slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې ته ماتې وركړه

توسط - افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې ته ماتې وركړه

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړه. ټاكل شوې وه، چې دا لوبه پرون د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي، خو د باران ورېدو له كبله مازيګر شاوخوا څلور نيمې بجې پيل او د پنځوسو اورونو پر ځاى ۲۸...

slideshow, كورني خبرونه

د ملي دفاع وزارت د شپږو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا كړې

توسط - د ملي دفاع وزارت د شپږو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا كړې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي او دفاعي ځواكونو په ګډو عملياتو كې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي. د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا عمليات د هوايي او توپچي ځواكونو په ملاتړ په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، كاپيسا، اروزګان،...

slideshow, كورني خبرونه

افغان ډاكټرانو د يوې ماشومې سر پورې نښتې اضافه غوښه لرې كړه

توسط - افغان ډاكټرانو د يوې ماشومې سر پورې نښتې اضافه غوښه لرې كړه

د ننګرهار د عامې روغتيا حوزوي روغتون ډاكټرانو د يوې دوه مياشتينۍ ماشومې سر پورې نښتې اضافه غوښه په برياليتوب سره لرې كړه. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، په کونړ کې دوه مياشتې وړاندې يوه ماشومه زېږېدلې وه، چې سر پورې يې سرته ورته غوټه نښتې وه. د سرچينې په وينا، د ننګرهار د عامې روغتيا حوزوي روغتون ډاكټرانو پرون دغه ماشومه نجلۍ...

slideshow, كورني خبرونه

پكتيا كې لسګونه ميله درنې او سپكې وسلې نيول شوي

توسط - پكتيا كې لسګونه ميله درنې او سپكې وسلې نيول شوي

امنيتي ځواكونو په پکتيا ولايت كې لسګونه ميله وسلې نيولې دي. د پکتيا والي زلمي ويسا خبريالانو ته وويل، چې امنيتي ځواکونو د دې ولايت په لجه منګل ولسوالۍ کې د عملياتو په مهال لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې نيولې دي. نوموړي زياته كړه، په دې وسلو كې يو شمېر يې په پاکستان او ځينې يې په روسيه كې جوړې شوې دي. د هغه په...

slideshow, كركټ

افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره لوبه كوي

توسط - افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره لوبه كوي

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو لومړۍ سيالي ترسره كړي. دا لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي. د دواړو لوبډلو ترمنځ به د كركټ څلور نورې يو ورځنۍ لوبې د جنوري مياشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د فبروري مياشتې په...

كورني خبرونه

هلمند كې له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

توسط - هلمند كې له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو رياست د پنجشنبې په ورځ د ناامنيو له كبله د بېلابېلو ولسواليو ۳۰۴ بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وكړه. په دې مرسته کې نغدې پيسې، د خوراکي توکو بستې او د ژمي لپاره بېلابېل توکي شامل وو. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د ACF موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰...

slideshow, كورني خبرونه

د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

توسط - د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته كې درېيو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه پرون ماسپښين د کندهار ولايت د سپين بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ سيمه كې رامنځته شوې ده. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک كليد ته وويل، وسله والو مخالفينو غوښتل افغانستان ته داخل شي، چې سرحدي پوليسو پرې بريد کړى او پاکستاني ملېشو د مخالفينو...

slideshow, كورني خبرونه

يو ځوان د تښتوونكو له پنځه كلن بند نه خلاص شو

توسط - يو ځوان د تښتوونكو له پنځه كلن بند نه خلاص شو

د خوست پولیس وایي، هغه کس یې له سړي تښتوونکو ژغورلی، چې د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له كبله پنځه کاله وړاندې برمته شوى و. د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت خبریالانو ته وویل، چې سیدالرحمن په پنځلس کلنۍ کې تښتول شوی و او اوس یې عمر شلو کلونو ته رسېدلی دی. دی وایي، چې سیدالرحمن پنځه کاله وړاندې له...

slideshow, كورني خبرونه

د سالنګ لويه لار د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوه

توسط - د سالنګ لويه لار د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار له درېيو ورځو وروسته نن د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوه. د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال محمد رجب کليد ته وويل، دغه لاره نن سهار ۵ بجې د ټرافيکو پر مخ خلاصه شوه او د مازديګر تر څلورو بجو به د مسافرينو پر مخ پرانيستې وي. خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول ټينګار کوي، چې دغه...

slideshow, كورني خبرونه

راتلونکې میاشت د افغان کډوالو په تړاو درې اړخيزه ناسته جوړېږي

توسط - راتلونکې میاشت د افغان کډوالو په تړاو درې اړخيزه ناسته جوړېږي

ټاکل شوې راتلونکې میاشت په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ تر منځ ناسته جوړه شي. د اجرايه رياست خبرپاڼه وايي، دغه موضوع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ استازې فاتحې المجذوب له اجرايه رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې څرګنده کړې ده. سرچينې زياته کړه، چې په دې ليدنه...