slideshow, كورني خبرونه

کونړ کې د طوفان ۶۲ په نامه چاڼيز عمليات پيل شول

توسط - کونړ کې د طوفان ۶۲ په نامه چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې يې د طوفان ۶۲ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل. په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د کونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د طوفان ۶۲ په نوم، د ملي اردو د...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

سعودي د ايران او داعش په وړاندې د ډونالډ ټرمپ د سياستونو هركلى وکړ

توسط - سعودي د ايران او داعش په وړاندې د ډونالډ ټرمپ د سياستونو هركلى وکړ

سعودي عربستان د ايران او داعش په وړاندې د امريکا د نوي منتخب جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د سياستونو هركلى كړى. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير پرون د ډونالډ ټرمپ د هغو تګلارو هرکلى وکړ، چې له مخې به يې ايران په سيمه کې منزوي کوي او د داعش په ضد به خپله مبارزه روانه ساتي. ټرمپ د خپل ټاکنيز كمپاين...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

انګيلا ميرکل: امريکا په منځني ختيځ کې جګړه توده ساتلې

توسط - انګيلا ميرکل: امريکا په منځني ختيځ کې جګړه توده ساتلې

د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل د امريكا د نوي منتخب جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې امريكا د کډوالو د بهير چټکېدلو ستونزه کې ګرمه وبلله. ميرکل وويل، امريکا په منځني ختيځ کې جګړه توده ساتلې، چې له كبله يې زرګونو کډوالو اروپا ته مخه کړې. ډونالډ ټرمپ د جرمني لومړۍ وزيرې ته د ملامتۍ ګوته نيولې، چې ګواکې خپل هېواد...

slideshow, كورني خبرونه

بلخ كې د وسله والو طالبانو د ماين جوړونې يو مرکز کشف شوى

توسط - بلخ كې د وسله والو طالبانو د ماين جوړونې يو مرکز کشف شوى

د ملي امنيت د عمومي رياست موظفينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې په بلخ ولايت کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړونې يو مرکز کشف كړى دى. ياد رياست نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، موظفينو يې په دې عملياتو كې په زياته اندازه توکي، چې د چسپکي او له لرې واټنه کنټرولېدونكو ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو په جوړونه کې ورڅخه...

slideshow, كورني خبرونه

د ژورناليستانو ملي اتحاديې د ولسي جرګې د وروستۍ طرحې هرکلی وکړ

توسط - د ژورناليستانو ملي اتحاديې د ولسي جرګې د وروستۍ طرحې هرکلی وکړ

د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې د ولسي جرګې د هغه قانون د طرحې د تصويب هرکلی وکړ، چې له مخې يې بايد د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو قربانيانو ته د شهيد كليمه وكارول شي. له دغې اتحاديې څخه نن کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هېواد د امنيتي ځواکونو قربانيو ته درناوى د هر افغان مسووليت دی او...

slideshow, كورني خبرونه

د مسلمانانو په ضد له تبعيض او كركې سره د مبارزې غونډه جوړېږي

توسط - د مسلمانانو په ضد له تبعيض او كركې سره د مبارزې غونډه جوړېږي

په داسې حال كې، چې نن اروپايي ټولنه، كاناډا، امريكا او د اسلامي همكاريو سازمان په ګډه په نيويارك كې د ملګرو ملتونو سازمان په مقر كې د مسلمانانو په ضد له تبعيض او كركې سره د مبارزې غونډه جوړوي، په افغانستان كې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى فرانز مايكل ميلبن وايي، هېڅ ډول مذهبي تبعيض د منلو وړ نه دى او ياده...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ترکيه کې د نوي کال په شپه بريد ګر نيول شوی

توسط - ترکيه کې د نوي کال په شپه بريد ګر نيول شوی

د ترکيې پوليسو په استانبول کې د نوي ميلادي كال په شپه پر يوه شپني كلب بريد کوونکی له پنځو نورو کسانو سره نيولی دی. پوليسو ويلي، چې بريد کوونکی عبدالقادر مشاريپوف نومېږي، د ازبکستان اوسېدونکی دی او له داعش ډلې سره يې اړيکه درلوده. پوليسو ياد وسله وال په اسن يورت سيمه کې، چې په استانبول کې موقعيت لري، د يو قرغزي اوسېدونکي په...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې ۶ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نيول شوي

توسط - ننګرهار کې ۶ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نيول شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو يې د بېلا بېلو جرمونو په تور شپږ تنه لاس په لاس نيولي دي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول، حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره ورځ پوليسو د جلال اباد ښار شاوخوا سيمو کې درې تنه د سل زره پاکستانۍ کلدارو او يوې کرولا موټر د غلا، دوه تنه د مهاجرت د جعلي کارتونو...

slideshow, كورني خبرونه

سرپل کې يوې ١٩ کلنۍ نجلۍ ځان په دار ځړولى

توسط - سرپل کې يوې ١٩ کلنۍ نجلۍ ځان په دار ځړولى

په سرپل ولايت کې تېره ورځ يوې ١٩ کلنۍ نجلۍ ځان په دار ځړولى او خپل ژوند ته يې د پاى ټكى ايښى دى. د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، چې دا پېښه په سانچارک ولسوالۍ کې رامنځته شوې او دغې نجلۍ د اجباري واده او کورني تاوتريخوالي له كبله ځان په دار ځړولى دى. د نوموړي د معلوماتو له...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په بټي کوټ کې توغول شوې مرمۍ يوه ښځه وژلې

توسط - د ننګرهار په بټي کوټ کې توغول شوې مرمۍ يوه ښځه وژلې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري په را توغول شوې مرمۍ يوه ميرمن وژل شوې ده. ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه د وسله والو او پوليسو ترمنځ نښته شوې، چې پرمهال يې د وسله والو له لوري د ولسي خلکو په کور توغول شوې مرمۍ لګېدلې، چې له...