حکومت کې...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
د دغه ولايت والي محمدعمر شېرزاد له کليد سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د ارزګان د شپږ ولسواليو له ډلې يې د درېيو ولسواليو د پوليسو معاشونه یې بانکي کړي، چې ورسره د فساد مخه نیول شوې ده.
هغه وايي، هڅې روانې دي چې د پاتې درېیو ولسواليو د سرتېرو معاشونه هم بانکي سيستم ته واړه وي، څو د فساد کچه صفر شي.
محمدعمر...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
نوموړي د خبریالانو د ملاتړ صندوق په بیا پرانیست غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
هغه په ورته وخت کې له رسنیو او خبریانو هم وغوښتل چې د نظام تر څنګ ودرېږي او له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د هېواد د خلکو او امنیتي ځواکونو د روحیې کمزوري کېدو لامل کېږي.
دانش زیاتوي چې په رسنیو کې باید داسې بحثونه ونه شي چې د هېواد...
توسط Mohammad Khan barial - - 9 چنګاښ 1400
دی زیاتوي، د دې چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه وایې، په یاده چاودنه کې اهل هنودو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
د یادونې وړ ده چې پرون هم په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي وو....