توسط TKG - - 10 سلواغه 1395
په پکتیکا کې د ټول ولایت په کچه یوازې یوه متخصصـه ډاکټــره فعالیــت لــري. د دغـــه ولایت اوسېدونکي وايي، په ډېرو سختیو او ستونزو له لرې پرتو ولسوالیو خپل ناروغان د پکتیکا مرکز ښرنې ملکي روغتون ته راوړي. ځکه د ټول ولایت په کچه یوازينۍ ښځينه متخصصه ډاکټره په همدې روغتون کې په خدماتو بوخته ده.
پکتیکا د هېواد په کچه نسبتاً لوی ولایت...
توسط TKG - - 10 سلواغه 1395
افغان ځوانان نور له بېکارۍ او وزګارۍ تر پوزې راغلي. د دوی په خبره په افغانستان کې تر جګړې وروسته بېکاري دویمه ستره ننګونه ده، چې خلک یې له خپل ژوند زړه توري کړي دي.
ډېری ځوانان له پوهنتونونو فارغ شوي او ځينو یې حتا کلونه کار هم کړی، خو دم ګړۍ د بېکارۍ له کبله ارام نه لري.
محمد کريم څو کاله وړاندې د...
توسط TKG - - 9 سلواغه 1395
چارواکي وايي، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ۶ کار خانې له منځه وړل شوي دي .
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه ددې ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړي دي، چې په پايله کې يې د نشه يي توکو۶ لويې...
توسط TKG - - 9 سلواغه 1395
د كينيا پر يوې پوځي اډې موټر بم بريدونو كې لسګونو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
رپوټونه وايي، د کينيا جنوبي پولې ته څېرمه کلبيو کلي کې لومړى دوو بريد کوونکو پر امنيتي ساتونکو ډزې کړي او له ډزو وروسته يې خپلو موټرونو ته، چې چاودېدونکي توکي يې په کې ځاى پر ځاى کړي وو، چاودنه وركړې ده.
د رپوټونو له مخې، دغو بريدونو...
توسط TKG - - 9 سلواغه 1395
۲۰۱۴ ميلادي کال و، چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې تر بل هر وخت ډېرې جنجالي شوې او په سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت یې ناوړه اغېز وکړ، راتلونکي ته هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې او په لوی شمېر ځوانانو اروپايي هېوادونو ته مخه کړه.
هغوی چې یوازې و، خو تر یوې کچې یې د ځان ساتنه کولای شوای، خو هغوی چې بیا...
توسط TKG - - 9 سلواغه 1395
په هرات ولايت کې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبري سرچينې وايي، دغه نښته تېره شپه د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ په دشت نيزان سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو غوښتل د پوليسو پر يو رېنجر موټر بريد وکړي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي كليد ته وويل،...
توسط TKG - - 9 سلواغه 1395
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين او هسکه مېنه کې د هوايي بريد او نښتې پرمهال ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ به باندر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د داعش وسله والو د يوه قاضي شاهد په ګډون،...
توسط TKG - - 9 سلواغه 1395
د امريکا استخباراتي ادارې سي آى اې ځينې اسناد خپاره کړي، چې له مخې يې په اتيايمو كلونو كې هند غوښتل د پاکستان پر کهوټه اټومي مرکز بريد وکړي.
په خپرو شويو اسنادو کې راغلي، چې د امريکا هغه مهال جمهور رييس رونالډ ريګن په دې اړه د پاکستان پوځي ديکتاتور جنرال ضياء الحق ته خبر ورکړى و او هند ته يې د خپل...
توسط TKG - - 9 سلواغه 1395
...
توسط TKG - - 9 سلواغه 1395
د هلمند يو شمېر ښځينه پوليسې وېره لري، چې هسې نه د كومې وسله والې يا تښتوونكې ډلې له خوا ترور يا برمته شي.
دوى وايي، که يې ژوند ته جدي پاملرنه ونه شي، نو له خپلو دندو به لاس واخلي.
د دوى په خبره، په دې وروستيو كې يې شپږ همكارانې د نامعلومو وسله والو له لوري په مرموز ډول وژل شوې دي.
دغو ښځينه...