slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

اسراييلو د امريكا سفير احضار کړی

توسط - اسراييلو د امريكا سفير احضار کړی

وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلسطين په اشغال شويو سيمو کې د يهودي ناقلينو د استوګنځايونو جوړول وغندل او د كار د درولو غوښتنه يې وکړه،اسراييلو د امريکا سفير احضار كړ. د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پرون په تل ابيب کې د امريکا سفير ډينيل شپيرو خپل دفتر ته غوښتى و او په دې اړه يې خپل اعتراض...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار ولايت لپاره يو کلن کاري پلان جوړېږي

توسط - ننګرهار ولايت لپاره يو کلن کاري پلان جوړېږي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، امنيتي او ملکي برخه کې ددغه ولايت لپاره يو کلن کاري پلان جوړېږي. د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې والي ګلاب منګل، د امنيت، سيمه ييزې حکومتوالۍ، زېربنا او طبيعي سرچينو، تعليم، تحصيل او فرهنګ، روغتيا، کرنې او د کليو پراختيا، ټولنيز خونديتوب، خصوصي سکټور وده او...

slideshow, كورني خبرونه

کندوزيان: د توپونو مرميو مو کورونه وران او ماشومان يې راته شهيدان کړل

توسط - کندوزيان: د توپونو مرميو مو کورونه وران او ماشومان يې راته شهيدان کړل

له تېرې يوې اونۍ راهيسې د کندوز ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پامير ۱ په نوم د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي، چې تر اوسه پورې دوام لري. د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ډي سي توپونو د مرميو د بې هدفه فيرونو له لاسه پوزې ته راغلي او هره ورڅخه قرباني اخلي، چې تازه...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

روسيه كې يو ورځنى ملي ماتم اعلان شو

توسط - روسيه كې يو ورځنى ملي ماتم اعلان شو

د روسيې د غورځېدلې پوځي الوتکې د وژل شويو کسانو په وير کې نن يو ورځنى ملي ماتم اعلان شوى دى. روسي چارواکو ويلي، پرون سهار له سوچي بندر څخه الوتې يوه پوځي الوتکه څو دقيقې وروسته ترۍ تم شوه، چې وروسته يې پاتې شوني په تور سمندرګي کې وموندل شول. په دغه پېښه کې ۹۲ کسان وژل شوي، چې په کې پوځيان، ژورناليستان او...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار: پچيراګام کې پاڅونوالو ته ۱۰ امنيتي پوستې جوړې شوې

توسط - ننګرهار: پچيراګام کې پاڅونوالو ته ۱۰ امنيتي پوستې جوړې شوې

ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، پچير اګام ولسوالۍ کې پنځه سوه پاڅونوالو ته لس امنيتي پوستې جوړې او په شرايطو برابر ځوانان په کې ځای پرځای شول. د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري د پچيراګام ولسوالۍ کوز او بر پچير ساحو کې د سيمې د امنيت ټينګښت...

slideshow, اقتصاد, سوداګري, كورني خبرونه

د افغانستان او ازبکستان ګډه اقتصادي غونډه نن پيلېږي

توسط - د افغانستان او ازبکستان ګډه اقتصادي غونډه نن پيلېږي

په تاشکند کې نن د افغانستان او ازبکستان ګډه اقتصادي غونډه پرانيستل کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزى وايي، چې په دې غونډه کې په اقتصادي چارو کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د فوق‌ العاده استازي محمد همايون قيومي په ګډون شل کسيز افغان پلاوى ګډون کوي. د افغانستان او ازبکستان په ګډه اقتصادي غونډه کې پر ټرانزيټي...

رپوټ, سياسي

په دانګام کې سکون دی

توسط - په دانګام کې سکون دی

د کونړ دانګام ولسوالي چې څو میاشتې وړاندې د سختو جګړو شاهده وه، اوس مهال ارامه شوې او امنیت یې ټینګ شوی دی. په دغه ولسوالۍ تېر کال پاکستاني طالبانو او سږکال سیمهییزو طالبانو بريدونه وکړل، خو ویل کېږي، چې د افغان ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول. د کونړ ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید دهقان د دانګام ولسوالۍ د وضعیت په...

ورځنى تصوير, ګالري

د کابل پوهنتون ژېړ رنګې ښکلا!

توسط - د کابل پوهنتون ژېړ رنګې ښکلا!

...

slideshow, كورني خبرونه

سرکاڼو کې تصفيوي عمليات پيل شول

توسط - سرکاڼو کې تصفيوي عمليات پيل شول

د امنيتي ځواكونو له لوري د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات پيل شول. په ختيځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نن سهار يې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو دويمې پلې لېوا په مشرۍ له ملي، سيمه ييزو او سرحدي پوليسو او د ملي...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان كې د ماين چاودنې دوه تنه وژلي

توسط - لغمان كې د ماين چاودنې دوه تنه وژلي

په لغمان ولايت كې د وسله والو له لوري د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې دوه ولسي وګړي ووژل. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په قرغيو ولسوالۍ كې شوې ده. د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې نور چا ته زيان نه دى اوښتى. د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه...