slideshow, كورني خبرونه

د جلال اباد ښار اړوندو ورودي دروازو کې نوي مامورين په دندو ګمارل کېږي

توسط - د جلال اباد ښار اړوندو ورودي دروازو کې نوي مامورين په دندو ګمارل کېږي

د ننګرهار د ترانسپورت رياست چارواکي وايي، په راتلونکي ۱۳۹۶ کال کې به د جلال اباد ښار اړوندو ورودي دروازو کې نوي مامورين په کار وګماري، چې ور سره به د ترانزيټ اړوندې ستونزې يو څه کمې شي. د ننګرهار د ترانسپورت رييس ډاکټر محمد ايوب له کليد سره په خبرو کې وويل، چې په دې اړوند يې ټولې تخنيکي چارې بشپړې کړي او...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې ۸ وسله وال وژل شوي

توسط - ننګرهار كې ۸ وسله وال وژل شوي

په ختيځ كې د ملي اردو چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې اته وسله وال وژلي دي. د ۲۰۱ سېلاب قل اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري نن کليد ته وويل، چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي بريد په نتيجه کې د لشکر طيبه پنځه او دوه داعش وسله وال وژلي...

slideshow, كورني خبرونه

کابل ښاروالۍ په ژمي كې د خلكو د ستونزو د حل لپاره يوه كمېټه جوړه كړې

توسط - کابل ښاروالۍ په ژمي كې د خلكو د ستونزو د حل لپاره يوه كمېټه جوړه كړې

د کابل ښاروالۍ مسوولين د اضطرار په نوم د يوې داسې کمېټې د جوړولو خبر ورکوي، چې په وينا يې، په دې سره به دوی وکولای شي هغه ستونزې، چې په ژمي کې خلک ورسره مخ کېږي، حل کړي. د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي او مطبوعاتي چارو سلاکار عبدالجليل سلطاني نن کليد ته وويل، چې دغه کمېټه به په بېړنيو حالاتو کې د...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

خوست كې د كركټ درې مياشتنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې

توسط - خوست كې د كركټ درې مياشتنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې

په خوست ولايت كې د كركټ لوبې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ درې مياشتنۍ سيالۍ تېره ورځ پاى ته ورسېدې. د خوست د المپيک امريت وياند محمد شاه فضليار وايي، چې دغه لوبې د مرکز خدر پيرانو سيمه کې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې روانې وې. د هغه په وينا، دا سيالۍ د يوې ځايي راډيو له خوا جوړې شوې وې، چې هدف يې د ځوانانو...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

سپينې ماڼۍ د ټرمپ او پوتين ټيليفوني خبرې مثبتې وبللې

توسط - سپينې ماڼۍ د ټرمپ او پوتين ټيليفوني خبرې مثبتې وبللې

سپينې ماڼۍ د امريكا او روسيې د جمهور رييسانو پرونۍ شاوخوا نيم ساعته ټيليفوني خبرې مثبتې بللې دي. سپينې ماڼۍ ويلي، د ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين خبرې د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره، چې ترميم ته اړتيا لري، يو مهم پيل و. د سرچينې په وينا، ټرمپ او پوتين هيله لري، چې له دې خبرو وروسته به دواړه خواوې وکولاى...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په خوږياڼو کې ۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - د ننګرهار په خوږياڼو کې ۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې يې د نښتې پر مهال يو وسله وال طالب وژلی او بل يې په ټپي حالت کې ژوندی نيولی دی. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال نن کليد ته وويل، چې تېره ورځ د ملي او سيمه ييزو پوليسو د ملي اردو ځواکونو سره په ګډه د خوږياڼو ولسوالۍ خانخېلو په...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

امريكا ته د ايرانيانو پر سفر د بنديز په غبرګون كې ايران ورته اقدام کوي

توسط - امريكا ته د ايرانيانو پر سفر د بنديز په غبرګون كې ايران ورته اقدام کوي

ايران وايي، چې دغه هېواد ته به د امريکايي وګړو پر ورتګ بنديز ولګوي. تهران دا اقدام وروسته له هغه کوي، چې د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ په يو تازه فرمان کې امريکا ته د ايران په ګډون د اوو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر سفر بنديز ولګاوه. د ايران د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د امريکا له لوري پر...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند كې د برېښنا عوايد طالبان ټولوي

توسط - هلمند كې د برېښنا عوايد طالبان ټولوي

د هلمند ولايتي شورا وايي، چې وسله وال طالبان هره مياشت د دې ولايت د شمالي ولسواليو اوسېدونكو څخه سلګونه ميليونه پاكستانۍ كلدارې د برېښنا پيسې ټولوي. د دې شورا مرستيال عبدالمجيد اخوندزاده كليد ته وويل، د شمالي ولسواليو د برېښنا ټول محصول، چې شاوخوا ۶۰۰ ميليونه پاکستانۍ کلدارې كېږي، وسله وال طالبان ترلاسه كوي. د هغه په وينا، طالبان د حکومت په پرتله د...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره دويمه لوبه كوي

توسط - افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره دويمه لوبه كوي

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو دويمه سيالي ترسره كړي. دا لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي. تر دې مخكې افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې...

كركټ

خلک د کرکټ معیاري لوبغالي غواړي

توسط - خلک د کرکټ معیاري لوبغالي غواړي

د کرکټ لوبې مينه وال وايي، تر دې مهاله چې د کرکټ بورډ له لوري کوم لوبغالي جوړ شوي، په نړیوالو معیارونو برابر نه دي. د دوی په خبره، دغه لوبغالي د خلکو لپاره د کېناستو مناسب ځایونه نه لري او نړیوال هم ورته نه شي ویل کېدای. له هغې ورځې راهیسې، چې افغانستان کې د کرکټ لوبه پیل شوې، ملي لوبډلې په نړیوالو...