slideshow, كورني خبرونه

لغمان کې له ۷۲ بې ځايه شوو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

توسط - لغمان کې له ۷۲ بې ځايه شوو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د خوړو نړيوال سازمان په همکارۍ يې له ۷۲ داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته ترسره کړه. د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، پرون يې په ۷۲ هغو کورنيو، چې په دې وروستيو کې د نا ا منۍ او يو شمېر نورو ستونزو له امله...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې پنځه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - ننګرهار کې پنځه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين او کامې ولسواليو کې د هوايي بريد او نښتې پرمهال پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په جوارګر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له کبله درې داعش وسله وال وژل شوي...

کارتون, ګالري

دوه مخيتوب!

توسط - دوه مخيتوب!

...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رييس غني له مولانا سمېع الحق سره ټيليفوني خبرې کړي

توسط - جمهور رييس غني له مولانا سمېع الحق سره ټيليفوني خبرې کړي

جمهور رييس محمد اشرف غني د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا سمېع الحق سره ټيليفوني خبرې کړې دي. په اسلام اباد كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال تېره ورځ وويل، چې د دغو خبرو تمرکز په افغانستان کې پر اوسني وضعيت و. نوموړي زياته كړه، چې له مولانا سمېع الحق سره يې په‎ خپله د دويم ځل لپاره په اکوړه خټک کې وليدل. د...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغانستان د کرکټ د صحرا جام سياليو اتلولي وګټله

توسط - افغانستان د کرکټ د صحرا جام سياليو اتلولي وګټله

افغانستان د كركټ د صحرا جام پايلوبه کې ايرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه. پايلوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، پچه يې د ايرلنډ لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د ايرلنډ ټوله لوبډله په څوارلسم اوور کې په ۷۱ منډو وسوځېدله او افغانستان ته يې د ۷۲...

رپوټ, ټولنیز

د کونړ ۶۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري

توسط - د کونړ ۶۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري

د کونړ ولایت زدهکوونکي وايي، ښوونځي یې ودانۍ نه لري او په دې برخه کې حکومت دغه ولایت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. دوی وايي، اوړي که یې له ګرمۍ او مني کې یې له سړو په ټولګیو کې ګوزاره نه کېږي. د کــونــړ ولایــت د سرکاڼو ولسوالۍ د عمران اباد لومړني ښوونځي یو شمېر زدهکوونکو کلید ته وویل چې په ټول ښوونځي...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان لوبډلې کرېکټ سياليو کې عمان ته په نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه

توسط - افغان لوبډلې کرېکټ سياليو کې عمان ته په نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن د صحرا جام په نيمه پايلوبه کې د عمان هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان ملي لوبډله د صحرا جام په سياليو كې نن له عمان سره نيمه پايلوبه ترسره کړه، چې د لوبې پچه يا ټاس د افغان کرېکټ لوبډلې مشر اصغر ستانکزي وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. عمان لوبډلې په ټاکل شوو شلو ارونو کې...

slideshow, كورني خبرونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۸۳ تنه وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۸۳ تنه وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي دفاع وزارت وايي، د امنيتي ځواكونو په ګډو تعرضي او تهاجمي عملياتو كې د دولت ۵۳ تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې  دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي، د القاعده او داعش د ۲۶ جنګياليو په ګډون ۵۳...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ډاکټرانو کار بنديز وکړ

توسط - د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ډاکټرانو کار بنديز وکړ

د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې لسګونه ډاکټرانو د دوی د امنيت د نه خونديتوب په خاطر کار بنديز اعلان کړ. دوی وايي، حکومتي چارواکو ته دوه ورځې وخت ورکوي، چې د ډاډمن امنيت تضمين دې ورکړي، که نه نو دغه کار بنديز به يې له دې هم اوږد شي. د ننګرهار د عامي روغتيا روغتون د داخله څانګې يو شمېر موظفو ډاکټرانو له...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

حسن روحاني: ټرمپ سره د اټومي پروګرام په اړه دويم ځل لپاره خبرې نه کوم

توسط - حسن روحاني: ټرمپ سره د اټومي پروګرام په اړه دويم ځل لپاره خبرې نه کوم

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني وايي، چې د اټومي پروګرام په اړه به د امريکا د نوي منتخب جمهور رئيس کابينې سره د دويم ځل لپاره خبرې ونه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ ايران سره د نړيوالو قدرتونو اټومي هوکړه له ستونزو ډکه بللې وه او د هغې د لغوه كولو وړانديز يې کړى و. د ايران د اټومي...