slideshow, كورني خبرونه

کبرا رضايي: له يوه سړي سره د دوو خويندو د واده قضيه كې مداخله نه شو كولاى

توسط - کبرا رضايي: له يوه سړي سره د دوو خويندو د واده قضيه كې مداخله نه شو كولاى

د ښځو چارو وزارت وايي، په ننګرهار کې له يوه سړي سره په يوه وخت کې د دوه خويندو د واده کولو پېښې په اړه هېڅ مداخله نه شي کولی. د دې وزارت په وينا، د نجونو کورنۍ بايد د ياد سړي په وړاندې مقاومت او د دې كار مخنيوى كړى واى. د ښځو چارو وزارت وياندې کبرا رضايي نن له کليد سره خبرو كې...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې ۱۶ داعش وسله والو وژل شوي

توسط - ننګرهار كې ۱۶ داعش وسله والو وژل شوي

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه ناوخته د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ كې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او...

slideshow, كورني خبرونه

د کندهار د هوايي ډګر پر کارکوونکو وسله وال بريد شوی

توسط - د کندهار د هوايي ډګر پر کارکوونکو وسله وال بريد شوی

نامعلومو وسله والو د کندهار هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر ډزې کړي، چې له كبله يې شپږ تنه وژل شوي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې د هوايي ډګر کارکوونکي له خپلو کورونو د دندې په لور روان وو. د خپلواک په وينا، په دې پېښه کې پنځه ښځې، چې په هوايي...

کارتون, ګالري

د روسيې دوه مخی سياست!

توسط - د روسيې دوه مخی سياست!

...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې د کډوالۍ په جعلي فورمو د پيسو اخيستونکي ونيول شول

توسط - ننګرهار كې د کډوالۍ په جعلي فورمو د پيسو اخيستونکي ونيول شول

د ننګرهار امنيۍ قوماندانۍ د استخباراتو مديريت کار کوونکو د کډوالو چارو رياست مامورينو په همکارۍ هغه څلور تنه نيولي، چې غوښتل يې په جعلي فورمو له کډوالو چارو رياست څخه پيسې واخلي. د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، نيول شوي کسان نور محمد، شېر افضل، تقديرالله او انعام الله نومېږي، چې د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي. دا لومړى ځل دى، چې په...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند كې د تازه دمه سرتېرو عمليات دوام لري

توسط - هلمند كې د تازه دمه سرتېرو عمليات دوام لري

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې له مرکز څخه د دې ولايت د يو شمېر ولسواليو او سيمو د نيولو په هدف تازه دمي سرتېري ور رسېدلي او د عملياتو په ترڅ كې يې وسله والو ته درانه تلفات اړولي دي. د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي وويل، دا مهال د لښکرګاه په بشران او نږدې سيمو...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو پاکستان ته ماتې ورکړه

توسط - افغان ۱۹ کلنو ځوانانو پاکستان ته ماتې ورکړه

د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې نن د افغانستان لوبډلې د پاكستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه افغان لوبډلې د ۲۱ منډو په توپير وګټله. د لوبې پچه د پاكستان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه. افغان لوبډلې په ټاكل شويو ۵۰ اورونو كې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۳ منډې جوړې كړې، خو د پاكستان...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

لغمان كې د شهيدانو پل چارې پيل شوې

توسط - لغمان كې د شهيدانو پل چارې پيل شوې

د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند سيمه كې د کابل پر سيند د شهيدانو پل چارې نن پيل شوې. د لغمان ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه پل، چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کليوالي لارو جوړولو د ملي پروګرام له انکشافي بوديجې تمويلېږي، ټولټال يو څلوېښت ميليونه، درې سوه دېرش زره او نهه سوه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د امريكا سفير ته د غازي وزير محمد اکبر خان مډال ورکړ

توسط - جمهور رئيس غني د امريكا سفير ته د غازي وزير محمد اکبر خان مډال ورکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفير مايکل ميکنلي ته د غازي وزير محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ. د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه مډال د خپل ماموريت په موده کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ښو او هر اړخيزه دوستانه اړيکو په ټينګولو او پراخولو، د دوه اړخيزه باور او همکاريو...

slideshow, كورني خبرونه

پټان: امنيتي ځواکونه د ولسي خلكو ملاتړ او همکارۍ ته اړتيا لري

توسط - پټان: امنيتي ځواکونه د ولسي خلكو ملاتړ او همکارۍ ته اړتيا لري

د اروزګان مرستيال والي عبدالواحد پټان له خلكو وغوښتل، چې خپل اولادونه د امنيتي ځواكونو په ليکو کې شامل کړي، ترڅو د هغوى ليكې پياوړې شي. هغه دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ په ترينكوټ كې له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف جوړه شوې غونډه كې وكړه، چې په كې لسګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ښځو او امنيتي مسوولينو ګډون کړى وو. پټان...