slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

کراچۍ ښار کې اور لګېدنې درانه زيانونه اړولي دي

توسط - کراچۍ ښار کې اور لګېدنې درانه زيانونه اړولي دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کاليو په يو ګودام کې د اور لګېدنې له كبله د ميليونونو كلدارو په ارزښت کالي او نور اړين توکي سوځېدلي دي. ژغورونکو ويلي، چې په اور لګېدنه کې د ګودام مالک هم سخت سوځېدلى او روغتيايي حالت يې نازک دى. د کراچۍ د اور وژنې ادارې ويلي، چې ياده اور لګېدنه د برېښنا د شارټۍ له كبله...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

چين كې يو تن د پړانګانو د غاښونو ښکار شو

توسط - چين كې يو تن د پړانګانو د غاښونو ښکار شو

د چين په يو ژوبڼ کې يو تن، چې په غلطۍ د وحشي ژويو ځاى ته ورغلى و، د پړانګانو د غاښونو ښکار شو. چينايي رسنيو د ژوبڼ ساتونکو له قوله ويلي، ياده پېښه پرون شنګهاى ته څېرمه يو ژوبڼ کې وروسته له هغې رامنځته شوه او يو تن پړانګانو ټوټې ټوټې کړ، چې د ژويو ځاى ته يې ور دانګلي و. وژل شوي تن...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره درېيمه لوبه كوي

توسط - افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره درېيمه لوبه كوي

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو درېيمه سيالي ترسره كړي. دا لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي. تر دې مخكې افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې په پنځو وېكټو او...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند ته يو لوړ پوړی دولتي پلاوی په سفر ځي

توسط - هلمند ته يو لوړ پوړی دولتي پلاوی په سفر ځي

ټاكل شوې نن يو لوړ پوړى دولتي پلاوى د هلمند د خلكو د ستونزو حل كولو په هدف لښكرګاه ته لاړ شي. د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دا موضوع جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د هلمند له چارواكو سره د ويډيو كنفرانس په مهال مطرح كړه. د سرچينې په وينا، په دې ويډيو كنفرانس كې، چې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او...

رپوټ, ټولنیز

د پکتیا ښځې خپله ونډه غواړي

توسط - د پکتیا ښځې خپله ونډه غواړي

د پکتیا یو شمېر مدني فعالانې او له پوهنتونونو فارغې شوې نجونې وايي، د دغه ولایت په ادارو کې د ښځو ونډه خورا کمه ده او په ګمارنو کې هم له دوی سره د مور او میرې چلند کېږي. دوی وايي، د پکتیا په ادارو کې د ښځو په پرتله نارينهوو ته ډېر پام کېږي او هغوی ته ډېر فرصت ورکول کېږي. په پکتیا کې...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې د بېلابېلو غيرې قانوني كړنو د مخنيوي كمپاين پيل شو

توسط - ننګرهار كې د بېلابېلو غيرې قانوني كړنو د مخنيوي كمپاين پيل شو

د ننګرهار ولايت مركز جلال اباد ښار کې تېره ورځ د بې پلېټه موټرو د نيولو، د موټرو د تورو ښيښو د سپينولو او غيرې قانوني وسلو ټولولو په هدف د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري کمپاين پيل شو. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دغه کمپاين د جمهور رييس په ځانګړي حکم او د والي محمد ګلاب منګل په لارښونه پيل...

رپوټ, سياسي

نجيب احمدزی: ټاکنيز نظام کې اصلاحاتو او د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن يو

توسط - نجيب احمدزی: ټاکنيز نظام کې اصلاحاتو او د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن يو

د ټاكنو خپلواك كمسيون وايي، په رڼه او صادقانه توګه په ټاكنيز نظام كې اصلاحاتو او د ټاكنو ترسره كولو ته ژمن دي او په وينا يې په دې اړه به د هېچا فشار ته سرټيټ نه كړي. د دغه كميسيون مشر نجيب الله احمدزي يادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ټاكنيزو حوزو او رايې وركولو د كارتونو په اړه د مدني ټولنو...

slideshow, كورني خبرونه

زابل کې ۳۰ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - زابل کې ۳۰ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، چې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو د ماينونو جوړولو پر مهال چاودنه شوې او ګڼ شمېر کورني او بهرني وسله وال په کې وژل شوي دي. د دوی په خبره، پېښه د ارغنداب ولسوالۍ په خوار زنگي سيمه کې تېره ورځ د يوې ديني مدرسې سره په څنگ کې په يوه خالي سرای کې، چې وسله...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان له پاچا سره ټيليفوني خبرې کړي

توسط - ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان له پاچا سره ټيليفوني خبرې کړي

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره ټيليفوني خبرې کړې دي. د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، چې دواړو مشرانو د ايران اټومي هوکړې په اړه نظرونه سره شريک کړل او همدا راز په سوريه او يمن کې د امن سيمو د جوړولو لپاره هم هوکړې ته ورسېدل. له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې...

slideshow, كورني خبرونه

هرات کې درې ښځې او يو پوليس وژل شوي

توسط - هرات کې درې ښځې او يو پوليس وژل شوي

نامعلومو وسله والو د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ كې پر يو کور بريد كړى او درې مېرمنې يې وژلې دي. د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي کليد ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام په کال سرخ سيمه کې رامنځته شوې ده. د عمرزي په خبره، د پېښې په تړاو ۲۰ تنه نيول شوي او اوس مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي. د ادرسکن...