رپوټ, ټولنیز

د پکتیا ځوانان کار غواړي

توسط - د پکتیا ځوانان کار غواړي

د پکتیا ولایت ځوانان وايي بېکارۍ، د اړیکو په اساس ګمارنو، ناامنۍ او نورو ستونزو تر پوزې راوستي. دغه ځـوانان لــه حکـومـت نه غـواړي، چــې د کاري بوختیاوو، لوړو زده کړو، د اداري فساد د مخنيوي او امنیت په ټينګښت کې دې کوټلي ګامونه واخلي. په پکتیا کې د ودان افغانستان ګوند د ولایتي کمېټې مسوول نثار حبیب وایي، ډېری ځوانانو لوړې زدهکړې هم کړي...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - لغمان کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه په دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو په نښته کې د یوه قومندان په ګډون ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، تېره شپه ناوخته د دولت شاه ولسوالۍ د اولوکو په سیمه کې وسله والو طالبانو د سیمه ییزو پولیسو...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان ۱۹ کلن ځوانان سبا له هندي ځوانانو سره د لوبې ډګر ته وځي

توسط - افغان ۱۹ کلن ځوانان سبا له هندي ځوانانو سره د لوبې ډګر ته وځي

ټاكل شوې د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله سبا د هند لوبډلې سره د اسيايي يو ورځنيو سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه كې سره مخ شي. دا لوبې په سرېلانكا كې ترسره كېږي او افغان لوبډلې پرون خپله درېيمه لوبه له سينګاپور څخه په لوى توپير وګټله او تاريخي ماتې يې وركړه. افغانستان په دې لوبه كې سينګاپور ته په نهو وېكټو...

رپوټ, څېړنيز

د سوځېدنې ډېرې پېښې او كم امكانات

توسط - د سوځېدنې ډېرې پېښې او كم امكانات

((په هغه شپه يې زما د خور دسمال وركاوه، چې يو دم د ګازو ډكې دوې ډبې وچاودېدې، خور مې د اور په لمبو كې راګيره شوه، روغتون ته تر رسېدو وړاندې یې ساه وركړه او زموږ د خوشحالۍ شپه يې په غم واړوله)). دا د ۲۲ كلنې شفيقې خبرې دي چې ۱۳ ورځې وړاندې د خپل لېور له ښځې او دوو ندرورانو (د...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

پاپوا نيوګيني کې زوروره زلزله شوې

توسط - پاپوا نيوګيني کې زوروره زلزله شوې

په پاپوا نيوګيني کې تېره شپه د اووه اعشاريه نهه درجې زورورې زلزلې له كبله د سونامي راوتلو خبردارى ورکړل شوى دى. سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې ښايي په ايرلنډ او نيوزيلنډ جزيرو کې سمندري څپې پورته شي. دغه راز د يادې زلزلې له كبله انډونيزيا کې هم د بيداره اوسېدو سپارښتنه شوې ده. زلزله پېژندونکو ادارو ويلي، چې ښايي د دې زلزلې له كبله سمندري...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو سينګاپور ته تاريخي ماتې ورکړه

توسط - افغان ۱۹ کلنو ځوانانو سينګاپور ته تاريخي ماتې ورکړه

د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې، چې په سرېلانكا كې ترسره كېږي، نن د افغانستان لوبډلې د سينګاپور لوبډلې ته تاريخي ماتې ورکړه. د لوبې پچه د سينګاپور لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه. دغې لوبې په ۱۸ اعشاريه ۲ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۷۳ منډې جوړې كړې، خو د افغانستان لوبډلې په ۴...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - ننګرهار کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه په سرخرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو په نښته کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د سرخرود ولسوالۍ په کړسو امنيتي پوسته باندې وسله والو ډله ييز بريد ترسره کړی، چې د افغان ځواکونو...

slideshow, كورني خبرونه

غزني کې د پوليسو د شپږم ماموريت مشر ټپي شوی

توسط - غزني کې د پوليسو د شپږم ماموريت مشر ټپي شوی

د غزني امنيتي چارواکي وايي، د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د پوليسو د شپږم ماموريت د مشر پر موټر تېر ماښام چاودنه شوې، چې په پايله کې يې د ماموريت مشر له يوه ساتونکي سره ټپي شوی دی. د غزني ولايت د امنيې قومندانۍ وياند فهيم امرخېل کليد ته وويل، چې د پوليسو د شپږم ماموريت د مشر ميرويس پر موټر...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

سوريې پوځ ته لسګونه وسله وال تسليم شوي

توسط - سوريې پوځ ته لسګونه وسله وال تسليم شوي

وروسته له هغې، چې د سوريې جمهور رئيس وسله والو ته د تسليمېدو په صورت کې د بښنې اعلان وکړ، لسګونو وسله والو د سوريې پوځ ته ځانونه سپارلي دي. د راپورونو له مخې، تسليم شويو وسله والو د حمص په بېلابېلو سيمو کې فعاليت کاوه. بشارالاسد دا اعلان وروسته له هغې کړى، چې حکومتي ځواکونو د حلب ښار په بشپړ ډول د وسله والو...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د پاکستان د پوځ لوى درستيز سعودي عربستان ته رسېدلی

توسط - د پاکستان د پوځ لوى درستيز سعودي عربستان ته رسېدلی

د پاکستان د پوځ نوى لوى درستيز د يو لړ مسايلو په اړه د خبرو په هدف په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته رسېدلى دى. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال قمر جاوېد باجوه د رياض په هوايي ډګر کې د سعودي عربستان د دفاع وزير محمد بن عبدالله له تود هرکلي مخ...