توسط TKG -
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، بټي کوټ او روداتو ولسواليو کې يې د ګډو عملياتو پرمهال ۱۶ شکمن کسان نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره ورځ د بټي کوټ او روداتو ولسواليو ګډو ځواکونو په خپلو سيمو کې عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې ۱۶ کسان د شک په تور نيول شوي دي.
نوموړی...
توسط TKG -
په وروستیو کې په نوي کابل بانک یو ځل بیا نیوکې ډېرې شوې دي او خلک وایي، د دغه بانک مامورین خلکو ته چټک او پر وخت خدمات نه شي وړاندې کولای او دغه راز له خپلو مشتریانو سره سم چلند هم نه لري.
دوی خبرداری ورکوي که د دغه بانک مدیریت په خپله اداره کې د پام وړ اصلاحات رامنځته نه کړي ښایي...
توسط TKG -
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې يې د کلا شنکوف ۱۰۴۰ فيره مرمۍ کشف او تر لاسه کړي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د شډل په سيمه کې په يوې سراچه ډوله موټر کې ۱۰۴۰ فيره د کلا شنکوف مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.
نوموړی...
توسط TKG -
جمهور رييس محمد اشرف غني تېر ماښام د توحيد ملي مركز كې د ويډيو كنفرانس له لارې د ۳۴ ولايتونو ملکي او نظامي مسوولينو ته په ټول هېواد کې د نشه يي توکو په ضد مبارزه کې د ګډې همکارۍ لارښوونه وکړه.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رييس غني له قوله راغلي، د نشه يي توکو کښت، توليد، پروسس، قاچاق او استعمال،...
توسط TKG -
د پاکستان، روسيې او چين لوړپوړي چارواكي نن په مسكو كې د افغانستان په اړه غونډه كوي.
افغان حکومت د دې غونډې په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، دا چې همغږي ورسره نه ده شوې، نو د غونډې په هدف کې ورته ابهام ښکاري.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند خيرالله ازاد وويل، هره هغه غونډه، چې د افغانستان په اړه جوړېږي او د افغان...
توسط TKG -
د ننګرهار عامې روغتيا رياست له لوري تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې څلور خصوصي روغتونونه د بېلابېلو ستونزو له كبله وتړل شول.
په جلال اباد ښار کې د بي بي فاطمة الزهرا ولايتي روغتون امر ډاکټر حکمت الله عرب کليد ته وويل، چې په ننګرهار ولايت کې د صحي چارو د بهبود او خصوصي سکټور د روغتيايي چارو...
توسط TKG -
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو په بهسودو ولسوالۍ کې يو ډاکټر په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه ۱۲ بجې د بهسودو ولسوالۍ په جمالو سيمه کې د اېمل په نوم يو ډاکټر د ناروغ د درملنې په نوم له کوره ايستل شوی او وروسته په ډزو سره وژل شوی دی.
نوموړی...
توسط TKG -
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې ځانمرګى بريد شوی، چې په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې دا ځانمرګى بريد د هلمند- کندهار پر لويه لار د ٦٠١ سړک په سيمه کې شوى او هدف يې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر و.
د...
توسط TKG -
نن د مرغومي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل له ۳۷ مې كليزې سره برابره ده.
په دغه ورځ لسګونه زره شوروي پوځيان افغانستان ته راغلل او د هېواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
خو افغانانو مقاومت وکړ او د نږدې ۱۰ کلنې جګړې په پايله کې روسان له افغانستانه وتو ته اړ شول.
په دغه جګړه کې شاوخوا ۱۵۰۰۰...
توسط TKG -
د ملي امنيت منسوبينو په کابل ښار کې د وسله والو غلو يوه پنځه كسيزه ډله نيولې ده.
د ملي امنيت لوى رياست نن په خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې نيول شوې ډلې د ملي امنيت، ملي پوليسو او څارنوالۍ له نوم څخه په ګټې اخيستو په کابل ښار کې په وسله والو غلاوو لاس پورې کاوه.
سرچينې د نيول شويو كسانو نومونه عبدالغفور،...