توسط TKG -
د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره لا هم د زياتې واورې ورېدنې او طوفان له كبله د ټرافيكو پرمخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال محمد رجب نن كليد ته وويل، چې په سالنګونو كې طوفان يو څه كمزورى شوى، خو لا هم سخته واوره ورېږي.
د هغه په وينا، د احتمالي برفكوچونو...
توسط TKG -
د باميان ولايت نږدې ټولې مواصلاتي لارې د ډېرې واورې ورېدنې له كبله د ټرافيكو پرمخ تړل شوې دي.
د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي كليد ته وويل، چې د شيبر له كوتل پرته د دې ولايت نور ټول كوتلونه او لارې د ټرافيكو پرمخ بندې دي.
د هغه په وينا، د امنيتي ځواكونو له لوري مسافرو ته پر دغو لارو د تګ اجازه...
توسط TKG -
د هېواد په ډېری سيمو کې ښوونځي د ناامنۍ له کبله تړل شوي، خو پکتیا کې بیا ډېری ښوونځي د ناامنیو له کبله نه؛ بلکې د ښوونکو د نشت له کبله تړلي دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست سرپرست رییس لقمان حکیم حکيمي وایي، تړل شوو ښوونځیو د پوهنې وزارت د لایحې شرایط نه دي پوره کړي، له همدې کبله تړل شوي او...
توسط TKG -
لوى څارنوال محمد فريد حميدي د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي د تښتولو او جنسي ځورونې د تورونو په تړاو د جمهور رييس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د نهو ساتونكو د نيولو امر كړى دى.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن كليد ته وويل، چې دغه امر د دې موضوع د تحقيق لپاره د ګومارل شوي پلاوي د پرېكړې پر...
توسط TKG -
د کندهار اوسېدونکې پلوشه چې د یوه تعويذ ليکونکي له لوري پرې جنسي تېری شوی، له حکومت د عدالت غوښتنه کوي. نوموړې وايي، تورن پر دې سربېره، چې د دوو محکمو له لوري په ۱۷کاله بند محکوم شوی دی، خو اوس مهال هم ازاد ګرځي.
۸ میاشتې وړاندې ۱۸کلنه پلوشه د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ملا وليجان په نوم تعويذ ليکونکي ته،...
توسط TKG -
د سولې عالي شورا د مشر او روحاني شخصيت پير سيد احمد ګيلاني مړی نن د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د نوموړي په پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې د حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابيني او ملي شورا د غړو سربېره د ختيځو ولايتونو بېلا بېلو ملکي او نظامي چارواکو کډون کړی وو.
د...
توسط TKG -
د هلمند ولايت په ګرمسېر او سنګين ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي او ځکمنيو عملياتو کې ۱۵ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو په عملياتو کې ددې ولايت په ګرمسېر او سنګين ولسواليو په يو شمير سيمو کې...
توسط TKG -
د هېواد د شمال زون د خبریالانو ټولنه وایي، چې په رسنیو کې د ښځو حضور ۶۰ په سلو کې کم شوی دی.
د دې ټولنې د اجرایه مرستیال په وینا چې بلخ، فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د نا امنیو له کبله په رسنیو کې د ښځو حضور دې کچې ته راټیټ شوی دی.
د طالبانو له حکومت وروسته په تېره یوه نيمه...
توسط TKG -
د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره د زياتې واورې ورېدنې او سخت طوفان له كبله د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.
د دوى په وينا، اوس مهال د سالنګ تونل دواړو لوريو ته مسافر وړونكي او بار وړونكي موټر درول شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال محمد رجب كليد ته وويل، نن سهار...
توسط TKG -
د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې ايرانيان اوس د ګرمسېر په ولسوالۍ کې د طالبانو د ليکو څخه ليدنه کوي او هغوى ته د وسلو ترڅنګ د جګړې پلانونه جوړوي.
حيات زياتوي، چې د دوى د مالوماتو له مخې يوه اونۍ وړاندې د ايراني ځواکونو ځيني مشران ګرمسېر ولسوالۍ ته راغلي وو او د طالبانو له ليکو څخه يې ليدنه کړې ده...