توسط TKG -
ټاكل شوې نن د افغانستان او متحده عربي اماراتو كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو شل اوريزو سياليو وروستۍ لوبه په دوبۍ كې ترسره شي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت نن له غرمې وروسته يوه نيمه بجه پيل شي.
تر دې مخكې دواړه ترسره شوې لوبې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ګټلې وې....
توسط TKG -
نن د ډسمبر ۱۸مه نېټه د کډوالۍ نړيواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو كې نمانځل كېږي.
افغانستان دا ورځ په داسې حال كې نمانځي، چې اوس مهال ميليونونه افغانان په نورو هېوادونو كې د كډوالۍ ژوند كوي.
د روان ۲۰۱۶ ميلادي له پيل څخه تراوسه سلګونه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، خو ترڅنګ يې د ناامنيو...
توسط TKG -
د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني په ننګرهار ولايت کې د ښځو په وړاندې د ستونزو د هواري په هدف د جوړ شوي ويډيو کنفرانس له لارې مېرمنې زده کړو، اقتصادي پرمختګ او په سياسي پروسه کې ونډې اخيستنې ته وهڅولې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، بي بي ګل غني په ننګرهار کې د مېرمنو په برخه کې د شته...
توسط TKG -
غزني چې د هېواد په جنوب ختیځ کې پروت کرنيز ولایت دی، ډېری وګړي یې پر کرنيزو چارو بوخت دي او له همدې لارې د خپل ژوند چارې پر مخ وړي، خو بزګران یې تل کرنيزو محصولاتو ته د مناسب بازار او ساتلو ته یې د سړو خونو له نشتوالي سر ټکوي.
په دې لړ کې سږ کال د پیازو حاصلات له یادې ستونزې...
توسط TKG -
افغان دولت له خپلو وسله والو مخالفانو غوښتي، چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او د خپل هېواد له ورانولو لاس واخلي، خو پوښتنه دا ده، چې ایا د دې بهیر د عملي کېدو لپاره وړ او تطبیقي ميکانيزم شته؟
تېره اوونۍ جـمهـور ریـیـس محمد اشــرف غنــي، چـــې د اسلام د ستر پیغمبر محمد(ص) د زېږېدنې د ورځې په مناسبت غونډه کې...
توسط TKG -
ولسي جرګه وايي، د دې جرګې له خوا د سلب اعتماد شويو وزيرانو كار غير قانوني دى او له حكومته غواړي، چې نوي كانديد وزيران دې جرګې ته ور وپېژني.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو نن د دغې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، د دوى له خوا د بې واكه شويو وزيرانو كړنې، په كورنيو او نړيوالو غونډو كې ګډون، د تړونونو...
توسط TKG -
د افغانستان کرکټ بورډ نوي عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل ژمنه وكړه، چې د کرکټ د لا ځلېدا لپاره به په نړيواله او داخلي کچې هلې ځلې او د دې ادارې د لا ملي کېدو په هدف به هڅې وکړي.
نوموړي دا ژمنه نن د ده د معرفۍ په غونډه كې، چې د کابينې يو شمېر غړو، د ملي شورا استازو او د کرکټ...
توسط TKG -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د كندهار هوايي ډګر پر ښځينه كاركوونكو بريد غندلى دى.
نامعلومو وسله والو نن سهار په کندهار ښار کې د هوايي ډګر پر ښځينه کارکوونکو ډزې وکړې، پنځه مېرمنې او د هغوى موټر چلوونکى يې ووژل.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس په دغه دردناکه پېښه سخت خواشيني ښودلې او د دې عمل د غندلو په مهال...
توسط TKG -
د روسيې پوليسو په يو کور كې داعش ډلې سره د اړيکو لرلو په تور دوه تنه له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيولي دي.
راپورونه وايي، داعش پورې تړلو دغو کسانو غوښتل د روسيې په کومه مهمه سيمه کې چاودنې وکړي.
روسي چارواكو څرګنده کړې، نيول شوي کسان په هغه کور کې اوسېدل، چې د مرکزي اسيا د کوم هېواد وګړي په...
توسط TKG -
راپورونه وايي، د بريتانيا د برمنګم ښار په وسکانسن زندان کې د بنديانو د پراخ احتجاج په نتيجه کې د زندان يو شمېر سيمې سوځېدلې دي.
د بريتانيا د عدليې وزارت چارواکو وويل، په زندان کې ټولټال شپږ سوه كسان بنديان وو او له دولسو ساعتونو وروسته درې سوه ځانګړو ځواکونو بېرته د زندان کنټرول په خپل لاس کې واخيست.
په زندان کې دا تاوتريخوالى...