slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار د شپږو ولسواليو لپاره د القاعده شبکې مالي مسوول ونيول شو

توسط - د ننګرهار د شپږو ولسواليو لپاره د القاعده شبکې مالي مسوول ونيول شو

د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ په ۲۶مې ويالې سيمه کې تېره شپه ځانګړو کورنيو ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د شينوارو شپږو ولسواليو لپاره د القاعده شبکې مالي مسوول حضرت الله له څلورو نورو شکمنو کسانو سره يو ځاى نيول شوى دى. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د يادو عملياتو په مهال د...

slideshow, كورني خبرونه

کاپيسا کې ۲۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - کاپيسا کې ۲۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا امنيتي چارواكي وايي، چې اوس مهال د دې ولايت د تګاب ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې امنيتي ځواکونو په ياده ولسوالۍ كې له طالبانو څخه لسګونه لويې او وړې سيمې نيولې دي. د هغه په وينا، په دې...

slideshow, كورني خبرونه

د هلمند د ښوونځيو لپاره لښكرګاه ته سلګونه زره كتابونه انتقال شوي

توسط - د هلمند د ښوونځيو لپاره لښكرګاه ته سلګونه زره كتابونه انتقال شوي

د هلمند د پوهنې رياست چارواكي وايي، له اووه كلن ځنډ وروسته د پوهنې وزارت لخوا د دې ولايت د ښوونځيو د زده كوونكو لپاره سلګونه زره كتابونه ور لېږل شوي، چې پر مركز لښكرګاه سربېره د ولسواليو ښوونځيو ته به هم وركړل شي. د هلمند د پوهنې رئيس قدرت الله يعقوبي په وينا، تر دې مهاله څلور زره او سل کارتنه کتابونه د...

slideshow, كورني خبرونه

امريکايي ځواکونو کندوز کې د ۳۳ ملکي وګړو وژل تاييد کړل

توسط - امريکايي ځواکونو کندوز کې د ۳۳ ملکي وګړو وژل تاييد کړل

په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ومنله، چې درې مياشتې مخکې يې په کندوز ښار کې په هوايي بريدونو کې ٣٣ ملکي وګړي وژلي او ٢٧ نور يې ټپيان کړي وو. د امريکايي ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندوز د يادو بمباريو او عملياتو په تړاو يې څېړنې بشپړې شوې دي. دغه بريدونه د ١٣٩٥ لمريز کال د...

slideshow, كورني خبرونه

طالبانو د امريکاىي پوهنتون د استادانو وېډيو خپره کړه

توسط - طالبانو د امريکاىي پوهنتون د استادانو وېډيو خپره کړه

وسله والو ‌طالبانو د امريکايي پوهنتون د دوو تښتول شوو پروفيسرانو وېډيو خپره کړه. دغه استادان د تېر کال په اګسټ مياشت کې په کابل کې د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شول. دغه دوه تنه چې کيون کينګز او ټيموتي جان ويکس نومېږي له امريکا غواړي، چې د دوی د خوشې کولو لپاره له وسله والو ‌طالبانو سره خبرې وکړي. کيون کېنکز د امريکا...

slideshow, كورني خبرونه

نی د درې خبريالانو مرګ‌ژوبله ستره ضايعه وبلله

توسط - نی د درې خبريالانو مرګ‌ژوبله ستره ضايعه وبلله

د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نی وايي، د دوو خبريالانو وژل کېدل او يوه ټپي کېدل د افغانستان د رسنيزې ټولنې لپاره ستره ضايعه ده. د دغه ادارې له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د جدي په ۲۱مه په کابل کې په دوه ځانمرګو بريدونو کې د نورو هېوادوالو تر څنګ د ولسي...

slideshow, كورني خبرونه

د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې سيمه کمه شوې

توسط - د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې سيمه کمه شوې

د ۲۰۱۵ کال له وروستىو د ۲۰۱۶ کال تر اګسټ پورې افغان ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې ۹ په سلو کې سيمه له لاسه ورکړې ده. د افغانستان لپاره د امريکا د مرستو ځانګړې څارونکې اداره ىا سيګار وايي، د ۲۰۱۵ کال د نومبر تر ۲۷مې نېټې افغان ځواکونو د هېواد په ولسوالىو کې په ۷۲ سلنه خاوره حاکمىت درلود، خو دغه سلنه د...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريكا كې د امنيتي ځواكونو د نوي کال په رارسېدو ګزمې زياتې شوي

توسط - امريكا كې د امنيتي ځواكونو د نوي کال په رارسېدو ګزمې زياتې شوي

د امريکا د استخباراتي ادارو چارواکو ويلي، چې د نوي کال په درشل کې د هېواد په هېڅ ګوټ کې د ترهګرۍ کوم لوى ګواښ موجود نه دى. استخباراتي چارواکو منلې، چې که څه هم د کوم ستر ترهګريز بريد وېره نه شته، خو په وينا يې، له ترهګريز احتمالي بريد څخه انکار هم نه شي کولى. د استخباراتي ادارو مسوولينو رسنيو ته ډاډ ورکړى،...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار: اچين کې ۴ طالب وسله وال وژل شوي

توسط - ننګرهار: اچين کې ۴ طالب وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په اچين ولسوالۍ کې د يوه قومندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژلي دي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د اچين ولسوالۍ په انځري سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې د وسله والو طالبانو د...

کارتون, ګالري

مهربانه ګاونډي هېوادونه!!!

توسط - مهربانه ګاونډي هېوادونه!!!

...