او نور, هنر او فرهنګ

دا اونۍ له خوشال مومند سره

توسط - دا اونۍ له خوشال مومند سره

شاعر، سندرغاړی او ليكوال خوشال مومند ۲۵كاله وړاندې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. مومند چې د يوې مذهبي كورنۍ غړى دى، وايي چې قسمت هنرمند كړ: ((البته زه ميراثي هنرمند نه يم، د کورنۍ مشران مو مولويان، شيخان او ديني سټې تېرې شوې دي، خو زه په کې هنرمند شوى يم. د ښوونځي په دوره کې مې ترانې...

اقتصادی, رپوټ

کاروباري مېرمنې؛ ستونزې او پرمختګونه

توسط - کاروباري مېرمنې؛ ستونزې او پرمختګونه

یو شمېر کاروباري مېرمنې وايي، له یوه لوري د اقتصادي ستونزو له کبله کار کولو ته اړې دي، خو له بلې خوا د خلکو له لوري ورته په بده سترګه کتل کېږي او په خپلو کارونو او سوداګرۍ کې ارامې نه دي. د کابل ښار د سيټي سنټر سوداګريز مارکېټ یوې دوکاندارې د نوم نه خپرېدو په شرط وویل، د خلکو له ناسم چلند...

اقتصادی, رپوټ

په لغمان کې د سبزۍ حاصلات زیات شوي

توسط - په لغمان کې د سبزۍ حاصلات زیات شوي

د لغمان ولایت بزګران وايي، سږکال یې د اصلاح شویو تخمونو د کرلو او په روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون له کبله حاصلات ښه شوي دي. د لغمان ولایت یوه بزګر روح الله نیازی وايي، چې سږکال په دغه ولایت کې د بزګرو حاصلات تر پخوا څو چنده زیات شوي دي: ((ځکه اصلاح شوي تخمونه مو کرلي وو.)) دغه بزګر زیاتوي، که چېرې دولت...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

کندهار کې د کرکټ اکاډمي جوړېږي

توسط - کندهار کې د کرکټ اکاډمي جوړېږي

د کرکټ بورډ مسولين وايي، چې ډېر ژر به په کندهار کې د کرکټ معياري اکاډمي جوړه کړي. د کرکټ بورډ رييس شکرالله عاطف مشعل په كندهار كې خبريالانو ته وويل، په پلان کې لري، چې په افغانستان کې د کرکټ پنځه معياري اکاډمۍ جوړې کړي، چې پيل به يې د کندهار څخه کوي. نوموړي په کندهار کې له کرکټ سره د ځوانانو علاقه مندۍ...

رپوټ, ټولنیز

د غزني د پښتون مېشته سیمو زده کوونکي محروم دي

توسط - د غزني د پښتون مېشته سیمو زده کوونکي محروم دي

په غزني کې د همت په نوم بنسټ، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سيمو کې د پوهنې د وضعیت په تړاو څېړنه کوي، وايي، چې په لرې پرتو سيمو په ځانګړي توګه په پښتونمېشتو ولسوالیو کې زدهکوونکي وړ ښوونيز چاپېریال او لومړینو اړينو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. دوی دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د غزني ولایت د ولسوالیو...

slideshow, كورني خبرونه

کابل کې چاودنې د فکوري بهشتي په ګډون څلور تنه ټپيان کړل

توسط - کابل کې چاودنې د فکوري بهشتي په ګډون څلور تنه ټپيان کړل

د کابل امنيې قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي، چې په شپږمې ناحيې كې شوې چاودنې د ولسي جرګې د غړي فکوري بهشتي په ګډون څلور تنه ټپيان كړي دي. دا چاودنه نن سهار د كابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند د الزهرا مسجد ترڅنګ وشوه. د كابل امنيې قوماندان په وينا، ماين تر يو پلچک لاندې ځای پرځای شوی و او هغه وخت وچاودېد، چې د...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې ۱۱طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - ننګرهار كې ۱۱طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت په چپرهار او هسکه مېنه ولسواليو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي بريدونو له كبله يوولسو طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼى وايي، د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له كبله څلور وسله وال طالبان ووژل شول او څلور...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان کې ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - لغمان کې ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي ځواكونو په لغمان کې د الماس ۳۴ په نوم عملياتو په مهال ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، پرون سهار يې د لغمان پر مرکز سربېره د دغه ولايت لوېديځ لور كې د الماس ۳۴ په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي، چې په...

slideshow, كورني خبرونه

کشک کهنه كې امنيتي ځواكونه د پرمختګ په حال كې دي

توسط - کشک کهنه كې امنيتي ځواكونه د پرمختګ په حال كې دي

د هرات ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په روانو تصفيوي عملياتو کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي وايي، دغه تصفيوي عمليات تېره ورځ پيل شوي او په مهال يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. احمدي زياتوي، په نښته کې يو ملي پوليس هم...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار د هوايي ډګر د سروې لپاره يو ټيم ورغلی

توسط - د ننګرهار د هوايي ډګر د سروې لپاره يو ټيم ورغلی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ملکي هوايي ډګر د سروې په موخه مسلکي ټيم دغه ولايت ته وررسېدلی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې د ولايتي ادارې په غوښتنه د هېواد هوايي چلند ادارې له لوري په دغه ولايت کې د ملکي هوايي ډګر جوړولو په موخه د سروې تر سره کولو لپاره مسلکي ګمارل شوی ټيم...