توسط TKG - - 11 مرغومی 1395
ټاكل شوې نن په لوګر ولايت كې د كركټ معياري لوبغالي د بنسټ ډبره كېښودل شي.
په دې مراسمو كې به د لوګر ولايت او كركټ بورډ چارواكي او يو شمېر نور كسان ګډون وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې پرون د خوست په مرکز کې د کرکټ نړيوال لوبغالى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو كې زرګونو کسانو...
توسط TKG - - 11 مرغومی 1395
په كابل ښار كې د هوا ككړتيا زياتېدو له كبله نن د ملي شورا يو شمېر غړي په دغه ښار كې لاريون او د دې ستونزې د حل غوښتنه كوي.
د ولسي جرګې د ښځو چارو كمېسيون مشرې او د لاريون يوې تظيموونكې فوزيه كوفي كليد ته وويل، د هوا ككړتيا ستونزې د حل په هدف يې په وار وار له مسوولينو سره بېلابېلې...
توسط TKG - - 10 مرغومی 1395
د خوست په مرکز کې د کرکټ لوبغالى جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو كې زرګونو کسانو ګډون کړى و.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل كليد ته وويل، چې پر دغه لوبغالي شاوخوا ۶۲ ميليونه افغانۍ د جرمني سفارت لخوا لګول شوي او د شاوخوا اوو زرو نندارچيانو د ځايولو ظرفيت لري.
نوموړي ژمنه وکړه،...
توسط TKG - - 10 مرغومی 1395
جمهور رييس محمد اشرف غني د ۳۴ ولايتونو واليانو، مشرتابه پلاوي او د ولايتي شوراګانو غړو سره د چارو د ښه تنظيم او د ولايتي شوراګانو اړتياوو ته د رسېدنې په هدف په ارګ کې د توحيد په ملي مرکز کې د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
هغه له نظام او له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ او د دښمن په...
توسط TKG - - 10 مرغومی 1395
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي امنيتي او دفاعي ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۳۴ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، لوګر، غزني، زابل، كندهار، اروزګان...
توسط TKG - - 10 مرغومی 1395
د افغانستان کرکټ بورډ او کرکټ شنونکي ۲۰۱۶ کال د هېواد کرکټ لپاره د پرمختګ او لاسته راوړنو ډک کال بولي.
د دوی په وينا که چېرته افغان لوبډلې ته د ډېرو لوبو زمينه برابره شي، دوی به نور هم وځلېږي او نړيوالو ته به وښايي، چې دوی له غټو لوبډلو سره ښې لوبې کولای شي.
د کرکټ يوه شنونکي هدايت الله غيرت کليد ته...
توسط TKG - - 10 مرغومی 1395
جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، زرنج به د افغانستان دويم وچ ټرانزيټي او سوداګريز بندر وي او مقدماتي کارونه يې پيل شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې په ارګ كې د نيمروز ولايت له مشرانو او مدني فعالانو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې ليدنه كې نعمت الله صديق، محمد صديق چخانسوري او عبدالله نورزي د نيمروز...
توسط TKG - - 10 مرغومی 1395
د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست په هلو ځلو او د چايل فنډ موسسې په مرسته تېره ورځ د دغه ولايت د سره رود، کامې او بهسودو ولسواليو ۶۰۰ تنه روزل شوو ځوانانو ته د حرفوي زده کړو وسايل او نغدې پيسې ورکړل شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو...
توسط TKG - - 10 مرغومی 1395
په پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو څخه د لومړي ځل لپاره له څلورو ښوونځيو پنځوسو تنو نجونو د فراغت وياړ ترلاسه کړ او د يو لړ شانداره مراسمو پر مهال د فراغت تصديق پاڼې ورکړل شوې.
په همدې اړه د پنجشنبې په ورځ جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا پر والي محمدالياس وحدت سربېره، د ولايتي شورا رييس او غړو، د پوهنې رياست...
توسط TKG - - 10 مرغومی 1395
په لغمان کې د ديني عالمانو لپاره معلوماتي ټکنالوجۍ ته د لاسرسي په هدف د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو لس مياشتنى پروګرام پيل شو.
د لغمان ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه لس مياشتنى پروګرام د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معينيت او د افغانستان د ښوونې او بيارغونې موسسې له لوري د يو ګډ...