توسط TKG - - 26 مرغومی 1395
د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز تېره اونۍ یو ځل بیا قضايي جلسه درلوده. دغه مرکز دا ځل د کورنیو چارو وزارت یو جنرال محاکمه کړ.
په جنرال تور و، چې د دندې پرمهال یې له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه پورته کړې او رشوت یې اخيستی دی.
دا جنرال د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست د ارزونې کمېټې مشر و....
توسط TKG - - 25 مرغومی 1395
د غزني ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، د پوليسو په ليکو کې د فساد له منځه وړلو ته ژمن دي او هېڅوک مکلف نه دي، پوليسو ته د لارو په اوږدو او چېک پواينټونو کې پيسې ورکړي.
د غزني امنيې قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وويل، د روان کال په اوږدو کې يې د ولسواليو اته قوماندانان او د پوليسو ۱۰ ټيټ...
توسط TKG - - 25 مرغومی 1395
عراقي ځواکونو ادعا کړې، چې د موصل پوهنتون ودانۍ يې له داعش وسله والو نيولې او د جګړې په مهال يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
عراقي جنرال عبدالامير وايي، چې له تېرو څو اونيو راهيسې يې په موصل ښار کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې.
نوموړي د عراقي ځواکونو د پرمختګ په اړه وويل، چې داعش وسله وال اوس د دجلې...
توسط TKG - - 25 مرغومی 1395
د نړۍ ستر اسلامي مبلغ ډاکټر ذاکر نايک په نوي ډيلي کې محکمې څخه غوښتي، چې پر ده لګېدلي بنديزونه لرې کړي.
د ذاکر نايک د اسلامي مرستو بنسټ (آى آر اېف) چارواکو په نوي ډيلي کې دا غوښتنه وروسته له هغې کړې، چې هندي حکومت پر ذاکر نايک تور پورې کړى، چې د هند په ضد يې يو لړ څرګندونې کړې دي.
ذاکر نايک،...
توسط TKG - - 25 مرغومی 1395
په كاپيسا ولايت كې د پوليسو د ځانګړې قطعې د عملياتو په مهال د يو مهم قوماندان په ګډون درېيو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه يوه بجه د دې ولايت په كوهبند ولسوالۍ كې ترسره شوي دي.
د هغه په خبره، د يادو عملياتو په...
توسط TKG - - 25 مرغومی 1395
د امريکا نوي منتخب جمهور رييس ډونالډ ټرمپ له خوا دفاع وزارت ته نومول شوى کانديد جېمز ماټيس وايي، که چېرې دى د دفاع وزير په توګه ومنل شي، نو له پاکستانه به وغواړي، چې نور هم د ترهګرو په وړاندې مبارزه چټکه کړي.
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د انتخابېدو په صورت کې به پر پاکستان زور راوړي، چې خپله...
توسط TKG - - 25 مرغومی 1395
داعش ډلې د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې لسګونه هغه کورونه سوځولي، چې له مودو راهيسې په کې څوک نه اوسېدل .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د کوټ ولسوالۍ بابا غونډۍ او بر سې پاى هغه غرنۍ سيمې دي، چې سلګونه کورنۍ يې له مودو راهيسې د جګړې له كبله نورو سيمو ته کډوالې شوي او خپل کورونه يې خالي...
توسط TKG - - 25 مرغومی 1395
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن شپه په متحده عربي اماراتو كې د صحرا په نوم شل اوريزو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د ايرلنډ لوبډلې سره ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د شپې اووه نيمې بجې پيل شي.
د افغانستان كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو كې ګډون كوونكې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې...
توسط TKG - - 24 مرغومی 1395
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا په متحده عربي اماراتو كې د صحرا په نوم سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د ايرلنډ لوبډلې سره ترسره كړي.
د افغانستان كركټ د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو كې ګډون كوونكې لوبډلې په دوو ګروپونو ويشل شوې دي.
په الف ګروپ کې افغانستان، ايرلنډ، نميبيا او کوربه هېواد متحده عربي امارات سره يوځاى شوي او...
توسط TKG - - 24 مرغومی 1395
په خوست کې نن د الکوزي ۱۶ کلنو تنكيو ځوانانو ولايتي يو ورځنيو لوبو په لړ کې د نورستان لوبډلې د هرات لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د نورستان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
د هرات لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د نورستان لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه، خو د نورستان...