slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د امريکا په جنوب ختيځو څنډو کې طوفان درانه زيانونه اړولي

توسط - د امريکا په جنوب ختيځو څنډو کې طوفان درانه زيانونه اړولي

د امريکا په جنوب ختيځو څنډو کې د سخت طوفان له كبله په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. د هوا پېژندنې ادارې چارواکو د نورو بارانونو او طوفان خبردارى وركړى او له خلکو يې غوښتي، چې محتاطه واوسي. امريکايي چارواکو ويلي، چې په جورجيا ايالت کې د طوفان له كبله ۱۲ تنه وژل شوي او دغه راز...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

عراقي چارواکي: ابوبکر البغدادي سخت ټپي شوی

توسط - عراقي چارواکي: ابوبکر البغدادي سخت ټپي شوی

عراقي چارواکو تېره شپه د نينوا ولايت په لوېديځ کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د سخت ټپي کېدو خبر ورکړى دى. ځينو رسنيو د نينوا ايالت د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، چې البغدادي په يو هوايي بريد کې له ګڼو نورو ملګرو سره ټپي شوى دى. يو سيمه ييز چارواکي تاييد کړې، چې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رييس غني د حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې پر تطبيق ټينګار وکړ

توسط - جمهور رييس غني د حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې پر تطبيق ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې پر تطبيق ټينګار وكړ. نوموړي، چې نن سهار يې په ارګ كې د سولې عالي شورا د مشر پير سيد احمد ګيلاني د جنازې لمانځه له ادا كولو وروسته خبرې كولې، له حزب اسلامي سره په بريالۍ توګه د سولې بين الافغاني مذاکراتو ترسره كېدو كې د ګيلاني...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان پرمختيايي لوبډله نن زمبابوې ته روانېږي

توسط - افغان پرمختيايي لوبډله نن زمبابوې ته روانېږي

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو ترسره كولو په هدف دغه هېواد ته روانه شي. دا لوبې به د جنوري مياشتې په ۲۷مه، ۲۹مه، ۳۱مه او د فبروري مياشتې په ۳يمه او ۵مه نېټه ترسره شي. د افغانستان کرکټ بورډ نوې غوراوي کمېټې له پوره ارزونې وروسته تېره ورځ د زمبابوې الف لوبډلې...

رپوټ, ټولنیز

غزني کې طالبان له خلکو پیسې ټولوي

توسط - غزني کې طالبان له خلکو پیسې ټولوي

وسله والو طالبانو د نویو مالي سرچينو د موندلو په هدف په غزني ولایت کې له ټولو کاروباریانو د دوی د عاید له مخې د پیسو غوښتنه کړې. دوی دغه راز د مکتوبونو له لارې هټۍ والو، سوداګرو، ډاکټرانو او کروندګرو ته خبرداری ورکړی، که یې ټاکل شوې اندازه پیسې ور ونه سپارلې؛ سزا به ورکړي. د غزني کلید راډیو ته د رسېدلو راپورونو...

slideshow, كورني خبرونه

د پير سيد احمد ګيلاني د جنازې لمونځ نن په ارګ كې ادا شو

توسط - د پير سيد احمد ګيلاني د جنازې لمونځ نن په ارګ كې ادا شو

د سولې عالي شورا او د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د مشر پير سيد احمد ګيلاني د جنازې لمونځ نن سهار شاوخوا اته بجې په ارګ کې د پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سياف په امامت ترسره شو. د ګيلاني مړى به د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شي. د هغه د جنازې په...

رپوټ, ټولنیز

راستانه شوي کډوال له بېکارۍ ځورېږي

توسط - راستانه شوي کډوال له بېکارۍ ځورېږي

له پاکستان څخه ګڼ شمېر راستانه شوي کډوال وايي، چې د کار د نشت له کبله له ستونزو سره مخ دي. د دوى په منځ کې ډېر فني او مسلکي کسان او متخصصين هم شته، خو هغوی هم په کورونو ناست دي. دغه کډوال وايي، هېواد ته د خدمت او کار له پاره راغلي، خو دولتي ادارو ته د کار د غوښتنې لهپاره د...

رپوټ, څېړنيز

ښځينه انجنیرانو ته پروژې نه وركول كېږي

توسط - ښځينه انجنیرانو ته پروژې نه وركول كېږي

((څو کلونه مخکې مې چارې ښې روانې وې، خو د اداري فساد له زياتېدو سره د پارلمان یو شمېر غړو او د كابينې ځينو وزيرانو انجوګانې او شركتونه پرانيستل، چې پروژو ته یې زموږ لاسرسی ستونزمن کړ.)) دا د انجنيرې شريفې همراه خبرې دي، چې په تاجكستان كې یې د انجنیرۍ په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زدهكړې كړې دي او په ۲۰۰۳...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريکا کې د ټرمپ پر ضد پراخ لاريونونه شوي

توسط - امريکا کې د ټرمپ پر ضد پراخ لاريونونه شوي

د امريکا نوي جمهور رئيس د لوړې د مراسمو نه يوه ورځ وروسته سل ګونه زره ميرمنې د امريکا د بېلا بېلو ښارونو نه واشنګټن ډي سي ته راغلې وې، چې د ټرمپ د پاليسو په هکله خپل اعراض څرګند کړي.‌ جمهور رييس ډونالډ ټرمپ په خپلو انتخاباتي مبارزو کې د مېرمنو ، مهاجرينو او مسلمانانو په هکله ځينې داسې څرګندونې کړې دي، چې...

slideshow, كورني خبرونه

د کندهار د پېښې د څېړلو لپاره د ګومارل شوي پلاوي پلټنې بشپړې شوې

توسط - د کندهار د پېښې د څېړلو لپاره د ګومارل شوي پلاوي پلټنې بشپړې شوې

د کندهار د پېښې د څېړلو لپاره ګومارل شوي پلاوي له کندهاره تللي، خو د خپلو پلټنو پايلې يې له رسنيو سره نه دي شريکې کړي. د جمهور رييس له لوري د ټاکل شوي پلاوي مشر داود ګلزار وايي، لومړنۍ پلټنې پاى ته رسيدلي دي او پايلې به يې تر وروستيو پلټنو وروسته له رسنيو سره شريکې شي. داودګلزار وويل، په لومړنيو پلټنو کې څرګنده...